اصلي طوفانيان او د هغوی قربانيان
پنجوايي په دې ورځو کي د بهرنيانو سرتېرو له پاره په سره اور بدله سوې وه. يو خو خدايي کندهار او بيا پاشمول او پنجوايي هر وخت سر درد وو، مګر له هغه ورځي، چي د باګرام له زندانه د قران شريف د پاڼو او قران شريف د بې عزتۍ کيسه راووتل؛ دلته مظاهرو سخت کش واخيستی. ټول ورځ مظاهرې وې او بهرنيان بلخصوص د پنجوايي هډه، چي دغه ورځ د ښار ګزمه هم ور د غاړي ول؛ سخته عصاباني سوه. مګر په ځغاسته ئې ځان تر هډې را ورسوی. سربازانو په يوه او بل رشخند واهه، چي څخته بېري اخيستي وه.
يو عسکر قومندان ته وکتل، ول: له ډمبر څخه خو هم پتلون لوند سو، ته ورته وګوره.
ډمبر په چغه ورته وويل: د مورغودي زو، دا بولي نه دي، د اوبو بوتل مي پر ځان چپه کړی. ګرمۍ مړ کړلم.
ډمبر په دې مشهوره وو، چي هم ئې شرطونه تړل او هم ژر درد ورتلی. قومندان په مسخره ورته وويل: د سپۍ زو، زه دي نو کوم نه پېژنم، په عراق کي دي نه دي په ياد؛ څه رمباړي دي په هغه شپه وهلې.
ډمبر فول وقهرېدی، ول: تاسي مازي هوايي لګيا ياست، څوک شرط راسره تړي؟ دغه کلي ته ځم، خلک ولم؛ بيرته راځم؟
په دې وخت کي يو بل نظامي، چي تازه ئې سرګرم کړی وو، ورته وويل: په زر ډالره ما درسره وتړی.
قومندان ورته وويل، چي پنځه سوه زما هم پر واچوه. يو بل عسکر وويل: يا دی دي نامي سي، مازي دي تر بېس ووځي. زه دوه زره ورکوم.
ډمبر زغره ټينګه کړه، توپنچه ئې وکتل، توپک ئې سم کړی او بل انډيوال ته ئې وويل: راکه د چانټې ګرنيټان دي.
هغه هم ورکړه. ډمبر سګرېټ کش کړی، ټابليټ ئې خولې ته واچوی او بوتل ئې پر سر پورته کړ. ټولو له خندا پر پښتورګو لاسونه نيولي وه او ډمبر په ځغستا ووتی. دوى يواځنۍ قطعه وه چي هيڅ ډول اصولو ته مسول نه وه نو ځکه يې مرګ قطعه بلل دوى ته هرڅه ور ازاد وه، لس دقيقې تېري سوې، قومندان په خندا وويل: دا مورغودی لکه چي په رښتيا ولاړی. بل عسکر ورته وويل: هو، هغه چي يوار خر سي، بيا په هيڅ شي نه دئ بند. هغه ورځ ئې په باغو کي يو مصروف سړی په شرط په سنايپر وويشتی.
قومندان وويل: موږ په جنجال کي مه اچوئ. د خلکو ويشتل دونه کيسه نه ده. راغلي داغه ته يو، چي خلک مړه کړو.
بيا يې د پنډ سيګار دود هوا ته پوف کړی. په دې وخت کي له نږدې کلي د ډزو اوازونه راغلل او بيا څو د ګرنيټ چاودني وسوې. قومندان د تيار سی امر وکړئ او د ګزمې موټر ته ور وغورځېدی. ول ژر در وځئ. دا سړی بيا پوښتنه لري، که څه په وسوه، زه ولاکه ولاړ سم.
موټرونه په تېزي را ووتل، د کلي پر خوا. په کلي کي تر دوو کورونو لمبې پورته وې او خلک په تېښته وه او ډمبر همداسي مخامخ ويشتل. قومندان ئې موټر ور نږدې کړی، ول: راخېژه، کارونه دي وغوول.
ده په خندا ورته وويل: اول د شرط پيسې را وباسه.
ډمبر ئې موټر ته وخېژوی او په يوه تاخت بيرته په بېس ننوتل.
ټول له خندا شنه وه او ډمبر ئې په اوږو کي اخيستی وو او د ريشخنده ئې د قهرمان قهرمان نارې وهلې.
کله چي ټول ستړي سول، قومندان لاس پورته کړی، ول: خاموش!
بيا ئې ډمبر ته وويل: کيسه وکړه، څه دي وکړل؟
يو بل ملګري د اوبو ګيلاس ورته ونيوی. ده ګيلاس پر سر واړوی او د ملګري له لاسه ئې سګريټ واخيستی؛ څو دوده ئې کش کړی. وروسته ئې وويل، چي له دې ځايه ووتم، اول مي په کوڅه کي دوه زاړه خلک په مخ راغلل. ټکان مي په پښو کي ور وکړه. دواړه وويشتل سول، خو ځان ئې باغو ته واچوی. په دې وخت کي له دروازې سپي راباندي وغپل. پر تندي مي وويشتی. کور ته چي ور ننوتم؛ يوه ځوان، چي ټکان اورېدلي وه؛ راباندي راوځغستل. ښور ته مي نه دئ پرې ايښی. دوې مرمۍ مي وويشتی. له يوې خوا يوې سپين سري را وځغستل؛ پر پرېوته. هغه مي فقط يوه مرمۍ پر سر وويشتل. له يوه اطاقه مي د کوچنيانو چغي واورېدې؛ ور ننوتم. يوه ښځه له څلورو کوچنيانو سره ناسته وه؛ ټول مي يوه يوه مرمۍ وويشتل. ها خوا ته په ځانګو کي يو کوچني بغاري کړې، هغې خوا ته ور تېر سوم. توپک چي مي ورته ونيوی؛ ده ورودی. ما ته مي زوی را په ياد سو. بيرته مي فکر وکړی، چي مور ئې ولاړه؛ دی نو څه کوي. دغسي مي ماشه کش کړه، نور ئې ښور و نه خوړی. څنګ ته ئې بله خونه وه، هلته هم څو تنه پټ وه. هغه مي پسي وويشتل. په دې کور کي يوه دروازه را خلاصه وه، هلته ورننوتم. چي په مخه راغلل، و مي ويشتل. په دې وخت کي يو د شا له خوا داسي خفه کړم، چي فکر مي کاوی مړ سوم. برچه مي را وکښل، همداسي مي په نس کي وواهه؛ بيا مي پسي ضربه کړی.
ډېر مي اعصاب ورته خراب وه. سخت ئې خوږ کړی وم. د کور ټول مړي مي يو پر بل واچول؛ د پطرولو ګېلن پروت وو؛ هغه مي پر چپه کړی، اور مي پسي ور واچوی. بولي مي پسي پر وکړې، را ووتم. د دروازې سره نږدې غوا رمباړي کړې، هغه خوني ته مي يو ګرنيټ ور وغورځوی. همداسي راوتلم، چي تاسي را رسېدلاست، شاوخوا مي شل يوويشت کسه وويشتل. توپک مرمۍ مي خلاصي سوې، ګرنيټان مي هم ټول وغورځول. توپنچې څو ټکه مي کړي وه، چي تاسي را ورسېدلاست.
په دې وخت کي د هليکوپتر اوازونه سوه. په څو دقيقو کي دوې هليکوپتر کښېنستې او دوو په هوا کي څرخونه وهل. د سيمي نظامي قومندان په غصه راغلی، مګر بل ورسره کس آرام وو، چي خير دئ، خير دئ.
وروسته ئې ډمبر له ځان سره هليکوپتر ته وخېژوی او روان سول.
————————–
ندامحمد له خپلي اتلس نفريزي کورنۍ څخه يواځنی کس وو، چي ژوندی پاته وو. هغه له پرون راهيسي ميوند ته د خپل ماما کره راغلی وو. مځکي ځای نه ورکاوه، چي څه وکړي. هر څه نصيحتونه ورته کېدل، مګر اسانه خبره نه وه. پر يوه وخت باندي يوځای ئې ټوله کورنۍ شهيده سوې وه.
ماما ئې چي په غوږو دروند هم وو، مګر دروند او سنګين سړی وو؛ په درانه اواز ئې ورته وويل: ندا زويه، ګوره دا د خدای امتحان دئ، زغمو به ئې.
ندا بېحاله پروت وو، لکه هيڅ چي نه اوري. ماما وويل: ګوره زويه، ستا په ياد دي؛ زما دا ناز دانه، زما د ځګر ټوټه باغوان او د امیر زوی محمد خان ئې پر څه شي ويشتلي وه؟ خو اوبه ئې لګولې! سړی ئې د کومي کيسې مخه ونيسي؟ په ټول عمر مي په ټول خاندان کي چا نه په سياست کار درلودی، نه په حکومت. مګر درې ځوانان ئې يواځي په تېره هفته کي را شهيدان کړي دي. خدای راوستې ده.
———————-
نن دريمه وه، چي شهزاده د هلمند دې بېس ته راغلی وو. هر چا کوښښ کاوه، چي خوشحاله ئې وساتي. شهزاده د قومندان سره يوځای د عسکرو په منځ کي ناست وو. عسکرو ته ئې ويل: د دې خلکو پر دنيا له بل چا څخه دونه بد نه راځي، لکه زموږ څخه. رحم پر و نه کړئ. چي يو مو وژلای سوای، دوه وژنئ. د ناټو او امریکا په کيسه کي مه کېږئ، خپل کار کوئ. د پلرونو کسات خو به اخلو.
قومندان وخندل، ول: ياره شهزاده صاحب، ارمان مو په کښلی دئ. زموږ د دغه سرباز پښتو ښه پوره زده ده. يوه ورځ په عملياتي خونه کي ناست وو، بې پيلوټه ګزمې کولې. د عملياتو د خوني پر پرده د موټرانو يو کاروان را ښکاره سو. ترجمانان مو ژر را وغوښتل، چي د دې کاروان والا خبري او مکالمې ترجمه کړي. موږ پوښتنه ځني وکړه، چي څوک دي. دوی ول داغه دښمن دئ. موږ هم بمبار ورته کش کړی، کاروان مو ټول بمبار کړی. يو خو دوی خپل منځي دښمنۍ په پېخر لري، ځکه له هغه وخته چي موږ د نفاق تخم ورپاشلی، بيا نه دي راټول سوي. دا ترجمانان د دې سيمي نه وو، د دې خلکو په ژبه او فرهنګ هم نه پوهېدل او بل ئې خپله دښمني هم ورسره پالل. څو واره ئې په موږ مسجدونه او مېلې سري سمبري کړي وې، خو دا ځل بيخي رسوايي جوړه سوه. دا زموږ ملګري رسوا کړه، چي دوی په پښتو نه پوهيږي. دا خلک د واده ورا وه. هغه مو ټوله بمبار کړل. ناوې، زوم او ټول مو ختم کړي وه. ژر مو خپله سهوه اعلان کړل. کندهار څو واره مجلس وغوښتی، سر مو نه دئ ورسره خلاص کړی. اوس به لويه برتانيه خپل تيخور ماشوم امريکې ته جواب ورکوي.
له دې سره شهزاده او نورو ټولو په هټ هټ وخندل. شهزاده وويل: ناټو ئې هغه ايکسپاير ده. امريکا هم نور له کشه لويږي. مهمه نه ده. زه دلته نفستنګی سوی يم. دباندي مي وباسئ، چي لږ ښکار وکړم.
د ښکار خبره ئې د وږي لېوه په توګه وکړه او بيا ئې وويل: د انسانانو ښکار نو بيا بل خوند لري.
له دې سره ټولو وخندل.
په دې وخت کي پر مخابره ږغ وسو، چي له اروزګانه د اسټراليايي ځواکونو عمومي قومندان د شهزاده ليدو ته راغلی دئ. شهزاده وغورځېدی، ول: دا زما پخوانی يار دئ. تاسي ئې راولئ.
وروسته يو د لوړ قد غټ اسټراليايی جنرال دننه راغلی او روغبړونه سوه.
له جوړ په خير وروسته شهزاده جنرال ته وکتل، ول: زموږ پر پېښو بحث وو. ستاسي و خوا ته څه کيسې دي؟ تاسي ډېر وژلي، که له تاسي مخکي هالنډيانو.
جنرال وخندل، ول: په هالنډيانو نه يم خبر، خو موږ ئې ښه تکړه کړو. ښه تمرينات پر کوو. ټول نوي فوجيان يوه دوره دلته رالېږو، چي عملي جګړه زده کړي. نو دوې ګټي کوو: يو د خپلو اسلحو له پاره ښه بازاريابي کوو، ځکه دلته ئې ويډيوګاني اخلو او بل خپل فوجيان په تمرينوو.
شهزاده وپوښتل: دې خلکو پخوا يو لاس وه، مشرانو يې کوم غبرګون نه دئ ښوولی؟
اسټراليايي جنرال وخندل، ول: اوس هم غبرګون ښيي. پر سوشل ميډيا د خواشينۍ پيغامونه خپروي او ځان ته نوي امتيازات غواړي. نور خاموشه دي.
شهزاده وويل: نو حکومت څه کوي؟
جنرال په زور وخندل، ول: حکومت لا څوک دئ، خو همدا سياسيون دي؛ ځان ساتي. ټول ئې په دې تمه دي، چي د دوی خولې ډکي وي، پاتي خير و خيرت دئ. له هغه وروسته چي موږ راغلي يو؛ کندهار د کاناډايانو او امريکايانو په لاس کي دئ. هلمند د برتانويانو او ارزوګان مخکي د هالنډيانو اوس زموږ په لاس کي دئ. هيڅ يوه پروژه مو د حکومت په خوښه نه ده جوړه کړې او نه مو د حکومت په لاس ورکړې ده. هر څه د پي آر ټي پر لاس کيږي. حتی مخالفينو ته هم پروژې ورکوي، چي دا کيسه جاري وساتل سي. که جګړه ودروو، نو لوبه ختميږي. نو دواړه لوري بايد وساتو.
يوه جالبه کيسه به درته وکړم: په اروزګان کي مو د سناتور کور بمبار کړی. اووه کسه مو ور ووژل. مګر په څو غمشريکۍ پيغامونو او تسليو او څو پروژو مو اوس تر ټولو لوی يار همدا دئ.
له دې سره ټولو وخندل. شهزاده وويل: نو تاسي د دې خلکو اصلي مرض، چي د پيسو مينه ده؛ تشخيص کړې. مګر دا خلک داسي نه وه.
اسټراليايي وويل، چي دا خو نو ټول د لوی لالا (امريکا) کمال دئ. د روسانو په وړاندي چي مقاومت ايجاد کړل سو؛ همداسي ئې پيسه خوره او پاشلي اموخته کړل. اوس په دواړو غاړو کي خپل مامورين لري. ځيني مستقيم تمويلوي، ځيني غير مستقيم. څو واره مو غټ غټ قومندانان په مخامخ جنګ کي نيولي. د ملا صاحب له سرايه په کندهار کي الوتکي راغلي، کس ئې وړی؛ سبا بيرته په جنګ کي وو.
دلته اوس پيسه خوړل او فساد وايرس دئ، چي مازي د افغانستان فضا ته را واوړي، چي هر څوک وي؛ دلته معاملې کوې. دا سيسټم قصداً همداسي جوړ سوی دئ. ته پوهېږې، تورن خو دوی دي، چي د مواد مخدر کښت کوي، مګر دا اوس ځيني د موادو د پروسيس کمپنۍ ټولي بهرنيانو جوړي کړي دي او يو پر بل حملې هم کوي. دا اوس اوازه ده، چي په هلمند او ارزوګان کي، چي تر ټولو ښه کوکنار کيږي؛ روسانو څلور فصله تخم ورکړی دئ. ته پوهېږې، د کاله د مواد مخدر درې مليارډه بيزنيس دئ. په دغه درې مليارډه کي له کښت، پروسيس او ټرانسپورټېشن سره افغانانو ته فقط يو نيم سل ميليونه پاته کيږي؛ نوري ټولي د نړۍوالي مافيا دي.
خلک قصداً سرسامه ساتل کيږي، چي لوبي ئې سمي مخ ته ولاړي سي. ټوله تمرکز پر پلونو او سړکونو دئ. بنسټيز کار نه کوي، چي بيرته همدا پلونه او سړکونه په هغو جوړ سي. ته پوهېږې، چي د ملکونو ابادي په برق ده. دوی يواځي د هلمند په کجکي ټول افغانستان ته برق ورکولای سي، مګر قصداً ئې جانرېټرونه ورته ايښي، چي يواځي د تېلو په مصرف ئې درې نور کجکيان جوړېږي، نو ځکه دا خلک اوس چي د خپل کور چت هم ګلوي؛ مؤسسې ته انتظار باسي. نړۍوالو مرستو، چي مستقيم ئې کوي؛ حکومتونه نه تقويه کوي. دا خلک ئې په فقر روږد کړل.
شهزاده په تمسخر وخندل، ول: غوولې ګوره، ما تا ته څو واره ويلي، چي احساساتي کېږې. ته بايد شاعر وای، نه نظامي. ته فکر کوې، موږ دلته جوړولو ته راغلي يو. دا ټول قوتونه دلته يو بل ته غله دي. هر څوک خپل اهداف لري. زموږ امپراطوري دې خلکو چپه کړه. ستا توقع ده، چي موږ ئې جوړ کړو؟ ځه، زه نه ستا د دونه خوشباورۍ په خاطر نن ستا د قدردانۍ په خاطر دوه افغانان اضافه قرباني کوم.
له دې سره ټولو وخندل.
په دې وخت کي د بېس قومندان وويل: شهزاده صاحب، کاروان تړلی دئ. که دوره وهې، همدا يې وخت دئ.
اسټراليايي جنرال ول: زه هم درسره وځم.
وروسته قطار له بېسه څخه ووتی. په پټيو کي روان وه. يو ځای يو پوخ سړی له يوه ځوان سره په پټيو کي لګيا وو. شهزاده په دوربين کي ورته وکتل او قومندان ته ئې وويل: لومړی ښکار خو پيدا سو.
قومندان ته ئې وويل: طالب به څنګه معلوموو؟
قومندان وويل: غټي ږېري ئې دي؟
شهزاده وويل: هو.
بيا قومندان وويل: غټ کالي ئې دي؟
بيا شهزاده وويل: هو.
قومندان وويل: په مځکه کي هم اخته دي. دا حتماً طالبان دي.
له دې سره ټولو وخندل.
اسټراليايي جنرال وويل: کېدای سي کروندګر وي، تخم کري. او غټ کالي او لنګوټې خو دوی تل تړي.
له دې سره د شهزاده د سنايپر سيو سو او وئې ويل: ته مورغودی بيخي فوجي يې نه.
اسټراليايي جنرال ژر په دوربين کي وکتل، يو کروندګر پروت وو او بل ورته ناست وو. ږغ ئې پر کاوه.
شهزاده وويل: پر تندي ئې ولم. وايه څو شرط وهې؟
جنرال ول: پنځوس زره.
شهزاده ويل: يا، دا ځل د لندن د مېلې خرچه ټوله پر تا.
جنرال وويل: که دي و نه ويشتی، هغه د اکسفورډ د ښارګوټي اپارتمان دي زما.
ده ول: شرط وتړل سو.
شهزاده نخښه نيولې وه. له دې سره سيو سو او د ځوان د مخ نيمه خوا ټوله والوتله.
شهزاده او نور ټولو په زوره زوره وخندل او وئې ويل: دا توپک سخت کافر ويشتل کوي. دوه نيم لکه پونډه مي ناحقه نه دي پر ور کړي. په دوه مايله کي هم ويشتل کولای سي.
دوی همداسي روان سول. شهزاده څلور پنځه ځايه نور هم خپله نخښه و ازمويله. د شپې له راډيو چېنلونو څخه خبرونه خپرېدل، چي ګډو ايتلافي ځواکونو دښمن ته په مخامخ جګړه کي په هلمند او نورو سيمو کي ګڼ شمېر وسله وال وژل سوي دي.
———————-
هليکوپتر د باګرام په هوايي ډګر کي کښېنستل. ډمبر له هغه درې کسو سره راکښته سو، چي د ده دوسيه ئې مخ ته وړل. له هليکوپتر څخه د کښته کېدو وروسته هلته شاوخوا ولاړو عسکرو ټولو په لوړ اواز افرينونه ورکول او ځينو خو حتی شعار ورکاوه، چي ډمبر قهرمان دئ. له دې خلکو سره بايد همداسي وسي.
ډمبر وروسته يوې خوني ته بوتلل سو. هلته يواځي مېز ته کښېنستی. ښه منظمه ډوډۍ او هر څه ورته راوړل سول. له همدې خوني سره په نښتې بله خونه کي، چي توري هنداري بېله کړې وه؛ د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان، د استخباراتو مسؤل او د قضيې څارنوال ناست وو.
څارنوال وويل: ډمبر بشري جنايت کړی، بايد پر برقي چوکۍ کښېني او خپله جزا وويني.
قومندان وويل: دا د نظامي اصولو خلاف او زموږ د اجنډا سره په ټکر کي ده. موږ عملاً په جګړه کي يو. د نظاميانو مورال ماتېږي.
څارنوال وويل، چي امريکا لوی هيواد دئ. دا د ټول هيواد د بدنامۍ سبب کېږي. موږ تر انساني حقوقو پښه نه سو اړولای.
جنرال وويل: زه ستا د حقوقو په کيسه کي نه يم. زما يو سرتېري د افغانستان له ټول نفوس سره نه برابروم.
څارنوال وويل: دا د امريکا پاليسي نه ده.
د جنرال او څارنوال خبري توندي سوې. په دې وخت کي د امنيت کس مېز په سوک وواهه او وئې ويل: بس کړئ، ماشومان خو نه ياست.
بيا ئې جنرال ته وکتل او وئې ويل: موږ دلته خپلو ګټو ته راغلي يو. مګر هوښياري به کوو.
او څارنوال ته ئې وويل: ته به دي دا حقوق او قانون يو بغل ته کړې. دلته هغه حقوق چليږي، چي د امريکا ګټي نه زيانمنوي. موږ بايد له پېښو خپله ګټه وکړو. ستاسي دوسيه دي پر مخ ولاړه سي، مګر له ډمبر سره غرض مه لرئ. هغه به له خپلو نظاميانو سره وي. رسنيو او ټولو ته پر وخت معلومات ورکوئ، چي محکمه روانه ده. هيڅ شی مه ځنډوئ او جنراله تاسي خپل نظامي مورال وساتئ او دا پېښه عادي کړئ.
څارنوال وويل: مخالفت نه لرم، صرف ځان پوهوم. آيا دا قوتونو ته دښمن نه ډېروي؟
استخباراتي کس وويل: موږ د دښمن په لږېدو خوابدي کېږو، په ډېرېدو نه. موږ دلته پاته کېدو ته اړ يو، چي جګړه وي او جګړې ته جګړه کوونکي په کار دي او جګړه کوونکو ته سببونه او علتونه. ته څه فکر کوې، له زندانو څخه دا د قران شريف د توهين ويډيوګاني د بنديانو د ځورولو عکسونه په پټه خپرېږي؟ دا لوبه بايد جاري وي، چي زموږ چلښت او پايښت او پاته کېدلو ته سبب وي.
څارنوال نور يخ او ارام سو. د استخباراتو کس جنرال ته وويل: ډمبر به بلي هفتې ته کويټ ته انتقال سي. يو څه وخت به دلته تېر کړي، د محکمې او نيولو ځيني عکسونه ئې رسنيز کړئ. تر راتلونکي هفتې ئې همدلته پرېږدئ او خاصو قطعاتو ته ئې وسپارئ، چي له بنديانو سره ئې مخامخ کړي او دی خپل قهر دلته وباسي. دا زموږ په ګټه دئ. نن له عملياتو څخه چي ئې بنديان را وستلي دي؛ د هغو په پروسيس کي ئې شريک کړئ.
———————–
دا نوې قطعه په دې مشهوره وه، چي له خلکو د اقرار اخيستلو خاص تاکتيکونه ئې زده دي او دوی هر ډول اصول ماتولای سي. لارا او ګولډن په دې قطعه کي خاص نوم درلودی. کله چي به دوی دوه مست سول؛ بيا به ئې زندانيانو له شره امان غوښتی.
لارا ګولډن ته وويل: نن مي يوه نوې مقاله د دې خلکو په اړه ولوستل. دوی ته درې شيان تر نورو ډېر مهم دي: لنګوټه، ږيره او پټ بدن. نن يوه نوې تجربه درته کوم، سخت به دي خوښه سي.
هغه د شپې چي ئې بنديان راوستلي دي، د هغو کار نن ما ته را پرېږده.
وروسته هغه نوي پنځه را وستل سوي کسان را وستل سول. لارا يوه عسکر ته وويل: هغه د دوی لنګوټې راوړئ. دا مځکه ډېره چټله ده، لږ ئې بايد پاکه کړو.
عسکرو ورته ويل، چي مځکه خو يې مخکي پاکه کړه.
لارا په داسي حال کي چي سګرېټ ئې کشوی، ول: مورغودې، زه درته وايم لنګوټه راوړه. ته دلايل وايې.
وروسته ئې د هغوی لنګوټې پر مځکه واچولې او پر مځکه ئې کش کړې. بنديانو په مايوسه او مات حالت ورته کتل. هيڅ ئې نه ويل.
وروسته لارا چغه کړل، ول: سر او ږيري ئې ور ماشين کړئ.
بنديانو ډېر زور وواهه. ترجمان ته ئې وويل، چي ته دې ته ووايه؛ هر څه چي وايي، منو ئې. مګر ږيري دي نه راخروي.
ترجمان نه يواځي دا چي ورته و نه ويل، بلکي څو نور ښکنځل ئې په ماته ګوډه پښتو وکړل. بالاخره هر يو ئې جلا جلا ونيوی او سر او ږيري ئې ور ماشين کړې. وروسته لار ترجمان ته وويل، چي دوی ته ووايه، چي کالي وکاږي.
په دې وخت کي يوه ځوان ئې، چي خيال محمد نومېدی؛ په غبرګون پر يوه سرتېري حمله وکړل. دوی هغه بېل کړئ او سپي ئې ور ايله کړه. په سپيو ئې کالي ور څيري کړه او په زور ئې ټول لوڅ لپړ ودرول. وروسته ئې ټول يو پر بل سربېره واچول او د اوبو تېز پايپ ئې ورته ونيوی.
له څو ورځو شکنجو وروسته دوی درک کړه، چي عام د کلي خلک ئې راوستي او د دوی راپور، چي له يو چا پيسې اخيستې؛ د هغه له دوی سره دښمني وه. نو راپورچي غلط خلک راپور کړي. بالاخره خلک ازاد او خپلو کورونو ته ولېږل سول. دوه سپين ږيري خو کور ته له رسېدو سره مړه سول او پاته دوه پاخه او يوه ځوان خيال محمد د انتقام په نيت له مخالفينو سره يوځای سول او د مړو سوو دوو سپين ږيرو زامن او لمسيان هم له دوی سره يوځای سول.
خيال محمد د دې نوي قطعې قومندان سو، چي په مخه به څوک شکمن په لاس ورتلی؛ واژه به ئې. مګر همېشه به ئې ملګرو ته ويل، چي يو ترجمان بايد ونيسو. زما د هغه ترجمان ښکنځل او لغتي نه هېريږي. بالاخره يوه ورځ يو اجل اخيستی ترجمان د د بېسونو د تلاشۍ په وخت کي په لاس ورغلی. ملګرو ئې د بېلابېلو طريقو وژلو وړانديز کاوه. چا ويل: په راکيټ به ئې وولو. چا ول: پر بم به ئې کښېنوو. چا ول: حلال به ئې کړو. يو ناڅاپه د خيال محمد سترګي سرې سوې. ول: د رجې تېره تار را پيدا کړئ.
او وروسته ئې هغه ځوان ترجمان په دوو نفرو د رجې په تار حلال کړی.
خيال محمد چي وروسته حساب وکړی، يواځي د دوی له کلي په انتقامي جنګ کي ديارلسو تنو ځانمرګي کړي وه. او ده په خپل لاس دوه دېرش د حکومت کارمندان او شکمن کسان ويشتلي وه. مګر هيڅ کله ئې امريکايانو ته لاس نه وو رسېدلی.
———————-
د ندامحمد ماما په ډېر زور او زاريو ندامحمد په ښار کي يوه پوه او د تجربې ډاکټر ته، چي د ده يار وو؛ راوستی. ډاکټر ته چي ئې د يارمحمد کيسه وکړه، نو ډاکټر خپله له ندامحمد سره مجلس شروع کړی.
- آښه ځوانه، پېښه خو پېښه ده. له پېښي تېښته نه سته. ته څه وايې، چي په څه شي به آرام سې؟
- زه بايد خپل کسات واخلم او هغه کس بايد اعدام سي.
- دا خو ناممکنه کيسه ده. امريکايان په امريکا کي محکمه کېږي. مګر فکر نه کوم، چي هلته دي هم محکمه سي.
- نو بيا کسات اخلم.
- څنګه ئې اخلې؟
- په کلي کي طالبان سته، له هغو سر ځم پاکستان ته او هورې ټرينينګ اخلم؛ بيرته په تشکيل کي راځم.
- نو ته فکر کوې، پاکستان تا ته اجازه در کوي؟ چي خپل انتقام واخلې؟
- ولي يې نه را کوي سم مسلمان ملک دئ ټوله مدرسې او علما قربان يې سم هورې دي.
ډاکټر په دې وخت کي په کمپيوټر کي ګوتي و وهلې څو دقيقې وروسته يې يوه ويديو پلې کړه په هغه کي يې د امريکا رئيس جمهور او د پاکستان صدر اعظم څنګ پر څنګ ولاړ وه خبري يې کولې په پښتو يو چا ترجمه ورسره ويل چي امريکا سږ کال بيا هم په خپله نظامي بودجه کي تر ټولو زياتي پيسې پاکستان ته ورکړي دي.
ډاکټر صاحب وويل:
ګوره ندامحمد پاکستان تر موږ ډېر د امريکا انډيوال دئ امريکا هم غيري مستقيم د پاکستان پر لاس خپل مخالفين ساتلي او هم د وطن دننه خپل متعهد حکومت دا لوبه ټوله د دې غټو ملکو ده موږ نيم د حکومت په نوم نيم د مخالف په نوم په بېلابېلو چمونو په دې جنګ کي درول سوي يو کنې د طالب وسلې د کم مسلمان ملک دي او حکومت په دې جنګ کي يوه مرمۍ هم افغانانو نه ده جوړه کړې مګر د دې جنګ ټوله مځکه او قربانيان افغانان دي د حکومت په لاس وژل سوي د انتقام په خاطر طالبان دي د طالبانو په لاس وژل سوي د انتقام په خاطر حکومتيان دي دا جګړې ټولي بې ګانه دي. موږ بايد دا جنګ و درو کنې دا جنګ به موږ ختم کړي. ډاکټر صاحب زياتي ويډيوګاني او خبري هم ندامحمد ته وکړې او يو څه د خوب او تسکين دوا يې هم ورکړه او هغه يې رخصت کړئ.
دا طوفان طبعي نه وو دا نړۍوالي ټولني د خپلو ګټو پر اساس تنظيم کړى وو چا سياست پکښي کاوه، چا پروژې پکښي تر سره کولې چا هم خپلي ډول ډول وسلې پکښي ازمويلې او خرڅولې.
افغانان يې د ماشومانو په څېر پر ګروپونو وېشلي وه او يو و بل يې وژل او يو لوى طوفان يو لوى سقوط د يوه ملت غرقيدل او محوه کېدل روان وه خام مواد يې افغانان وه، د سونګ توکي يې افغانان وه، او لوبونکي يې نور څوک وه. توپان په غرغنډو کېدئ او قرار قرار تېزېدئ. د غلطو ترجمانيو، خصوصي دښمنيو، تاريخي حسادتونو او ترپګنيو په ګرم بازار کي بل اور ته هر چا خپل لرګي ور غورځول ځان يې مخکي کاوه او دښمن يې واهه او د وطن بربادۍ ته هيچا حساب نه کاوه.