جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هغه باکتریا چې د معدې د سرطان سبب کېږي

هغه باکتریا چې د معدې د سرطان سبب کېږي

تاند – د پوهانو په یوه تازه څېرنه کې څرګنده شوې چې یوه عامه باکتریا چې د ډېرو انسانانو په معده کې موندل کېږي او عموماً هېڅ نښې نه لري، ښايي یوازې د یوې لسیزې په اوږدو کې د شاوخوا ۱۲ میلیون کسانو د معدې د سرطان سبب شي.

د دې څېړنې له مخې تمه ده چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ له ۱۵.۶ میلیونه زېږېدلو کسانو څخه شاوخوا ۷۶ سلنې ته د «هلیوباکترپیلوري» (H. pylori) له عفونته د معدې د سرطان پېښې رامنځته شي.

د معدې سرطان یو له هغو سرطانونو څخه دی چې د مخنیوي امکان یې ډېر دی، خو که ناوخته تشخیص شي، نو درملنه یې ډېره سخته وي.

دا سرطان د نړۍ پنځم تر ټولو ډېر عام سرطان دی، او هر کال شاوخوا ۷۷۰ زره کسان وژني.

مزمنه عفونت د هلیوباکترپیلوري باکتریا له‌خوا د دې سرطان اصلي لامل ګڼل شوی، او دا هم څرګندوي چې ولې په وروستیو کلونو کې دا سرطان په ځوانانو کې ډېر شوی دی. زیاتره کسان په ماشومتوب کې په دې باکتریا اخته کېږي او کلونه کلونه یې په بدن کې پرته له کومې نښې پاتې کېږي. خو دا باکتریا د معدې د زخم یا د دېوال د التهاب سبب کېږي.

د دې باکتریا د انتقال لارې عبارت دي له خولې-خولې ته تماس (لکه ښکلول) یا له استفراق یا فضله موادو سره تماس.

څېړونکو چې د روغتیا د نړیوال سازمان د سرطان له نړیوال څېړنیز مرکز (IARC) سره تړلي دي، د ۱۸۵ هېوادونو د معدې د سرطان معلوماتو ته کتنه کړې ده.

د هغوی وړاندوینه دا ده چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۱۰۱ کال پورې (کله چې یو تن چې په ۲۰۱۷ کې زېږېدلی وي ۸۴ کلن شي)، نژدې ۱۱.۹ میلیون کسان به د همدې باکتریا له امله د معدې په سرطان اخته شي.

په دغو پېښو کې ۸ میلیونه به یې یوازې په آسیا کې وي. نژدې ۴۷۱ زره پېښې د اروپايي اتحادیې، بریتانیا، سویس، ناروې او آیسلنډ لپاره اټکل شوې دي. سره له دې چې اوس مهال په افریقا کې کم شمېر پېښې لیدل شوي، تمه ده چې تر ۲۱۰۱ پورې دا شمېر ۱.۴ میلیونو ته لوړ شي، چې دا د اوسنۍ کچې شپږ چنده دی.

ډاکټره جین‌یونګ پارک، چې د دې څېړنې همکاره لیکواله او د روغتیا د نړیوال سازمان د نړیوال څېړنیز مرکز IARC د معدې د سرطان د مخنیوي د ډلې مشره ده، وایي: «د نفوس د بدلونونو له امله چې د معدې د سرطان بار یې ډېر کړی، بیړنۍ اړتیا ده چې د مخنیوي همغږې ستراتیژۍ جوړې شي او سیمه‌ییز روغتیايي سیستمونه ورته چمتو شي.»

که څه هم ځینې هېوادونه د معلوماتو د کمښت له امله دقیقې وړاندوینې نه شي کولای، خو څېړونکي وایي چې موجود شواهد دومره څرګند دي چې روغتیايي چارواکي باید سمدستي اقدام وکړي. دوی له هېوادونو غوښتي چې د دې باکتریا د عفونت د څارنې (سکرینینګ) او چټکې درملنې په پروګرامونو کې پانګونه وکړي.

تحلیلونه ښيي چې دا پروګرامونه کولی شي تر ۷۵ سلنه د معدې د سرطان اټکل شوې پېښې راکمې کړي.

مېرمن پارک زیاتوي: «دا ډېره ضروري ده چې د معدې د سرطان مخنیوی د روغتیايي سیستمونو لومړیتوب شي، او اقدامات په لا زیات جدیت سره تعقیب شي.»

د دې نوې څېړنې پایلې په «نیچر» طبي ژورنال کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب