تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲ مه) د ترانس-افغان رېللارې د جوړېدو کار ښایي په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي، چې د دې پروژې لګښت به شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالره وي، او تمه ده چې له ازبکستان څخه تر پاکستان پورې د توکو د لېږد موده له یوې میاشتې څخه یوازې له ۳ تر ۵ ورځو ته راکمه کړي.
د ازبکستان چارواکو روانه اوونۍ دغه او نور جُزئیات له ځايي رسنیو سره شریک کړي، ځکه چې تاشکند، د طالبانو اداره، او اسلاماباد هڅه کوي چې د دې رېللارې د پرمختګ بهیر چټک وساتي.
وروسته له هغه چې د درېیو هېوادونو تر منځ د پروژې د امکان سنجونې د مطالعاتو پرېکړه وشوه، د منځنۍ آسیا ټول هېوادونه، او همداراز روسیه او چین، له دې پانګونې سره ژور علاقه لري، ځکه چې دا پروژه کولی شي له جنوبي آسیا سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې فرصتونه پراخ کړي. دغه رېللار به د پاکستان له موجودو رېللارو سره ونښلول شي، چې د عرب سمندرګي بندرونو ته رسېږي، او له هغه ځایه بیا د هند سمندر ته مستقیم لاسرسی شونی دی.
د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر جسوربیک چوریو وايي چې دا پروژه د دغه هېواد لپاره د چین–قرغیزستان–ازبکستان (CKU) له رېللارې وروسته دوهم ستراتیژیک اهمیت لري.
د پلان له مخې، دا به ۶۵۰ کیلومتره (۴۰۴ میله) اوږده پټلۍ وي چې له ترمذ څخه به د افغانستان له لارې د خیبرپښتونخوا خرلاڅۍ پورې وغځېږي.
یوه درې اړخیزه اداره چې د امکان سنجونې د مطالعې څارنه کوي، ټاکل شوې چې د پروژې تخنیکي او اقتصادي اړخونه وڅېړي، او همداراز به بهرني پانګوال هڅوي چې پکې پانګونه وکړي. خو دا کار آسان نه دی، ځکه چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې افغان حکومت تر ډېره په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی. روسیه تازه یوازینی هېواد دی چې دغه حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
د پروژې په لومړني پړاو کې، تمه ده چې هر کال تر ۳ میلیون ټنه مالونه ولېږدول شي، او له ۲۰۳۵ تر ۲۰۴۰ پورې به دا ظرفیت تر ۱۵–۲۰ میلیون ټنو پورې لوړ شي.
لکه تل چې په افغانستان کې له بهرنیو پانګوالو سره پروژې د امنیت له اندېښنو سره ملې وي، ازبکستان وایي چې کابل به د رېللارې د جوړېدو په ټولو پړاوونو کې امنیتي تضمینونه وړاندې کوي، چې پکې د زیربناوو ساتنه هم شامله ده.
په پاکستان کې به د رېللارې برخه له سترو غرنیو سیمو څخه تېره شي، چې پکې به د ۵ تونلونو او ۳۱۲ پلونو جوړول شامل وي.