تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲مه』د روسیې په ختيځ کې مسافر وړونکې نادرکه شوې الوتکه لوېدلې.
سرچینې وایي، چې د الوتکې د عملې په ګډون ټوله ۵۰ تنه سپرلۍ پکې وژل شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ناتایید شوې، ویډیو ښيي، چې دا الوتکه په یوه ځنګل زاره سیمه کې غورځېدلې ده.
دا مسافر وړونکې الوتکه د انګارا ایرلاینز شرکت پورې اړوند ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې الوتکه د چین پولې ته نږدې د آمور ټېنډا ښار ته روانه وه، چې له راداره ورکه شوه.
د روسیې د بېړنیو حالاتو چارواکو ویلي، چې دا الوتکه د شوروي اتحاد له دورې پاتې وه، چې د غورځېدو ځای یې معلوم شوی او پلټونکې او ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلې.
تر اوسه د دې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی معلوم شوی او نه هم د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو څه ویل شوي دي.