جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د شعر رسالت د جنسي نابرابریو په تله کې                                                                                               

د شعر رسالت د جنسي نابرابریو په تله کې                                                                                               

پروین ملال

د لاندې بیت ژباړه

همدا، اوس به دغه لار، رڼا رڼا شي

هغه ده وګوره! یوه ښځه را روانه ده

ابهی روشن هواجاتا هی رسته                                                                                                               وه دیکوایک عورت آرهی هی

                                                                                                                    (شکیل جمالی)

کله چې نړۍ وزیږیده آدم اوحوا دجنت څخه دمنع شوی داني دخوړولو په پلمه وایستل شوه او په نړۍ یې قدمونه کښېښول ددوی دواړو ترمینځ  د بیل ، بیل جنسیت پرته هیڅ څرګند توپیر نه لیدل کیده خوورو، ورو انسانانو هغوې دفزیکې ځواک په بنسټ دترازو په دوو پلو کې و تلل آدم ته یې لومړی او حوا ته یې دوهمه درجه دریځ ورکړ دهم هغه وخت څخه نارینه دخپل دریځ دساتلو دپاره مبارزه پیل کړه  په دي یې هم بسنه ونه کړه په هرپړاو یې دخپلو کړونو په وسیله ښځي ته دا احساس ورکړ چې ته ترما کم ځواکي بی کیفیته اوبی ګټي یې، دنارینه دبرترۍ ددغه د ریځ ساتلو جګړه دپیړیو، پیړیو راپه دیخوا راروانه او دادي اوس هم دنړۍ په ځینو برخوکې په پوره او په ځېنو کې په لږ ځواک موجوده، ده
فردوسي وایې :

زن واژدها هردو درخاک به       جهان پاک ازین هردو ناپاک به

خاقانی وایې :

سرافګنده شدم چو دختر زاد      برفلک سرافراختم چو برفت

ناصر خسرو وایې :

زنان چون ناقصان عقل ودینند      چرا مردان ره آنان ګزینند

 د (تنویر سپرا ) په نوم یو اردوژبي شاعر وایې :

عورت کا سمجهتا تها جومردو کاکهلونا     اس شخص کو داماد بهی ویساهی  ملاهی

خو دا پوښتنه چا  مطرح نه کړه چې، که په دوی دواړو کې یو نه وي یا د یوه رول بی ګټي وګڼل شي او تذلیل شي په انسانې ټولنه باندي به یې اغېز څه وي؟

د بله پلوه د ښځو په اړه دهرډول تعصب د له مينځه وړولو دپاره یو قرارداد په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کي د ملګرو ملتونو د عمو مي غونډي په ترڅ کي لاسلیک شو او په ۱۹۸۹ ز یږ دیز کال کي
ددي نابرابریو په وړاندي دنړۍ په بیلو، بیلو جغرافیایې موقیعتونو کې ښځو هم خپل ږغ پورته کړی تردي دمه یې د خپل ښځمنتوب  دفاع  کړی او دټولنې دغه ویش یې ناسم ګنلي

افریقایې تورپوستي شاعره (سوجونرتروث- Sojourner Truth) یا هغه مینځه چې په دیرش کلنې کښې دخپلواکې دلاس ته راوړولو وروسته دنړۍ دمشهورو کسانو په کتار کې ودریده  دخپل ښځمنتوب دځواک  دثابتولوپه هکله دشعر په ژبه داسي وایې :

نارېنه وایې چې ښځه بګۍ ته دختلو
اود لویې ویالي څخه د ټوپ وهلویااوښتلو په وخت نارینه ته اړتیا لري
ماداکار دنارېنه دمرستي پرته کړی
آیازه ښځه نه یم

ماته وګورئ، زما مړوندونو ته ځیرشئ

مځکه مي کرلی اواړولي
په انبار کې مي غنم ذخیره کړی
په دی کارونو کې نارینه زما سره هیڅ مرسته نه ده کړی
آیازه ښځه نه یم

دنارینه دکار په تول مي کار کړی

او ډوډي مي لاس ته راوړی

لوږې مي ګاللې،ډبول شوی یم او د لښتو ګزارونه مې زغملې

آیا زه ښځه نه یم

دیارلس ماشومان مي نړۍ ته راوړي

اوبیا ،د هغوي زیات شمیر، زماو مخ ته پلورل شوی

 مورنۍ عاطفي ژړولي یم

خوژړا مي پټه ساتلي

 یوازی خدای ج زما اوښکې لیدلي
او، سلګې اوریدلې
آیازه ښځه نه یم !

زموږپه  پښتنې روایتي یا سنتي ټولنه کې هم دنړۍ د نورو روایتي ټولنو په شان انســـاني او طبعـــي حقوق دښځو اونارینو دجنسیت په معیار ټاکل کیږي یاداچې زموږ ټولنه اوس هم ددغه نابرابریو ترسیـوري لاندي ساه اخلي او، اوس هم دژوند په هره برخه کې داقتصاد څخه نیولي ترسیـــاست، دین کلتور اونوروټولنیزو انســـانې ارزښتونوپوري ترډیره حده  په نارینو پوری تړلي ټولنه ده  په ځينو مواردو کې خو حتا پلار، وروراو میړه  دښځي دژوند او مرګ واکدار ګنل کېږي.
اردو ژبې شاعره (سیده عرشیه حق) څومره ښه وایې :

عورت هو تم توتم پي مناسب هی چپ رهنا

یه بول خاندان کي عزت په حرف هي

په پښتنې ټولنه او په ټول کې په انسانې ټولنه کې انسانې جنسي نابرابرۍ ډیرې ژورې تاریخي ریښې لري چې لــکه وړاندی چې مو اشاره ورته وکړه دنارېنه دفزیکې برترۍ یا دمټو دزور څخه منشاُ اخلي اوبیا زموږ دروایتي ټولنو په شان ټولنو کې دنارینه اقتصادي واک هغه ته ځواک او پایښت وربخښي، کله چې یو څه شاته ځو نویوازی په لرغوني آریانا کې داقتصادي برابرۍ پربنا ښځې دنارینو سره برابرې ګڼل کیدې دمیړه اومېرمن اړیکو ته ددوو ملګرو درجـه ورکول کیده همدا ډول دخور او، ورور او، ورپسي دټولنې د غړو ترمیځ ټولې اړېکې په پرابرۍ ولاړي وې دلیل یې دا ګڼل کیږي چې دښځو اقتصلدي توان هغوې ته ټولنیز ارزښت ورکاوه د دوې ددغه وړتیا لاس ته راوړنې  مثبتــي ارزول کیدي او په ټولنه کې یې هغوې ته دنارینو سره برابر دریځ ورکاوه .

آلمانی پوه (ډاکتر ویلیم کایګر-Dr. William Geiger) وایې؛ که څه هم چې نارینه دخپلې کورنۍ مشر بلل کیــده خوهیڅ کله یې د ښځي کار بی ارزښته او مینځتوب نه ګاڼه  (۱ ).

دآریایې دور وروسته په کوشاني دور کې هم په ټولنه کې د ښځو دریځ لوړ وو خو وروسته په تدریجي ډول کښتـه راغلی.

یوبله ستونزه چې د پام وړ ده  هغه داچې همدا، اوس، اوس زموږ په ټولنه کې د ښځو یوه کتله ټولنیز فعالیـــــت لری خوارزښت یې کم دي د بیلګي په ډول زموږ په کلیوالو سېمو کې داقتصادي پلوه دخوار ځواکو کورنیو مېرمني دکښت ‎د لبنیاتو دمحصول او په مجموعي ډول د لاسي صنایعوچارې  دخپلو کورنېو داقتصادي ځواک د پاره ســـرته رسوي خو ارزښت یې د نابرابریو ترسیورې لاندی او دنارینه دکار اوفعالیت دارزښت برابربر نه ګڼل کیږي، د پښتــــو ژبي دغه متل زموږ دټولنې ددغه ناوړه تول پوره انځورګرې کړی چې وایې ؛ ( دښځي به ګټه څه وي او دخري څټــــه)

زموږ په ځېنو کلیوالو او ښاري سیمو کې خودجنس په تول دا نابرابرۍ دومره زیاتي  دي چې انسان ته د مینځتــــــوب دور تداعي کوي، ښځه دنارینه ملکیت او یوازی د هغه د جنسي غوښتنو دپوره کولو آله ګڼل کیږي، خپلواکه پیژندنه نه لری  یوه مدبره او دکور کاله سمبالونکې به دسیاسري، عاجزې، کډي  په نومونو یادیږي خودیو  ناشولټه نارینه دنوم سره به دخان پسوند

    تړلي وي،  دوراثت د حق څخه محرومه، کاریې مزد اوارزښت نه لری، څلیرویشت ساعته کارکــوی خو دراتلونکي ژوند اقتصادي تضمین اویا تقاعد نه لري دزده کړو په برخه کې هم دمزاحمتونو، محروممیتـــــــونو او محدودیتونو سره  مخامخ ده یوازی دافغاني ټولني په ځینو جغرافیایــــې مو قیعتونو کــــې دروایتونـــــو اونوی توب یا

) په مینځ کې په مبارزه اخته ده چې هغه جلا بحث دي . MODERNISM)

ددغه نابرابریو سره مبارزه کول د ټولني د ټولو غړو مسوُلیت دي خو زموږ پام لیکوال اوشاعرته ځکه ژراوړی چې   هغه رسالتمند او دهمدي د پاره نړۍ ته را غلي دا، اوس، اوس چې انساني ټولني شلـــــمه پیړۍ شــــاته پری ایښې او دیوویشتمي پیړۍ په درشل کې ده  دشاته پاته پیړیو په تیره دشلمي پیړۍ ساینسي او دنولسمي پیړۍ ادبي پرمختـــګونه دژوند په هره برخه کې دانسانانو  پلونه ښکلوي او دنوري نړۍ سره موږهم دي ته را بولي چې د نړۍ دتمدن دکاروان سره موازی قدم واخلو او بریالیتوبو نه لاس ته راوړوخوددي  خوښې خوند هغه وخت زموږ  په برخـــــه کیږي چې د ټولني دغړو ترمینځ د نابرابرۍ دیوالونه ونړوو.
یو لنډکې نظم ته تمیږو :

تاریخ به ولېکي ما
لوح محفوظ کې به هم ثبت شي

چې زه

دحوالور وم دآدم زامنو

دجنسیت په ټور بندۍ کړمه او وي وژلم.

(……)

مشهوره ایرانۍ فمینیسته شاعره فروغ فروخزاد وایې :
بیا ای مرد، ای موجود خودخواه

بیا بګشای درهای قفس

اګر عمری به زاندانم کشیدی

رهاکن دیګرم، این یک نفس را

************
پښتوادب او شعر هم دنړۍ دنورو ژبو دشعراو نورو  پدیدو  په شان حرکت لري  او داحرکـــت موږ هغه وخــــت محسوسولای شو چې کلاسیک شعر داوسنې پنځوس کلن شعر سره پرتله کړوزموږ په کلاسیـــکه پښتو شاعرۍ کې ددري ، فارسي شعر په پرتله ( زن ستیزي )یادښځو ځپنه که زیاته نه ده خودنه شتون څخه یې هم انکار نه شـــــــو کولای، دبل پلوه دنېکه مرغه په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې دښځو ځپنه په هغه پخوانۍ پرتله په نظر نه راځــې په دې ماناچې زموږ کلاسیک شاعر په دغه برخه کې دټولنې دنوروانسانانوپه شان دټولنیز سیسټم دیوه عادي غړي په شان چلند کوي اوځان لکه څنګه چې لازمه ده دټولنې دغه ډول ناخوالو ته  متعهد نه ګنې خواوسنې شاعر لږ وډیر درک کړی چې دټولنې دي ډول ناخوالوته هم  پام وکړي  مانادا چې زموږ دددورځیني شاعران یوڅه متعهد شوي خو بیا هم ددوی دغه پام دجنسي نابرابریو په وړاندی  دنړۍ دنورو ژبو دشاعرانو په پرتله لا اوس هم ډیر تنکی اوکمال ته درسیدولو دپاره ډیر پړاوونه ورته پاته دي .

 داچې زموږ ددور ځیني شاعران ولی د دغه ډول تعهد څخه تېښته کوي اقتصادي ، ټولنیز اوفرهنګې عوامل لری، روایت دي چې دشعر په تاریخ کې دیو نان دنومیالې ستورې (هومر HOMER  )  په شـــان بل ستـــر شاعر نه دي تیرشوی خو اپلاتون د ده هغه شعرونه چې د پرهیزګارۍ ، برابرۍ اونورو ټولنېزو اخلاقي معیـــارونو په تــــــیره دریښتنولۍ سره تړاو نه لري نقدوي. اپلا تون وایې ؛ زه دهومر دشعر دښکلا ئیز اړخ سره مینه لرم، خوباید دده په شعر کې د ژوند حقیقتونه هم ځای شوی وي. دیونان مشهور شاعر (هوریس –(HORACE   وایې ؛ شاعر دانسانانو دخوښ ساتلو سربیره باید دیوه ښوونکې په شان  ښوونه هم وکړئ. په اسلامي فرهنګ کې لومړنی کتاب چې هلته په شعر کې تعهد  اومتعهد شاعرته اشاره پکښې شوی هغه د قران مجید د ( الشعرا ً) سورت ځینې برخې دې.
کله چې موږدپښتود پنځوس کلن شعر میځپانګه دټولنې دغوښتنو،  د انسانانو ترمینځ دنابرابریو په وړاندي د مزاحمت ، فرهنګ جوړولو اوعامه ذهنیت بدلولو داړتیا سره په تله کې ږدو ، وېنو چې اوس یې هم د تغزل یا دښځوسره دخبرو تله دنورو ټولنیزو ستونزو دراسپړولو په مقابل کې درنه ده دګوتو په شمیر دا سي شاعران لرو چې د تغزل دلمنـــي په ګلونو کې  یې رنګارنګي ښکاري یاني  غزل یې چې په کلاسیک ادب کې یې میځپانګه یوازي ( دښځوسره خبــــری کول ) تعبیریده اوس دعشق او تصوف سره ، سره نور څه هم لري.

دیوه پوه خبره چې ( هرشعر یوه حادثه ده ) ( ۲)په بنسټ ویلای شو چې هو، هرشـعر حادثه ده، خودهر شعر حادثه، حادثه زیږونکي نه ده  دلوستونکي دذهن عاطفي تارونه نه شي لړزولای اوذهني بدلون نه شي راوستلای یوازی هغه شعر دا کار کولای شي چې نوښت پکښې وي ،نوښت  ترډیره دشعر په محتوا  يا میځپانــکه ولا ړدي تکــــــرارې او سولیدلي مینځ پانګه دلوستونکې ذهن نه شي فتح کولای، دامنو چې مینه حقیقت  اودانسان سره  دازل څخه راغـــــلي، انسان ښایسته ، اوعواطف لري خو ددی سره، سره دمځکې په سر دنورو موجوداتو په پرتله دعقلي پــلوه هم ځواکمن  دي ددغه ځواک ددرلودولو په بنسټ انسان اوبیا شاعر انسان دټولنې د هرډول نابرابریو په وړاندي دمبارزي مسئولیت دي ، هغه رسالت لری چې ددغه حادثي یا پیښي څخه په پوره ځواک او دوخت دغوښتنو داړتیا په بنسټ کارواخلي .  د اکادیمیسن استاد سلیمان لا یق لاندي شعر ته تمیږو:

مه مې خندوه نارینه نه یم د خندا
زه یوه ناره یم د غمونو د دنیا

ستا په زندانو کې مې پېړۍ پېړۍ ژړلي
نشته راکې توان نور د غمونو د ژړا

زه د ژوند جوهر، د عشق ډېوه، د انسان مور ومه
تا کړمه نانزکه د شیطان د مشغولا

کله دې اسیره د ځنځیرو کړم د زرو
کله دې کړیو کې بندي کړم د طلا

دا زما په لاس کې کړۍ ندي اتکړۍ دي
زما د غوږ لښتۍ د وینځیتوب دي برالا

زما د سرو پېزوان د غلامۍ د ذلتونو
زما د غاړې هار مهار د ظلم دی د تا

ما د آزادۍ یوازې نوم دی اورېدلی

ژوند مې شو لوگی ددې عنقا په تمنا

زه په ټول تاریخ کې ملعبه ستا د شهوت ومه
یا یوه تحفه د ستمگرو د رضا

کله به چې خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم
پښې به مې شوې ماتې هر ظالم ته په نڅا

لرې له همځولو، له وطنه، له ملگرو نه
سترگې به مې پوچې کړې غمونو په ژړا

لاره د هوس کې هر فاسد د پټکي گل کړمه
ځای کې د عزت بیا بې عزته د هر چا

ستا شوه، امیري شوه، که میري شوه، که خاني شوه
زما شو، که آفت شو، که ذلت شو، که بلا

اوس راسره مات کړه د تاریخ دا ځنځیرونه
ایسته کړه له لارې تور دامونه د جفا

زه د انسان مور یمه، درنه یمه، آزاده یم
دا د بندګې زولنې لېرې کړه له ما

 تاسو غور وکړئ  په دي شعرکې شاعر په څومره هنر دنرواکې ټولنې دې نابرابرې ته  چې د ښځو د ښځمنتوب ارزښتونه  دهوس په بیه پکښې پلورل کیږي اشاره کړی ، دلته نورو نابرابریو ته هم اشاره شوی ځکه نابرابرې په هررنګ چې وي باید کرکه ځینې وشي او، وغند ل شي.

دټولنې دذهنیت جوړولو په برخه کې  په ټول کې دهنر او ادب اوبیا د شعر تاثیر بدیل نه لري ځکه د شعر ژبه خوږه، پسته او روا نه ده بله ځانګړنه یې دا چې مشخص مخاطب نه لری که چیری موږ دټولنې د یوه غړي ناوړه کړه په فردي ډول په سخته لهجه تر نیوکې لاندی ونیسو نودا دومره تاثیر نه لری لکه  په یوه شعر کې چې د ټولني ناوړو کړو ته اشاره کوو یو پوه وایې ؛ ( دښوخبروکول په بده وینا سره ترسپکوسپورو، ویلو زیات ارزښت نه لری ). شعر په نړیواله کچه د وروسته پاته ټولنو  په تحول اودانسانانو دروایتي افکارو په بدلون کې په هرتاریخي پړاو کې پوره رول اداکړی، خو هو، هغه وخت چې شاعر دوخت ږغ ته  غوږ شوی دتیرو شوو لار یې پری ایښې او ځان ته یې نوی لار جوړه کړی ، دوخت دغوښتنو  اود انسان د انسانیت  دتکمیل په پل  یې شاعرۍ کړی ، هغه  معنوي تکمیل چې د رڼا په لور درومي دا باید دپامه ونه باسو چې د هردور شاعر چې په ټولنه کې ځانګړي دریځ خپل کړی  هغه خپل ځان ته څو، څو ځلي دوخت په هېنداره کې کتلي، دا ځکه چې دتمدن په لورې هرنوی حرکت دټولنې د مثبتو ارزښتونو دزوال په معنی نه دي زموږ ددور شاعر اوس هم  دروایتونو اوعرف په په دایره کې بند دي کله ، کله ږغ اوچتو ي خوږغ یې دځواک د پلوه بی سېکه  اود ټولني هرې برخې ته نه رسېږي ، زه پوره باور لرم چې زموږددور شاعر دومره ذهنــــې توان لرې چې دټولنـــــې مـــثبتو ارزښـــــتونوته په پام  دناوړو روایتــــــونو په مقابل کې  مبارزه وکړئ ځکه انسانې پت اوعزت ته درناوی دهرانسان انسانې دنده ده، اوبیا څنګه به یو سترګه وراوپوه انسان چې دټولني دذهنیت  په بدلولوبرلاسي دي دانسانې کرامت د سپکاوي څخه  پټې سترګې تیریږي او  دهغه ټولنیز سیسټم په وړاندي چې دسو چه انسانې رویو اوکړونو په ځای اوس هم  په دودیز اوروایتي فرهنګ ولاړې دي پیروي کوي اویابه دهغه په وړاندي  خپل رسالت ته پام نه کوی.

بله دپام وړ مسئله په دي برخه کې دپښتو ژبې د ښځېنه شاعرۍ مسوُلیت ته متوجه ده ، لومړی  باید دایادونه وکړو  چې ښځېنه شاعرې دعواطفو اواحساساتو په بنسټ دنرینه شاعرۍ څخه بیلیږي ، نوځکه  یې په دي برخه کې یې رول دنرېنه شاعرۍ څخه زیات ګڼلای شو .

موږ په کلاسیکه ښځېنه شاعرې کې دلرغونې یونان د مشهورې فمنیستې شاعرې ( سافو –Sappho  ) په شان شاعره نه لرو ، زموږ دهغه دور شاعرانې د نارینو په پل روانې اوشعر یې دهغو نارینو شاعرانو د شاعرۍ رنګ لري چې یا موعظي لیکې اویا هم ویرنې خوددي برعکس د پښتو شفاهي ښځېنه ادب دهم هغه وخت څخه د نرینه شاعرۍ څخه لار جلا کړی ده کله چې موږ ښځېنه لنډیو، کاکړې غاړو، نارو اونورو فلکلوریکو سندرو ته مخ وراړوو نو وینو چې هلته د پښتنو ښځو دودیزي اونورې ټولنیزې ستونزې په څومره ښه انداز اوزغرد ه دوخت د غوښتنو په پل بیان شوی که یې دشعریت اوتغزل په ترازو کې تلو اوکه یې دکمیت ډکه لمن را سپړوخوتحریرې شاعرې مو داسي نه ده لومړی خو دکمیت د پلوه خواره ده اوبیا دمینځپانګې دپلوه دیوي دودیزي ټولنې دښځېنه دردونو اونورواحساساتوریښتیني انځورونه، نه لري  په همدي بنسټ ویلای شو چې په تحریرې شاعرۍ  کې دښځېنه احساس شاعرې څلویښت، پنځوس کاله شاته تاریخ نه لری  دبله پلوه اوسنۍ ښځېنه شاعري موهم په سېمه کې دنورو ژبو دښځېنه شاعرۍ سره دپرتلنې وړ نه ده ځکه هغوې  په دي برخه کې ډیر وړاندي تللې او ټولنېز روایتي یادودیز ځنځېرونه یې مات کړي.

اوس به دا پوښتنه وسپړو چې زموږ اوسنۍ ښځېنه شاعرې  ولي ددي پلوه خواره ده؟ باید ووایو چې که دیوه پلوه زموږ دنرینه شاعرۍ په شان د دودیزو او اقتصادي عواملوترسیورې لاندي  ده  نودبله پلوه په سېمه کې دناامنیو څخه دزیږیدولو حالاتو په نتیجه کې د ډول، ډول ټولنیزو ستونزو په مینځ کې هم ایساره ده  دبیلګې په ډول زموږ ددور اوزموږد ټولنې شاعرانو باندي په دغه برخه کې   د پلار، ورور او میړه د واکمني حدود یوڅه  پراخ دي او د سیمه ایزو هیوادونو دښځېنه وُ شاعرانودشرایطو سره  د پرتلنې وړتیا  نه لري، پوښتنه پیدا کیږي چې په دغه ډول شرایطو کې باید څه وشئ ؟ انسان خوځنده موجود، دي ددي توان لری چې په هرډول شرایطو کې خپلي مو خې ته درسیدولو د پاره ځان ته یوه لار ومومې او مبارزه وکړي ،کله چې د ناروغ په وجود کې دتداوۍ وروسته دلږې روغتیا احساس پیدا کیږي هغه ددي سره سم  په ځان کې د بستر څخه د ولاړيدو احساس هم را پیدا کوي دناروغې اثار به یې وجود بی سیکه کړی وي خودی به په دیوال باندي لاسونه ږدي اوهاند به کوي چې د ځایه و خوځېیږي، دا روښانه ده چې زموږ دټولنې شرایط په دی برخه کې نن د پرون په پرتله ښه  شوی دي او امید دي چې سبا به ددي څخه هم  ښه وي باید خپل مسلک ته تعهد ولرو،هاند وکړو چې د وخت اوټولنې د غوښتنو سره سم حرکت وکړو، وړاندي ولاړشو اوځان ته لار وټاکو زماپه نظر په شعر کې د سبمول یاعلامت کارونه د همد غه ډول حالاتو په وخت کې ډیر موثر رول ادا کولای شي او شاعر په شعرکې د رمزونوپه ژبه خپلې موخې ته په ډیره اسانۍ رسیدلای شي ، دپښتنو مېرمنو دیوي مشهورې محاورې په بنسټ ( لورې ، تا ته وایم، مږورې ته یې واوره ) دي عمل وکړئ ، ( بود لر) وایې ، ( انسان د سمبولونو په ځنګل کې ژوند کوي ) (۳) یانې زموږ شاوخوا د سمبولونو اوعلامتونو ډکه ده کیدای شي چې هغه د رمز په ډول وکاروُ زموږ شفاهي ښځېنه ادبیات ددی پلوه ځکه بډای دي چې  شاعره یې په ټولنه کې د مشخص تن په توګه حضور نه لری  پټه  او د پردي ترشاولاړه ده . بل ټکې چې په دي برخه کې دیادونې وړ دي هغه دا چې که دیوه پلوه په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې د ګوتو په شمیر شاعرانې لرو چې د ښځېنه احساس شاعرې  کوي نودبله پلوه د دوی دډلې زیاته برخه یې یوازی په ذهنې انځورونو تکیه کوي ، دعیني واقیعتونو څخه تښتي او دهغه مینې سندرې وایې چې د آره په پښتنې ټولنه کې نشته  دوی زموږ د مېرمنو اوپېغلو هغه دودیزو او د نر واکې ټولنې څخه زیږېدلو ستونزو ته  چې دشمیره وتلي دي  پام نه کوي، دلته به  دبیلګې په ډول د ځوانې شاعرې شفیقه خپلواک دنظم یوه برخه  را، و اخلواو، وبه ګورو  چې د ښځېنه احساساتو کوم لورې یې پکښې انځور کړی :

زه له هغو ښځو نه یم چې وزرې یې

 دیوال پورې تړلې

 او بې رنګه اننګو ته

 له مینه سرخي غواړي

 چې یې زړه ‌‌‌‌‌‌ډک شي

 د بل په ولي سر ږدي

 د هغوی غوندې هم نه یم

 چې یوازې انځورونو کې موسکۍ وي

 او د دنګو بوټو نوغږ یې

 د وحشیانو ویده شوی احساس ویښ کړي

 یا د خپل نوم اخیستو ته

 ژوندی زړه له حرصه مړ کړي

 زه په ځان کې یم راټوله

 زه د بام په سر د ستورو مخته ناڅم

 زه مې هر سهار د فکر زړي پالم

 زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم یوه ورځ به

 چې په ښار کې قدم اخلم

وچې پاڼې به شنې کیږي

 او په لپو کې به څو رنګه تازه ګلان غوړېږي

 شفیقه په دي نظم کې د یوی داسي ښځې انځور زموږ مخ ته ږدي چې پخپل ځان کې پوره ده . هغه ښځو ته دا پیغام ورکوي چې تاسو یوازی د مقابل لورې د جنسې غوښتنو دپاره دي نړۍ ته نه یاست راغلې تاسو دهغوې په شــــــان انسانانې اودهغوې پرته هم د پوره انسان ځانګړنې لرې اودیوه پوره انسان په ډول کړنې ترسره کولای شي . زما په نظر ددغه نظم مینځپانګه زموږ داوسنیو ښځېنه شعرونو دروایتي مینځپانګې څخه یو څه بیله ده دلتــــه  ښځـــه هغه معشوقه نه ده چې دبنګړو شرنګ یې د عاشق احساسات پاروي او یا دهغه څخه سرخې غواړي چې د نظره یې ښکلي ښکاره شي دلته ښځه دیوه مکمل انسان په څیر دنوروکړونو صلاحیت هم لري دنظم په نورو اړخونو یې زه نه ږغیږم خو دمینځپانګې د پلوه نوښت لری.

دبرتانوی  اویا اروپایې شاعرانواوسنۍ شاعرې میځپانګه یا محتواپه نوښت ولاړه ده زما د لږوډیري لوستني په بنسټ ددوی په شاعرې کې طبعۍ ښکلا د مصنوعې ښکلا سره په امتزاج کې ډیره لیدل کیږي دهغوې په شعرونو کې تغزل (د ښځو سره خبرې کول) زموږ د شاعرۍ په کچه نشته ، ددوي په شعرونو کې په ښځو پوري اړونده  ستونزې هــم نه بیانیږي ځکه اروپایې اویا یا برتانوۍ ښځې دودیزې ستونزې نه لرې،  ددي هیواد شاعر ته شین آسمان  اولمـــرینه ورځ دحادثي څخه کمه نه ده، هغه حادثه چې دوی ته دشعر زیږولو ځـــواک ورکوي، دوی حقیقت خووښـــونکي دي دخیال ټاپوګانو ته هغه وخت سفر کوي چې حقیقت باندی سینګارکړی دبرتانیې مشهور شاعر اولیکوال ( اندرومـوش –  Andrew Motion) چې د ۱۹۹۹- –۲۰۰۹ زیږدیږکال پورې دبرتانیا ملک الشعـــــــرا یا ( ملي شاعر ) هم وو نوروشاعرانو ته دشعر دمینځپانګي یامحتوا دټاکلو  د پاره داسي مشوره ورکوئ :  دهغه موضوعاتو چې ستاســـو له نظره عادي او معمولې دي درناوی وکړئ ځکه چې همدغه موضوعات په شعرکې معجزې زیږولي شي، هغوته باید پام وشئ چې حقیقت دي اوشتون لري زموږپه وړاندي چې کوم څه پیښېږي ډیر یې خارق العاده، جالب ، بی ســارې اوحیرانوونکي وی، ښه ورته ځیر شئ او په هغه کې هغه ځلیدونکې اړخ چې نه دي پیژندل شوي رابرسیره او دهغه دغوره کولو څخه خوند واخلئ، موږ باید نور دعادي موضوعاتو څخه ځان لیری اوپردی نه کړو ، یوازی شــعر دي چې کولای شي هغوي ته پیژندنه ورکړې اوتفسیر یې کړی، داندروموشن  دیوي اوږدي منظومي پیل دا سی دي :

هلته په یوازنې لمرین انګړ کې، مور دروازه پرانیستل اووي ویل
څومره وختي د خوبه را ویښ شوی یې

دخدای په امانې په وخت کې یې
ددوړو پاکولو ژړ رنګه دسمال په هواکې ورپاوه

داسي را ته وبریښېده لکه داوریځوټوټې چې مځکې ته را کوزیږي

کور ددروازې دتړولو د ږغ سره مې  دکوڅي بر لورته  قدمونه چابک کړل

اوبیا په شنو پټیو کې پټ شوم
(۴)

دبرتانیې مشهوره شاعره او لیکواله (کارول آن دا في ـ Carol Ann Duffy) د هغه هیواد په تاریخ کې لومړنـــۍ شاعره ده  چې د برتانیې د ملک الشعرا  ددریځ دپاره غوره شوی هغه د اندرو موشن وروسته د ۲۰۰۹ زیږدیږکال څخه د ۲۰۱۹ زیږدیږ کال ترلومړې لسېزې پوري  په دغه دریځ وه دکارول یو لنډ کی ازاد شعر دا سي دي :

چې زه هیڅ نه یم، نوته څوک یې ؟

ته هم هیڅ نه یې

موږ دواړه یوه جوړه یو

پوهیږئ چې هغوي موږ نه منئ

څومره ددریغ ځای دي

څه ډول انسان دخاص څخه معمولې شي

چې ، ټوله ورځ د چونګښې په شان

دویالي لوشو ته دا تکراروي

چې ، زما نمانځنه وکړه .
(۵)

لمنلیک:

۱-دښځو تاریخ ته یوه کتنه ، محمد علم بڅرکې، ۸۸ مخ

۲-طلا درمس ، رضابراهني ، ۴-۵ مخونه

۳ـ ادبي څیړنې ، استاد روهې ، ۳۶۰ مخ

۴-بی بی سې نړیواله راډیو، ویبسایټ ، ۱۶-۱۰-۲۰۱۴ زیږدیږکال

۵-بی بی سې نړیواله راډیو، ویبسایټ ،۲۵-۵ – ۲۰۰۸ زیږدیږکال

۶-زما خپل ، یادښتونه

یادونه:

دامقاله مې دوه کاله وړاندې دکوټي پښتو اکاډمۍ دیوه سیمینار د پاره لیکلې وه خو د ځینو ستونزو له کبله مې ونه کړای شوه په سیمینار کي ګډون وکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب