شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې وړاندوینه شوې

په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې وړاندوینه شوې

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) ‏د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۳۲ ولايتونو کې د باران او واورې د وریدو وړاندوینه کړې ده.

د دغې ادارې د وړاندوينې له مخې، د واورې وریدو تر څنګ د بارانونو د شدت وړاندوینه هم شوې ده.

سرچينې ويلي، چې د دغو ورښتونو له امله په یو شمېر سیمو کې د سختو سېلابونو د راوتو احتمال هم شته.

تمه کيږي، چې دغه ورښتونه به د جدي له ديارلسمې څخه تر څوارلسمې( سبا نه بل سبا پورې) ويريږي.

کابل، هرات، فراه، نيمروز،‌ هلمند، کندهار، بادغيس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، ارزګان، دايکندي، بامیان، سمنګان او زابل ولايتونه هغه ولایتونه دي، چې د ډېرو ورښتونو وړاندوينه پکې شوې ده.

اټکل شوی، چې په يو شمېر دغو ولايتونو کې به د واورې د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر۵۰ سانتي مترو پورې وي.

طالبانو څه موده مخکې وویل، چې کابينې یې د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا برادر په مشرۍ یو کمیسیون ټاکلی، څو طبيعي پېښو ته رسيده ګي وکړي.

دوی نه دي ويلي، چې د دغو پېښو د مقابلې لپاره څه تدابير لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب