جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهنعيم وردګ: پښتانه خپله لوڼې مکتب ته نه پریږدي، موږ خو یې...

نعيم وردګ: پښتانه خپله لوڼې مکتب ته نه پریږدي، موږ خو یې په زوره نه شو لیږلی

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) ‏د‌‌ طالبانو د سیاسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ په پښتنو سيمو کې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګيو کې د ښځینه وو د زده کړو د بنديدو ملامتي د دوی پر کورنيو واچوله.

نوموړي په يوه ويډيويي بحث کې وويل، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.

د هغه په خبره، په يو شمېر شمالي او نورو ولايتونو کې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګيو کې نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړل شوې ده.

ډاکټر نعيم روښانه نه کړه، چې په کومو پښتنو ولایتونو کې خلکو د ښځينه وو د زده کړو ممانعت کړی دی.

هغه وويل، دوی خو په زوره نجونې ښوونځيو ته نه شي استولی.

ډاکټر نعيم په دې ډول د پاکستان د صدراعظم عمران خان د هغو څرګندونو تاييد وکړ، چې ويلي: د‌ ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه د نجونو له زده کړو سره کولتوري حساسيت لري.

د عمران خان دا څرګندونې په افغانستان او پښتونخوا کې د خلکو او سیاستوالو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې، خو د طالبانو د امارت وياند ذبيح الله مجاهد په یوه مرکه کې د عمران خان د خبرو ملاتړ وکړ.

هغه د کومې مشخصې بېلګې له وړاندې کولو پرته وويل ژ چې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې خلکو د نجونو د ښوونځيو د جوړېدو مخالفت کړی دی.

د طالب وياندويانو لخوا د ښځينه زده کړو په ممانعت د خلکو تورنول په داسې مهال دي، چې په ګڼو ولایتونو کې خلک د طالبانو له لوري د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستل کيدو غوښتنې کوي.

14 COMMENTS

  1. د طالب ویاندویان چې وروستي کلونه یی ټول په لاهور اسلام اباد او کراچۍ کې د پاکستان د آی ایس آی په لمنې کې تیر کړی او اوس نشي کولې د خپل بادار پر ضد څه ووائي، که عمران خان هرڅه هلته ویلي وای ، دوي هغه تائیدوه.
    عمران خان ،اسلام آباد کې د ۵۷ اسلامی هیوادونو ته د طالبانو په استازیتوب خبری کول، اوس ټولو ته څرګنده ده چې عمران خان او قریشی په نړیوالو غونډو کې دطالبانو استازیتوب کوي.
    طالبان دننه هیواد کې تر اوسه د نجونو د تعلیم او د میرمنو د کار محدودیتونه او ستونزی ټول اسلامی شریعت پوری تړل چې ګواکې د اسلامي مقررات دا اجازه نه ورکوي چې نجونې ښوونځي ته لاړ ښي او میرمنی کار وکړي دا دی د عمران خان له خبرو وروسته لمړی ځل دې چی د اسلامي امارت دواړه ویاندویان د عمران خان خبری تکراروي ، څو اونۍ مخکی د ۵۷ اسلامی هیوادونو په غونډی کې د طالبانو قیم عمران خان غونډی ته د اسلامی موضوعاتو پر ځای فرهنګي موضوعات رامنځ ته کړ، ځکه که هلته دوی داسی استدلال کړی وای چې اسلامی شریعت نجونو ته د زده کړی او میرمنو ته د کار اجازه نه ورکوي نو د ۵۷ اسلامی هیوادو استازی به په زغرده د دوی دې خبری مقابل کې عکس العمل ښکاره کوه ځکه هغوی ټول مسلمان دي او هر یو یی د طالبانو او عمران خان چې خپل کلمه نشي ویلی هغوي ټول په اسلامي فقه او شریعت کې معلومات لري نو همدا وجه و چې غونډی کې عمران خان فرهنګې ستونزی رامنځ ته کړ او متقی صیب په غونډی کې د یوسف او زلیخا داستان پیل کړی و چې یو شمیر استازي مجبور شول د غونډی له تالاره ووځي.که د اسلام په نوم د دوي دا د خپل د ګیډی محدودیتونه واقعأ اسلامي وي ولی اسلامی کنفرانس کې له نورو ۵۷ اسلامی هیوادو له استازو سره یی مطرح نکړ هلته یې ولې فرهنګې ستونزی مطرح کړ حقیقت دا دی چې دا ټول طالباني مقرررات د اسلام د مبین دین سره هیڅ تړاو نلري او دوي د آی ایس آی په امر فقط غواړي په مختلفو پلمو زموږ هیواد د منځني پیړي د وخت په څیر یو وروسته پاتی هیواد وساتي .

  2. ښاغلي ورګه که همداشانته وي لکه ته چي وايي نو علم خو په ښځه او نر باندي فرض ده نو تاسي ولي دا فرض په ښخو نرانو دواړو نه عملي کوي. تاسي او عمراخان ښه په د پوه دي چي څومره يو اولس نالوستي او بي علمه وي لکه د ميږو رمه چي هري خواته بيايي دوري به ځي دا کار خو انګريزانو له پخوا د تاسو ملايانو ، سيدانو، حضرتانو، خوجګانو، حاراميانو، او طالبانو په همکاري په افغان اولس تاداو کيښود ، داده اوسه اساحي په شان کار تري اخلي.
    ايادا ستاسو د کابل په کو څو تالبان په تالبان له اسلامه سره بلد دي ليکل او لوستل کولاي پنځه بينا چه کليمه،لمونځ، روزه او زکات ده زده دي ؟
    دا څنګه کيداي شي چي په پښتون ميشو سيمو کي مکتبونه د ښځو او نرانو لپاره نشته او د پنجاب په هر ګوټ کي شته ځکه که په پښتون ميشته سيموکي مکتب جوړ شي بيا پاکستان ړنګيږي عين شي اوس په تاسي فاسدان هم په افغانستان هم کي کاروي

  3. وردکه: فرض وکړه زه یو ډاکټر یم. ستا خور چی مریضه شوه بالخصوص چی نسایی تکلیف یی لرلو بیا یی ماته راوله چی اول یی پښی ورجګی کړم بیا یی پرتوګ وباسم اومعاینه یی کړم تا ښه ده او یا که ستاسو خویندی او میندی یوه ښځینه ډاکټره معاینه کړی؟ ستا ښځه غی د تا پښتون. ستا دا صورت او څیره د انسان نده. هغوی چی په لویو ښارونو کی غواړی تحصیل وکړی چیری مو ورته زمینه مساعده کړی ستا خور غی.

  4. د لونګ صیب خبرې که لږ په پرده کې وای ښې به وای خبرې یې ښې دي خو ډيرې پې پردې دي

  5. پښتنو ! شرم ده درته !! تر دی مرګ درته ښه ده. سره له دی چی دا دیرش کاله یی ښه ووژلئ خو بیا هم تردی نور مرګ هم درته په کارده. کلونه کلونه یې پیغور درکاو چې پښتون نیم قران منلی نیم نه، بیا یی د اوغان غ… نوم درکړ بیا یی د اسرایلو د یوی ورکی شوی قبیلی افتخار در کړ چی د خراسان غرو ته را ټښتیدلی او کو چیان شوی وو. هزاره ورڼو به ویل اوس د غنی کوچی قبیلوی په مشری حکومت کوی، بیا د پنچشیر ځوانانو چی تاسی ورته لنډغر ویل پیغور درکړ چی موږ به هرڅه یو خو تعلیم کوو او نجونی او هلکان مو پوهنتونو ته روان دی. وګوری زموږ هزاره باتور قوم په کلیو کی انچنیر، ډاکتر، معلم او هرڅه لری ، ازبک باتور قوم سیاست اواقتصاد کی وګټله تاجک ته همدا اوس دنیا ته درناوی لری، نو ځکه همدا اوس په قحطی کی هم تر تاسی ښه دی دا دی اوس برالا درته وایی چی پښتون دومره غول شو چی مکتب نه غواړی نو امارت او عمران څه ملامت دی؟ دا پیغور به چیرته وړی وای که نه وایم له غمه یی وایم. ع. قانع څو کاله مخکی ویلی و؛
    هی پښتونه زړه دی راکی شین که. زه وایم پښتونه زړه دی را کی وچاود ته لا نه هوښیاریږی شرم ده ډیر شرم ده …څه ووایم

  6. وردگ صاحب!لطفا کلامت را پس بگیر، این تهمت را در عصر حاضر  به هیچ قوم از افغانها چسپانده نمی توانید و بالخصوص وردگ.این بیان با معیار اسلام و افغان برابر نبوده،کاملا بیگانه و تعفن جهالت و وحشت از آن بالا میشود و مقدمه اراذل استخباراتی (دشمن در لباس دوست) پنجاب به نظر می آید برای فروختن شما کما فی السابق و آغاز جنگ دیگر چطور شد که درین جا از زور و جبر متنفر شدید در حالیکه اکثریت تان به زور مفتخر و می نازید و زدن ، کشتن و شاخ شوراندن در برابر ملت مؤمن و مظلوم را جهاد و قهرمانی می پندارید در حالیکه قرآنکریم در آیات متعدد میفرماید:أدع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتی هی احسن…..فبمارحمة من الله لنت لهم و لوکنت فظا غلیظ القلب لانفضوا من حولک …..و قولوا للناس حسنا و اقیموا الصلوة تفسیر آیات متذکره را در تفاسیر معتبر علمای امت جستجو کنیدومسئله تعلیم جز اهم امر به معروف است ،دعوت با آدمیت و خلق محمدی(ص) ضامن سعادت دارین است و در خاتمه:فسئلوا اهل الذکر إن کنتم لا تعلمون

  7. د خچنی ږیری غلامه وردګیه ، تاسی منافق او دروغجن تربیه شوی یاستۍ د تاسو له خوا مسلسل قدیانی ایاتونه او حدیثونه خلکو ته د طوطیانو په شان په جګو اوازو ویل کیږی اما په واقعیت کښی تاسی قدیانان د حقیقی اسلام دوښمنان یاستۍ او د ملت دوښمنی تاسی هم د۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پوری او بیا وروسته او ننی وخت کښی د تاسو غیری انسانی او غیری اسلامی اعمالو په واسطه روښانه څرګند کړیدی حتی تاسی د غلامو کمونستانو څخه هم بدتره غلامان یاستۍ بالخصوص د پنجابی پاکستان !!!! پنجابی پاکستان او د پنجابی پاکستان باداران نه غواړی چی افغان غیرتی ملت د مستقلی ازادی خاوند وی اوددی لپاره ئی تاسی غلامان خیټور مخ ته کړی یاستۍ چی افغان ملت بی سواده پاتی شی او میرمنو ته خو د تاسو قدانیانو له خوا هیڅ د انسانیت په سترګه نه ګورۍ تاسی لعنتیان د پنجابی پاکستان له خوا ایجاد شوو تنظیمونو په شان د ملت دوښمنان یاستۍ ، اجنبیان د پنجابی پاکستان په وسیله دا مضر تربیه شوی ګروپونه د افغان ملت ځپلو لپاره په نوبت سره په افغانستان کښی روی کاروی ، ای بدبختو د تاسو تباهی وخت راتلوونکۍ دی او ملی ځوانانی او ځوانان د ملت د بیدارتیا لپاره لګیا دی چی د تاسو درواغو قدیانی اسلامیت افغان ملت ته روښانه کړی او تاسی او دتاسو پنجابی پاکستان غیری اسلامی او غیری افغانی توطیی دائیم لپاره شنډی شی او افغان ملت خپل استقلال او ازادی خپله تر لاسه کړی !!!!
    وردګیه تاسی په هیڅ صورت سره نه پښتانه یاستۍ او نه افغانان تاسی چټل پنجابی پاکستانیان یاستۍ او د اجنبیانو له خوا کابل کښی ددوهم ځل لپاره په ډرامائي شکل سره روی کار شوی یاستۍ د تاسو جاهله حکمرانی به ډیر دوام ونکړی !!!!!!!

  8. مونږ به هغه وخت د جهالت نه ووځو چې علم او سواد مو سترګې روښانه کړي. که غواړو چې هیواد مو پرمختګ وکړي باید په نر او ښځه تر دولسمه تعلیم جبري شي.
    وردګ چې کومې بګتۍ وایي سر پرې مه خوږوئ.

  9. سلام
    عقل او منطق،عرف اوعادات،مذهب او عقیده، معاصر وخت اوضرورت څه ته وایی،چوشمع از پی علم باید ګداخت که بیعلم نتوان خدارا شناخت.
    دقضیې حساسیت او تولنیزه برداشت څه وایی : ټولنیزه اداب،اخلاقی معاشرت، فرهنګی نزاکت کورنی او کلتوری اړیکی ،او په ټوله کې د تعلیم او تربیې اهمیت دی نه شخصی اوملاکی برخورد.
    ښوونه اوروزنه په یوه تولنه کې دشا دهډوکو حیثیت لری دایو حقیقت دی که څوک یې نه منی داګز او میدان وېره نشته احسن الخالقین موږ ته اجازه راکوی چې په نرمه فضا کې محاسبه سره وکړو.
    وردګصاحب باید شاته هم دڅلورو لسیزو ناوړین ، بربریت، ظلم، تیری، او بدمرغۍ چې دښوونې اوروزنې برخه کې رامنځ ته شوی په دقیقه توګه وګوری چې زموږ اسلامی جهان بینی په دې برخه کې دپوهې پر معیار څه ډول ګام اوچت کړی نه تحمیل او بندیز.
    په تاریخی لحاظ ددې مظلوم او شهید ولس دتعلیم برخه دومره ټپی شوې چې څولسیزو کې د بیارغونې علاج نه لری هغه هم په تریلیون مرستو کې.

  10. احساسات ناکامي ته ځي ، صبر او سړه سینه موفقیت ته !
    دوردګ صیب خبرې په پښتني او افغاني کلچر کې حقیقت لري او سترګي پرې پټول ، جهالت ته ادامه او دانه ورکول دي ، ،خو د غروال اسلام فوبي او طالب فوبي د جهالت څېرې دي د غروال انډيوالا نو خو یو لوی بشري خیایت وکه : غلا ، رشوت او بیناموسي یې ورځنی شعا ر او دافغاني کلتور یوه برخه وګرزول او اخر یې هم د خپل خرڅ کړي ناموس دالر له ځان سره غلا کړل !
    مونږ د پښتنو په منطقه کې ښوونځی جوړ کړی دی کله چې نجوني شپږم ټولګي ته ورسیږی او ۶ ټولګی خلاص کړي نو جاهلان پښتانه پلارونه یې نورې ښوونځي ته نه پریږدي او له وخته یې ورته سنجولي وي چې ولور یې څودی چې خپل جیب پرې ډکیږي او که نه !
    که وردګ صیب او اسلامي امارت خدای (ج)، رسول (ص) او انسانان خوشالوي نو باید داسې ماده په اساسي قانون کې ذکر کړي :
    ** د هلک اونجلۍ دزېږېدو کال یانې نيټه په ولایت او وزارت داخله کې سبت شي او نه سبتېدل یې د پلاراو موراو دکلي دملک لپاره ددرانه مجازات سبب کیږي او په لوی جرم تمامیږي .
    *** تر لسم ټولګي پورې ښونځي ته تلل او زدکړه په نر او ښځه فرض ده ، دغفلت یا انکار اویا نه عملي کولو په صورت کې ، چې د کوچنینان دښوونځي مخه نیسي تر جرمه او قیده پورې جزا لري اوهم به کوچنیان ترې اخیستل کیږي او دولتي لیلو او د ساتلو ځایونو ته به استول کیږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب