پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسعيد خوستی: ۱۴۲ پوليس «له شرعي او مسلکي زده کړو» فارغ شول

سعيد خوستی: ۱۴۲ پوليس «له شرعي او مسلکي زده کړو» فارغ شول

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) ‏د‌‌‏ طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري يوسف سعيد خوستي ویلي، چې د کابل له ښوونیز مرکز څخه ۱۴۲ تنه پولیس« له شرعي او مسلکي زده کړو» فارغ شول.

د هغه په وينا، یادو کسانو د یوې میاشتې په لړ کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو او همدارنګه د تورنو د څارنې او نیونې زده کړې ترلاسه کړې دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په يوه ټویټ کې د طالبانو پوليسو ته « د کورنيو چارو وزارت مجاهدین» ويل شوي.

معلومه نه ده، چې دغو روزل شويو طالبانو ته چا د شرعي زده کړو تر څنګ مسلکي زده کړې ورکړي.

د‌ طالبانو د کورنيو چارو وزارت د حقاني شبکې له مشر سراج الدين حقاني سره دی.

هغه د طالبانو په لیکو کې د تر ټولو سخت دریځې ډلې مشر ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. یو میاشت کی فارغ شول؟ سم د چرګو فارم دی. یوه لار شته چی ددوی خلاف تاریخ جوړ شی چی ټول ملی قیام وکړی. دوی افغان فرهنګ ختموی او افغانان بی عزته کوی. الله ددوی بی عزته کړی څوک چی افغانان بی غزته کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...