شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا يونس اخندزاده: د ۳۵۷ ميليونه افغانيو د پروژو له پیل سره...

ملا يونس اخندزاده: د ۳۵۷ ميليونه افغانيو د پروژو له پیل سره ۳ سوه زره تنو ته کاري فرصت برابروو

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) د طالبانو د کليو او پراختيا وزارت سرپرست ‏‏ملا محمد یونس آخند زاده وايي، چې د ۳ سوه زره کسانو د کاري فرصت د برابرولو پروژې پیلیږي.

باختر اژانس د هغه په حواله لیکلي، چې نن یې د ۲۷ ولایتونو له انکشافي شورا ګانو سره د ۳۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۸ پروژو تړون لاسليک کړی.

سرچينې د دغو پروژو د جزییاتو په اړه څه نه دي ويلي او نه یې په دې اړه د کومو مراسمو عکس يا ویډیو خپره کړې ده.

طالب چارواکو د دغو پروژو د تمويل د سرچينو يادونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي د جمهوري نظام چارواکي د دولتي بوديجې او بانکونو په چور تالان تورنوي.

دوی د نوي مالي کال لپاره د خپلې بوديجې د طرحې د جوړولو خبر ورکړی، خو تر اوسه یې د خپلې کابینې له خوا د بودیجې د تصويب خبر نه دی ورکړی.

معلومه نه ده، چې طالبانو د ادعا شويو پیل شویو دغو نویو پروژو پيسې له کومه کړي او آیا دا خبر واقعيت لري او کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب