شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبمباحات! پوهاند دوکتور محمد اسماعيل يون

مباحات! پوهاند دوکتور محمد اسماعيل يون

خدایه ستا څومره بېشانه معجزات دي

له ذرې دې پنځولي کاینات دي

په ذره کې دې خوندي د ذرې ژوند دی

له ذرې دې پیدا کړي نور ذرات دي

علم ستا د صفتونو یو صفت دی

خو ملا وايي علمونه مباحات دي

د جاهل حاکم په ظلم مې چې سېزې

مجازاتو کې نو دا سخت مجازات دي

د څارویو ټول خویونه یې خپل کړي

ځینې خلک دوه پښیزه حیوانات دي

هم د کفر په تور ، تور غریب ولس دی

هم ولس څخه په طمع د زکات دي

د خدای نوم باندې زموږه مرۍ رېبي

نه پوهېږو چې دا څوک دي دکوم ذات دي

له دنیا سره ډغرې دي ټکرې

خو دنیا څخه په هیله د خیرات دي

چې لنډفکره دې زموږه رهبران کړل

خدایه دا دې مجازات که مکافات دي؟

چې له شره یې د خدای مخلوق په تنګ دی

دوی نو بیا څنګه اشرف المخلوقات دي؟

زه یې مړی ژاړم دوی راپورې خاندي

یونه دغه دې خپل قوم کې امتیازات دي.

۶/۷/۱۴۰۱

کابل

3 COMMENTS

  1. ښاغلی يون،
    واوحينا الی نوح
    واوحينا الی ابراهيم واسماعيل
    واوحينا الی ام موسی
    واوحينا الی موسی
    او داسې نور
    سورة يوسف ۳۶ او ۳۷ اياتونه
    نبأنا بتأويله
    ذلکما مما علمني
    او له دې سره سره د ادم عليه السلام او د حواء بي بي په کيسه کې څښتن تعالی خپله وايی چې :
    وعلم ادم الاسماء
    ابئهم بأسمائهم
    لومړی الله تعالی وروښوول او بيا يې ده ته وويل چې ته يې اوس پرېښتو ته وروښيه.
    همدارنګه ولقد اتينا داود وسليمان علما
    او همدارنګه قرآن ورته ولقد آتينا داوود منا فضلا کارولی دی او فضل په نهو ماناو راغلی دی چې :
    نبوت، زبور، علم، قوة، د خلکو او د غرونو تسخير، توبه، پر انصاف/عدالت باندې امر، د اوسپنې نرموالی او د اواز ښکلا، نو که علم مباح وای، نو الله تعالی به دومره ټينګار پرې کولی؟
    اګر چې الله تعالی په يو بل ايات کې د زده کړې لپاره هڅونه کوي او خلک دېته هڅوي چې ولاړ شي زده کړه وکړي او بيا راشي خپل قوم او خپلې ټولنې ته يې ورزده کړي چې فلو لا نفر من کل فرقة منهم … [التوبة : ۱۲۲]
    دا ناپوه طبقه ده او په دې نه ارزېدل چې تاسې و ځلاند د نظرمحمد مطمئن په خولې هلته دوحې ته ورغلئ. تا ته پته چې پر طالب ومجاهد د دې لپاره پانګونه شوې وه چې څنګه افغانستان کمزوری او د تل لپاره يې له خپلو سيالو ګاونډيو شا ته او ناخوالو سره مخ کړي لکه چې دا مخ شو.

    https://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب