پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهايران: افغانستان نه باید د داعش او القاعدې په پټنځای بدل شي

ايران: افغانستان نه باید د داعش او القاعدې په پټنځای بدل شي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ په ملګرو ملتونو کې د ايران استازې زهرا ارشادي د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی،چې افغانستان نه باید د داعش او القاعدې ډلو پر خوندي پټنځايونو بدل شي.

نوموړې وويل، چې د ترهګرو ډلو بیرته را پیدا کیدل د سیمې او نړۍ هېوادونو ته لوی ګواښ دی.

د ایران استازې په کابل کې د طالبانو له حاکمې ادارې وغوښتل،چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

هغې له طالبانو څخه د نړيوالو پر وړاندې د کړو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه وکړه او له نړيوالو ېې وغوښتل،چې افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې واستوي، څو د اقتصادي او بشري ناورين شدت ورسره کم شي.

د ایران د استازې مشخصه غوښتنه له طالبانو څخه د ټول ګډونه حکومت جوړول او د ښځو د حقونو تامينول.

د‌ ايران استازې وويل،چې هېواد ېې ميليونونه افغان کډوالو ته پناه ورکړې او نور هېوادونه ېې هم باید ورکړي.

2 COMMENTS

  1. رشتیا، د ایران د دولت د پورته غوښتنی په هکله می بله خبره ذهن ته راغله؛
    زه بېله فوټبال او ځینی وختونه د لمر د پروګرام د ” تودې خبری ” د نندارې څخه پرته تلویزیون ته نه ګورم ، د غربی تلویزیونو څخه خو اصلاً کرکه لرم امّا د ایران د هیواد د څو تېرو ورځو د اجتماعی کړکیچ صحنې می د یوټیوب له لیاری ولیدلې ، داسی ښکاری چی اکثره غربی دولتونه او د هغوی بې انصافه فکری مزدوران په بد منجلاب کی را ګیر دی.
    غربی استعمارګران او د یوې ښځی ( مثلاً سهلا امینی ) مرګ یا وژنه او دومره د خواخوږۍ! اوښکی؟
    شرَم مَرم کډه کړېده.
    د افغانستان ۳۰ میلونه وګړی د لوږی او رنځونو له امله د مرګ پر باډر پراته دی خو یهود او امریکائی او انګریز او مسیحی او د سعودی وهابی خبیثان د نورو شیطانی انګیزو پر بنسټ د ایران وولس د خپل حکومت په وړاندی پاڅون ته هڅوی. داسی ښکاری چی اکثره اروپائیان او امریکائیان د ” شانګهای ” د غړو هیوادونو د غښتلتیا څخه سخته بېره لری او داسی ښکاری چی د ” غرب ” دوه سوه کلن مطلق استعماری تسلط مخ پر کمزورتیا دئ.
    په هره توګه، داعش او نوری تروریسټی ډلی د غرب خصوصاً امریکې لخوا تمویلیږی څو د ” شرق ” کمربند سُست کاندی خو دا ځل به ئې د بریالیتوب چانس ډیر لږ وی ځکه خپله د امریکې او غرب اقتصادی او اجتماعی خښتګ څیری او د سترو ستونزو سره مخامخ دی.

  2. موږ ته خو هېچا ګټه ونه کړه.
    نه مو په شرقيانو کې ګټه وکړه. روسان راغلل څه يې وکړل؟
    په غربيانو کې مو هم ګټه ونه کړه. هغوی راغلل څه يې وکړل؟
    د ترورېزم ريښو ته يې نه کتل، خو په افغانستان کې په لټون پسې شل کاله تېر کړل او آخر يې هم د هماغه چا په خبره تېر حکومت وران او ننني واکمنان واک ته ورسول.
    د اواره ګې له پيره تر دې دمه راباندې دې خپلو مسلمانو ګاونډيو هم صرفه نه ده کړه. چا را کې اووه او چا را کې اته ډلې جوړې کړې. پخپلو کې يې وجنګولو. بيا د همدې غربيانو سره له هر چا مخکې همدوی دواړه ودرېدل. چا ورته خپل درېواړه حريمونه په واک کې ورکړل او چا بيا ورته ټول کودونه ورکړل او د هغه تېر ځل د امارت د جبهې لومړۍ ليکې يې د هماغه کودونو په مرسته ماتې کړې.
    چا يو څه وويل او چا بل څه.
    مشرف خو تر دې وويل چې زموږ له خاورې ۴۵۰۰۰ هوايي حملې وشوې، خو همدا د اوسنۍ واکمنۍ واکمنان بيا د مشرف په وخت کې سره راټول او د پخواني ولسمشر په وړاندې نيابتي جګړې ته منظم شول چې بيا د عمران خان په وخت کې ورپسې جمهوريت هم ړنګ او نن عمرانخان هم خپلې د خپګان شپې او ورځې سبا کوي. دا د الله تعالی نظام دی چليږي، خو ټوله سيمه له يو سخت هر اړخيزو جنجالونو سره لاس وګرېوان ده.
    اوښ ته چا وويل چې کوتل ښه دی او که ځوړ؟
    هغه ورته وويل چې درېواړه دې ورک شي.
    ويل يې درېيم يې څه شی دی؟
    ويل يې ((چيکړې)).
    پرموږ خو درېواړه ښه رانغلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب