یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ د دوحې تړون د ناکامۍ پړه پر کوټې شورا واچوله

ټام ويسټ د دوحې تړون د ناکامۍ پړه پر کوټې شورا واچوله

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ په تازه څرګندونو کې د طالبانو پر کوټې شورا نیوکې کړي او د دوحې د سولې تړون د ناکامیدو عامل یې ګڼلې ده.

نوموړي ويلي،چې د طالبانو او امریکا د سولې دغه تړون خپله هم ځینې ستونزې لرلې،چې د سولې هڅو د ناکامۍ سبب شوې.

ټام ويسټ زياتوي،چې د پرزول شوي جمهوري نظام د سولې په مرکچيانو کې هم داسې خلک وو،چې واقعیتونه ېې نه درک کول او سولې ته ېې داسې شرايط مخکې کول، چې طالبانو ته د منلو وړ نه وو.

له دې سره، هغه زياتوي چې د طالبانو د کوټې شورا په زوره د افغانستان د نیولو پریکړه وکړه او عملي ېې هم کړه.

د طالبانو د کوټې شورا تشکیلات ډېر نه دي معلوم،‌ خو د دوی د رهبرۍ يوه لويه برخه، په ځانګړي ډول د لوی کندهار د طالبانو ډېری مشران او له هغې ډلې خپله ملا هبت الله اخندزاده په دغه شورا کې راټول وو.

په وروستيو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو د زیاتیدو خبرونه هم رسنیز شوي.

ویل کیږي،چې د‌ ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر غړي او پلویان یې او د سراج الدين حقاني په مشرۍ د لوی پکتیا د طالبانو ډله د طالبانو په دريځونو کې نرمښت او اصلاح غواړي، خو د طالبانو د کوټې شورا او پلویان یې د توند لارۍ د شدت لپاره ګامونه اخلي،چې د‌ طالبانو د منزوي کیدو سبب شوي دي.

طالبانو د ټام ويسټ وروستيو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب