Homeخبرونهمنظور پښتین: کراچۍ کې يو شمېر بندي افغانان مو له بنده خوشې...

منظور پښتین: کراچۍ کې يو شمېر بندي افغانان مو له بنده خوشې کړل

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پشتین وايي،چې د دغه غورځنګ د وکیلې منیزه کاکړ په هڅو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوي يو شمېر افغان بنديان د محکمې په پریکړه له زندانه خوشې شول.

ښاغلی پښتين زياتوي،چې په خوشې شویو افغان بندیانو کې د مېرمنو ترڅنګ نارينه هم شامل دي.

نوموړي د خوشې شویو افغان بندیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

پاکستان، ايران، تاجيکستان او ترکیې په وروستيو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زيات کړی.

د بښنې نړېوال سازمان څه موده مخکې پر دغو هېوادونو اعتراض وکړ او غوښتنه ېې وکړه،چې خپل دغه چلند بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...