دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد‌ ژورناليستانو بنسټونو فدراسيون خپلې درې اساسي غوښتنې اعلان کړې

د‌ ژورناليستانو بنسټونو فدراسيون خپلې درې اساسي غوښتنې اعلان کړې

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون نن د یوې خبري غونډې له لارې د سپټمبر ۲۸مه یا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ونمانځله.

فدراسیون په دې خبري ناسته کې د هېواد په کچه له ۵۰۰ د ډېرو هغو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو او د خبریالانو د ۱۳ ملاتړو بنسټونو لاسلیک شوی اعتراض‌لیک هم له رسنیو سره شریک کړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه یې فدراسیون ته لېږلی و.

خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په دغه اعتراض‌لیک کې له د طالبانو له حاکمې ادارې څخه درې مشخصې غوښتنې کړې وې.

 اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تنفیذ او عملي کېدل، په مرکزي او محلي ادارو کې رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو لپاره د مشخصو مسوولانو ګومارنه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون بیا فعالېدل د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون عمده غوښتنې وې.

ياد شوی فدراسيون وايي، چې دغه اعتراض‌لیک له ۵۰۰ ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو او د خبریالانو ۱۳ ملاتړو بنسټونو د ټولو خبریالانو، رسنیو او رسنیزو بنسټونو په استازولۍ لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، دغه غوښتنې د یوه رسمي مکتوب له لارې د حکومت له مسوولو ادارو سره شریک کړي.

د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې د رسنيو او بيان ازادۍ پر وړاندې د ستونزو د زیاتیدو شکایتونه شوي، خو د طالبانو چارواکي دا شکایتونه نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب