چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+سرې دوړې (لنډه کېسه) اسدالله بلهار

سرې دوړې (لنډه کېسه) اسدالله بلهار

         د ۱۳۴۵ کال د مني وروستۍ شپې ورځي وي. یخنۍ مخ په زیاتیدو وه. تیز باد له خاورو او سرو دوړو سره ټوله سیمه په سر اخیستې وه. د برجورې کلا د یواله په یوه کنج کې څو ځوانانو په ځان څادرونه را تاوو کړې او یوازې یې سترګې معلومیدې. چې کله کله به یې د دوړو د تیزوالي له کبله پټې او بیا به یې رڼې کړې.

باد اوسرو دوړو د لغړو ونو تاندې لښتې یوې او بلې خواته کږولې، د باغچې په منځ کې د سپیدار د زړې ونې په پاس کې یې یو کارګه هم ورسره شیبه په شیبه یوې او بلې خواته کږیده. هغه خپلې منګولې د ښاخ په یوه وچ کوچني مونډه داسې ټینګې را تاوو کړې وي لکه چې پورې تړلې شوې وي.

دوړو د برجورې کلا له منځه یو سور پوړونی هم را په هوا کړ، مخامخ یې د سپیدار ونې په سر تیر کړ، په سیپدار کې ناست کارګه وویریده او منګولې د ښاخ له وچ موڼده نه جلا شوې، ژر یې وزرې پرانیستې او دوړو ورسره په مخه کړ.

باد لا هم کښا کوله. شیبه وروسته د کلا له منځه یو سپین ململي پټکی هم  هوا ته پورته کړ. ډیریې لوړ کړ ترڅو چې له سترګو نیهام شو، هغوئ چې د دیوالونو په خوا کې ولاړ وو دا کښاری یې لا تیز اوریده.

نا څاپه د باغچې د زاړه سپیدار کړچهاری پورته شو او دوړې او باد په دې وتوانیدل چې له بیخه یې را چپه کړې. د ونې درز د د یوال خواته ځوانانو په غوږ کې ازانګې وکړې. یوه یې له دیواله سر ورپورته کړ. بیا یې خپل ملګري ته وویل: – ځه ښه شو سږ کال خو هم د جومات تودولو له پاره ازوغ پیدا شو.
ـ څه! زوړ سپیدار چپه شوی؟
– هو.
ـ ښه شو، چې دا غمه خو هم وخوړله شوه.
یوه بل ځوان وویل: ځئ چې له دې ځایه لاړ شو. څه چا خو مو پښې نه دي تړلي، جومات کې به آرام کینو. له دې خبرې سره ټولو د جومات خواته منډه کړه او ښوی په جومات ور ننوتل، د پښو ښکالو او دربا یې په جومات کې ویده سپین ږیری له خوبه را ویښ کړ. هغه سترګې وموښلي د جومات له وړې کړکۍ یې د باندې وکتل، ورو یې وویل: ـ خدای دې خیر کړې، دا سرې دوړې خو بې څه نه وي. ګومان کوم چیرته به ناحقه خون شوی وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...