دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Homeخبرونهطالبان د پټې خزانې د لیکوال مقبره رغوي

طالبان د پټې خزانې د لیکوال مقبره رغوي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۶مه】په زابل ولایت د طالبانو د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د پټي خزانې لیکوال محمد هوتک له مقبرې څخه د لیدنې پر مهال د دغې مقبرې د رغولو خبر ورکړ.

حماد د محمد هوتک مقبره د زابل له تاریخي ابدو وبلله او زیاته یې کړه چې، دغه ریاست په پام کې لري د محمد هوتک مقبرې ودانۍ او استنادي دېوال ورغوي.

سرچینې همداراز ویلي، د زابل د تاریخي ځایونو او ابدو بیارغونې او ساتنې ته یې ځانګړې پاملرنه ده.

د محمد هوتک مقبره د زابل سیوري ولسوالۍ ممو کلي کې موقعیت لري.

پټه خزانه د هوتکي پاچا شاه حسین هوتک د واکمنۍ په مهال نامتو لیکوال محمد هوتک هغه تذکره ده چې، له ۱۱۴۱ بیا تر ۱۱۴۲ قمري کال لیکل شوې ده.

په دغه کتاب کې د پښتو ژبې د ۵۰ شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه راټول شوي دي.

2 COMMENTS

  1. د پټې خزانې د محتوی د تائید او لا زیاتو معلوماتو لپاره د ښاغلي حبیب الله رفیع دا وینا له ټولو پښتنو افغانانو سره زیاته مرسته کوي او د پښتنو د ژوند او کلتور د لاپیاوړتیا سبب کیږي.
    په دې کتاب کې د ٩٠٠ کالو مخکې د افغانانو تاريخي اسناد خوندى شوي٠
    https://www.facebook.com/watch/?v=642475711473492&rdid=vmJfnhKkE69E8lra

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...