پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنن په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

نن په ختیځ کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۶مه】نن دوشنبه( د کب شپږمه ) په ختیځ زون کې د پولیو يا ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو.

مسوولان وایي دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په يوه ورکشاپ کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې په دې کمپاین به د ختیځ زون یو میلیون او ۳۰۶ زره له ۵ کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې، حج او اوقافو، امربالعمروف، امنیه قومندانۍ او بېلابېلو نورو ادارو مسوولینو بیا ويلي؛ د پولیو واکسین له کارکوونکو سره همکار دي او هڅه به وکړي، چې د پولیو په اړه عامه پوهاوی د دغه ولایت وګړو ته ورسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او نورو نړیوالو روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخې، پولیو په ټوله نړۍ کې نږدې ختم شوی دی، خو لا هم په ځینو برخو کې د امنیتي مشکلاتو، د واکسین رسولو محدودیتونو او ځینې نور عواملو له کبله دا ناروغي دوام لري.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې وګړي یې د پولیو له لاعلاجه ناروغۍ ځورېږي.

د پولیو د ختمولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي او د واکسینونو پراخ توزیع او د عامه پوهاوي زیاتولو له لارې د دې ناروغۍ په وړاندې دوامداره مبارزه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...