Homeخبرونهد کابل پولي تخنیک پوهنتون کې نن د اوبو نړیوال کنفرانس رابلل...

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې نن د اوبو نړیوال کنفرانس رابلل شوی

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۶مه】د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړېوال کنفرانس رابللی دی.

سرچینې وایي چې، دې کنفرانس کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر څنګ کورني او بهرني متخصصین هم ګډون کوي.

ویل کېږي چې، په دې کنفرانس کې د افغانستان اوبیزو سرچینو مدیریت، ارزښت، مهار او د اوبو اړوند نورو موضوعاتو خبرې وشي.

د یادونې ده چې، تر دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړېوال کنفرانس رابلل شوی و، چې د ګڼ شمېر هېوادونو متخصصینو د اقلیمي بدلون حل لارو په اړه په کې خپلې مقالې وړاندې کړې.

افغانستان د اوبو له پلوه غني هېواد دی خو د وخت حاکمو نظامونو د ناپامۍ له امله تر اوسه نه دي مدیریت شوي او نورو ګاونډیو هېوادونو ته بې بها روانې دي.

افغان متخصصین وایي که د افغانستان په داخل کې اوبه مهار او سمه ګټه ترې واخیستل شي نو په داخل کې به د کرنیزې برخې د غني کېدا ترڅنګ د برېښنا تولید دومره زیات شي چې د نورو هېوادونو له احتیاجه به مو خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...