Home+د افغانستان- سوداګري، ترانسپورت او سیمه ییز اتصال کتاب نشر شو

د افغانستان- سوداګري، ترانسپورت او سیمه ییز اتصال کتاب نشر شو

 موږ خوښ یو چې د خپل هېواد یو بل دین مو ادا کړ او د “افغانستان: سوداګري، ترانسپورت او سیمه ییز اتصال” کتاب مو بشپړ او نشر کړ.

دا کتاب د پروفیسور عبدالواسیع حقیقي او زه صیام پسرلي په واسطه لیکل شوی چې د افغانستان د اقتصادي چاپیریال، ستونزې، ستراتیژیک فرصتونه او سیمه ییزې همکاریو په اړه بشپړ تحلیل وړاندې کوي.

د ترانسپورت، سوداګري او سیمه ییز تړونونو څخه نیولی ان تر نړیوال سوداګریز مرکز، د پانګونې فرصتونه، سیمه ایز اتصال، د طالبانو اقتصادي اغیز، کانونو او انرژي پورې بشپړ معلومات وړاندې کوي. په پای کې سپارښتنې دی، چې  د سیمه‌ایزې همکارۍ، ډیجیټل بدلون، د هیواد د اقتصادي راتلونکې جوړولو عملي حل لارې وړاندې کوي.

څوک باید دا کتاب ولولي؟

  • پالیسۍ جوړونکي او حکومتي چارواکي
  • سوداګریز مشران او پانګوال
  • اکاډمیک شخصتیونه او څیړونکي
  • محصلین او اقتصادي شنونکي
  • غیر حکومتي ادارې او نړیوالې موسسې

د لا ډېرو معلوماتو په اړه له موږ سره په اړیکه کې شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...