(څلورمه برخه)
۱۰ – حقوقي اهلیت:
په حقوقو کې د حقوقي اعمالو د ترسره کولو او د هغو د قانونی نتایجو؛ لپاره اهلیت شرط گڼل کیږي، او اهلیت د هغه وړتیا او ظرفیت څخه عبارت دی چي شخص (حقیقی یا حکمی) د هغه په درلودو سره خپل حقوق او تکالیف ترسره کولای شي.
د حقوقو د علم له نظره اشخاص د اهلیت د درلودو یا نه درلودو له اړخه په دوو ډلو ویشل کیږي: کامل آلاهلیت یا د کامل اهلیت لرونکې چې هغه د عقل او عمر له نظره قانوني پړاو ته رسیدلی وي، چي د افغانستان په حقوقي نظام کې د اهلیت لپاره د اتلسو کالو د عمر تکمیل ټاکل شوی دی. دوهمه ډله عدیم الاهلیت یا د اهلیت نه لرونکې اشخاص دي؛ چي دا ډله بیا په خپل وار سره په فاقد الاهلیت یعنی هغه اشخاص چې د اهلیت د رغیدو امید یې نشنه، لکه دایمي مجانین یا لیونیان، او بله ډله ناقص الاهلیت دي چي د زمان په تیریدو د اهلیت پړاو ته رسیږي لکه ماشومان او یا دا چې د هغوی د اهلیت د تکمیل لپاره امید وي لکه دوره یي مجانین.
په حقوقي نظامونو کې د کامل الاهلیت ټول حقوقي اعمال اعتبار لري، په داسي حال کې چي د عدیم الاهلیت اشخاصو حقوقي اعمال د اعتبار وړ نه وي او یا هم معیوب وي.
د اهلیت موضوع په حقوقو کې یوه له پیچیلو مسایلو څخه ده، خو دغه ټوله پیچلې مسله د پښتو په یوه لنډ متل کې داسي راغلې ده :«لیونۍ ته نه څه ورکوه او نه څه ورڅخه غواړه.»
۱۱ – د حضانت حق:
حضانت هغه مودې ته ویل کیږي چې ماشوم پالنې، روزنې او ساتنې ته اړتیا لري او د قانون له مخې مستحق کس نه ورکول کیږي.
د اسلامي حقوقو او زموږ د هیواد د مدني قانون له مخې د حضانت لومړنی صلاحیت لرونکی شخص مور ده. د افغانستان د مدني قانون د ۲۴۹ مادې د حکم پر بنسټ هلکان تر ۷ کلنۍ او نجونې تر ۹ کلنۍ پورې تر حضانت لاندې وي، او تر هغه وروسته دا صلاحیت پلار ته منتقلیږي.
په اسلامي حقوقو او د افغانستان د حقوقي نظام له مخې که چیری مور موجوده نه وي او د حضانت شرایط او وړتیا و نه لري؛ دغه صلاحیت د افغانستان د مدني قانون۲۴۰ مادې له حکم سره سم په ترتیب؛ لاندنیو ښځینه کسانو ته انتقال مومي: مور، د مور مور او له هغه څخه پورته، د پلار مور، اعیانی خور (سکنی)، اخیافی خور (نا سکه خور د مور له خوا) ، علاتی خور (ناسکه خور د مشترک پلار څخه) ، د اعیانی خور لور، د اخیافي خور لور، د علاتي خور لور، اعیاني خاله، اخیافي خاله، علاتي خاله، د مور عمه او د پلار عمه.
که پورتني ترتیب ته پاملرنه وشي لیدل کیږي چې د مور سلسلې ته په لومړي سر کې ترجیح ورکړ شوې ده.
دغه ټول اوږد نصوص، او د مور مقدسه غیږ چې د ماشوم د روزنې، پالنې او ساتنې لپاره په پام کې نیول شوې، په لنډو کې په دغه پښتو متل کې داسی منعکس شوی دی:«د مور غیږ د زوی زانگو ده.» او یا دا متل؛«ترور نیمه مور.»
۱۲ – قضأ مظهر دی نه مثبت:
په حقوقو کې دا یو اصل دی چي د قضأ دنده او صلاحیت یوازې د حق بربنډ کول دي، نه د حق اثبات. ځکه د حق اثبات د قضأ په وړاندې د دعوې له لارې د مدعی دنده ده ؛ ځکه مدعی هغه کس دی چي د اثبات تکلیف د هغه په غاړه ده او پرته له د اثبات له دلایلو د حق مستحق نه گڼل کیږی. په دی هکله حضرت رسول اکرم (ص) فرمایي چې: «د شاهد راوړل پر مدعي دی او قسم پر هغه کس چې انکار کوي.»
د همدې اصل په رعایتوالو سره د قضأ یو لوی صفت چې بط پرې والې دی رابرسیره کیږي.
دا چې قضأ مظهر دی نه مثبت؛ په دې پښتو متل کې داسي راغلي دي:«شرع ظاهر گوري.»
(نور بیا)
په ګوتو دې برکت وي جناب پوهاند صاحب ،
عالي او پزره پوړی نوښت.
جناب استاد په عمر مو برکتونه شه/ د اهلیت وړ او په خبره پوهه کسانو په اړه دا متل هم له موضوع سره لږ اړخ لګوي
( وګوری سړی ورته واچوه کالی)