تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د بریتانیا سنډې ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې پیټر رینولډز، چې ۷۹ کلن دی، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په بامیان کې خپل کور ته روان ول، چې ونیول شول.
دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کې د روزنیزو پروژو چارې پر مخ بېولې، او د هغوی لور سارا انټویسل سنډې ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:« هغوی یوازې غوښتل دې هېواد ته خدمت وکړي ځکه چې مینه ورسره لری. »
تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا جوړه د څه لپاره نیول شوې، خو د هغوی له لوري پرمخ وړل شوې پروژې، چې یوه یې د میندو او ماشومانو د روزنې لپاره وه، ظاهراً د سیمهییزو چارواکو له خوا تائید شوې وه.
دوی، چې لومړی په بات (Bath) پوهنتون کې سره اشنا شوي وو، په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده سره وکړ.
له ۲۰۰۹ کال راهیسې، هغوی د کابل په پنځو ښوونځیو کې روزنیزې پروژې پر مخ وړې، او په بامیان کې یې یوه پروژه د میندو او ماشومانو د روزنې لپاره چلېده.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ته ورسېدل، د دوی ډېری کارکوونکي—او له هغوی سره ډېری لوېدیځ اتباع—له افغانستانه ووتل، خو ښاغلي او آغلې رینولډز پرېکړه وکړه چې هلته پاتې شي.
د دوی لور، سارا انټویسل، چې د بریتانیا په داوینټري، نارتهمپټنشایر کې اوسي، سنډې ټایمز ته وویل:
«هغوی ویل چې نه شي تلای، ځکه اوس د افغانانو د اړتیا وخت دی.»
دې د خپل پلار او مور په اړه همداراز وویل:«هغوی ډېر محتاط وو چې د طالبانو قوانین مراعت کړي، حتی سره له دې چې دا قوانین بیا بیا بدلېدل.»
له نیول کېدو وروسته، دې جوړې په لومړیو ورځو کې له خپلو څلورو اولادونو سره د ټکست پیغامونو له لارې اړیکه نیولای شوای.
د کورنۍ غړي پوهېدل چې مور او پلار یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري نیول شوي، او دوی ته ویل شوي وو چې «هغوی ښه دي».
خو درې ورځې وروسته، پیغامونه بند شول، او له هغه راهیسې کورنۍ له دوی سره هېڅ اړیکه نه ده درلودلې.
د دوی لور وویل:
«زما مور ۷۵ کلنه ده، او پلار مې نژدې ۸۰ کلن دی. هغه ته د زړه د درملو اړتیا ده، ځکه مخکې یې یوه کوچنۍ سکته (stroke) کړې وه.»
«هغوی یوازې غوښتل افغانستان ته خیر ورسوي ځکه چې له دې هیواد سره یې مینه ده. دا چې هغوی د دې لپاره نیول شوي چې میندو ته یې زدهکړه ورکوله، سخته ناعادلانه ده.»
د سنډې ټایمز د راپور له مخې، د دوی څلور اولادونو طالبانو ته یو لیک هم استولی، او د خپل مور و پلار د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.
په لیک کې یې ویل شوي:
«موږ نه پوهېږو چې زموږ مور و پلار ولې نیول شوي. هغوی تل پر تاسو باور څرګند کړی، او ویلي یې دي چې د افغان اتباعو په توګه به ورسره ښه چلند وشي.»
«موږ پوهېږو چې مخکې داسې پېښې شوي چې د بندیانو تبادلې ستاسو حکومت او لویدیځو هېوادونو ته ګټورې تمامې شوې دي. خو زموږ مور و پلار تل له افغانستان سره وفا کړې، او ویلي یې دي چې هغوی به غوره وبولي خپل ژوند قربان کړي، تر دې چې د پیسو په بدل کې یا په کومه معامله کې خوشي شي.
دوی د بریتانیا له بهرنیو چارو وزارت سره تماس نیولی، خو د مرستې امکانات محدود دي، ځکه چې بریتانیا طالبان په رسمیت نه پېژني او په کابل کې سفارت نه لري.
اکثره بهرنۍ موسسې په بامیانو کې پروژې عملي کوي، خو ډېر نور داسې ګڼ نفوسه او بېوزله ولایتونه، چې کابل ته نږدې پراته دي عاجلو او پراخو مرستو ته اړتیا لري، بدبختانه اړینې مرستې نه ترلاسه کوي. طالبان بیا تور لګوي چې په هزاره مېشتو سیمو کې بهرنۍ موسسې د امارت پر وړاندې کرکه خپروي، د قوانینو څخه سرغړونه کوي، او په پټه عیسویت تبلیغوي.
هره موسسه چې د طالبانو د واکمنۍ په حضور کې غواړي خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، باید خپل پلانونه، مرستې، او نظریات د طالب مشرانو سره شریک کړي. باید ګام پر ګام، په احتیاط مخ ته لاړ شي، ترڅو مستحقینو ته مرستې په وخت او له شفافیت سره ورسیږي.
طالبان داسې واکمنان دي، چې د نړۍ سره هېڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او نه د نړیوالو قوانینو او بشري حقوقو ته ژمن دي. دوی د بشري حقوقو خپل تعریف لري، چې د نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې دی. د همدې لپاره، هر بهرنی فعالیت ته د شک په سترګه کتل کیږی او کلک نظارت پرې کوي. که یوه کس یوازې د شک پر بنسټ هم متهم شي، نو حتمي به له کړاو سره مخ کیږی.