جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه تورخم کې د افغانستان او پاکستان ځواکونه د تیارسي په حال...

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ځواکونه د تیارسي په حال کې دي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۵ مه) په تورخم کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو سرحدي ځواکونه، نن (یکشنبه) هم د تیارسي په حال کې دي.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ مهمه دروازه د یکشنبې په ورځ، د دوهمې ورځې لپاره، د ترانزیت او مسافرو د تګ راتګ په مخه تړلې ده.

د تورخم دروازه، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د افغانستان له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې په ورځ د یوې نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د شخړې له امله وتړل شوه.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي انادولو خبري آژانس ته وویل:
«تورخم دروازه د ټولو مسافرو او سوداګریزو وسایطو لپاره لا هم تړلې ده، او د دواړو خواوو امنیتي ځواکونه د تیارسي په حالت کې دي.»

دې چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې تر اوسه د سرحدي اړیکو د کمېټې غونډه نه ده شوې او کومه نېټه هم ورته نه ده په پام کې نیول شوې.

خو ده په عین حال کې وویل چې د سرحدي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لپاره هڅې روانې دي.

تورخم د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ یوه له ۱۸ سرحدي دروازو څخه ده، چې په ځلونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله بنده شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...