Homeخبرونهپه لغمان کې د بودايي دورې ګڼ اثار وموندل شول

په لغمان کې د بودايي دورې ګڼ اثار وموندل شول

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۵مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په لغمان ولایت کې لسګونه لرغونې ځایونه او ګڼ تاریخي اثار کشف شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د حوت ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي د دغه وزارت وزارت د لرغون‌پوهنې رئیس، ذبیح‌الله سادات په قول ویلي چې دا تاریخي ځایونه په مهترلام، قرغه‌‌ای، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې موندل شوي دي.

د هغه په وینا، زیاتره دا لرغوني ځایونه «د اسلام له راتګ وړاندې، په بودایي دورې په ځانګړې توګه په موریایي او کوشاني تمدنونو پورې تړاو لري.»

د معلوماتو له مخې، په لغمان کې ۲۷ تاریخي ځایونه ثبت شوي چې له دې جملې ۳ یې د مهترلام ښار، ۶ د قرغه‌‌يي، ۱۴ د الینګار او ۴ د الیشنګ ولسوالۍ پورې اړه لري.

په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې درې ډبرلیکونه چې د “براهیمي سارادا” خط لري، په الیشنګ کې کشف شوې دي. دا وزارت زیاتوي چې دا شناختې تر اوسه نه دي لوستل شوي او لا هم څېړنو ته اړتیا لري.

سره له دې چې طالبانو د خپل واک په لومړۍ دوره کې لرغوني اثار ویجاړول خو دا ځل یې نسبتاً ښه ساتنه کوي او ډېر ځلي یې د دغو اثارو د قاچاق او لوټ مخه هم نیولې ده.

1 COMMENT

  1. سلامونه. ترڅو مستحکم ملی نظام نه وی راغلی تاریخی ځایونه مه سپړئ، دا ځکه چی یا یی قاچاقبر وړی یا د (بُت) په نوم نړول کیږی. بس ده چې له نیمایی زیات تاریخی میراث لوټ ،ویجاړ او قاچاق شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...