جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروان کال له کندهاره څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه بهرته...

روان کال له کندهاره څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه بهرته صادره شوې

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۵مه】‏کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولان وايي، روان کال له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره ۳۱۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

دغه راز د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم زیاته کړې چې، په صادره شوې وچه مېوه کې زیاته برخه انځر، شکرپاره او کشمش شامل دي.

سرچینه زیاتوي، د صادرې شوې مېوې ارزښت څه باندې ۲۴۴ میلیونه ډالره کیږي.

د دې وچې مېوې ډېره برخه هند، پاکستان، متحده عربي امارت او امريکا متحده ایالت ته صادره شوې.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هندي رسنیو ویلي و، چې په دې وروستیو کې دې هېواد ته له افغانستان څخه د وارداتو کچه زیاته شوې ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وچه کې راګیر او ډېره برخه اوسېدونکي یې په کرنه، باغدارۍ او مالدارۍ بوخت دي.

کرنیز پوهان وایي که حاکم نظامونه د افغانستان پر کرنیزه برخه پانګونه وکړي نو لرې نه ده چې ژر به په دې برخه کې په ځان بسیا او نورو هېوادونو ته په پراخه کچه صادرات ولر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...