Homeخبرونهتېره میاشت ۳۱۶۰ افغان کورنۍ له پاکستان، ترکیې او ایرانه ایستل شوي

تېره میاشت ۳۱۶۰ افغان کورنۍ له پاکستان، ترکیې او ایرانه ایستل شوي

تاند【یکشنبه د کب حوت ۵مه】‏د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چې، په تېره یوه میاشت کې ۳۱۶۰کورنۍ چې څه باندې ۱۴زره کسان کیږي،هېواد ته راستانه شوې دي.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې چې، په یاده شمېره کې له ایرانه څه باندې ۱۰۶۰۰ او له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې نږدې ۱۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کډوال په زیات شمېر یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

بل لورته په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پولیسو له پرله پسې ناوړه چلند او جبري شړلو شکایت کوي.

دوی د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال سیدمحمد وایي له تېرو ۲۰ کلونو هلته مېشت دی خو اوس یې پاکستاني پولیس په یوه او بله پلمه ځوروي او هڅه کېږي چې په جبري ډول یې وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...