تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۵مه】د تورخم دروازې په بندېدو سره یو شمېر مسافر، ناروغان او د لویو موټرو چلوونکي وايي، د درازوې تړلکېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، په ډېرو ستونزو یې ویزې ترلاسه کړي او له لرې لرې ځایونو راغلي؛ خو په داسې بېخبره ډول د دروازې تړلو له کبله اوس اړ دي چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.
پرون شنبه د کب په ۴مه په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته وویلې چې، پاکستاني لوري جمعه د شپې شاوخوا لس بجې تورخم لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د هغه په خبره، پاکستاني لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار تړلې ده.
د حکمت په خبره:” پاکستان له موږ وغوښتل چې فرضي کرښې ته څېرمه دې له تاسیساتو جوړولو ډډه وکړي خو ها غاړې ته دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو ته غبرګون نه ښیي.”
سرچینې زیاته کړې وه چې دا مهال سلګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر د دغې دروازې خلاصېدو ته په تمه دي.