تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۵مه】د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، دغه هېواد هر کال د طالبانو حکومت ته له دوو تر دوه نیم میلیارده ډالرو د مرستې په توګه استوي.
د ټرمپ په خبره د دې بدل کې باید افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې وسلې بېرته ورکړل شي.
ټرمپ زیاتوي: ” طالبان هر کال په خپلو پوځي پرېډونو کې زموږ پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي او دا ما غوسه کوي.”
تازه طالبانو په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و چې، افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې تجهیزات دوی پورې اړه لري او په خبره یې، د دوی په واک کې به وي.
ټرمپ د امریکا د بیا ولسمشر کېدو سره سم افغانستان کې د خپلو وسلو پر بیا ترلاسه کولو ټينګار زیات کړ او هممهاله یې پر افغانستان د مرستو کڅوړې ودرولې.
د یادونې ده چې تېره ورځ پاکستان هم ادعا کړې وه چې افغانستان کې پاتې د امریکایي ځواکونو وسلې د ټي ټي پي لاس ته ورغلي دي.
غپیږه سوډره !! څومره افغانان مو تر خاورو لاندي کړل 😭 نن که زورور یې انشاءالله تعلی دغه زور به د وخیږي د نړۍ د ولسونو وینې به تاسي لعنتي یهودي سوډران ذلیله کوي 🤲😭
د تور پنجابي کفرستان وخت هم راځي نور به ددوۍ د سحر او لکه رڼډۍ پردیو پالنګو ته ختل ختم سي.د افغان ولس وینو هر غلیم غرق کړئ. 😡