Homeخبرونهچمپینز ټرافي؛ نن پاکستان او هند لوبډلې سره مخ دي

چمپینز ټرافي؛ نن پاکستان او هند لوبډلې سره مخ دي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۵مه】د چمپینز ټرافۍ د لوبو پر دوام نن یکشنبه هند او پاکستان لوبډلې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مخامخ دي.

د هند او پاکستان سیالي، تل د دوو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو له کبله حساسه ګڼل کېږي او یوه له هغو سیالیو څخه ګڼل کېږي چې د لیدو مینه وال یې ډېر دي.

پاکستان په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ سیالي بایللې او هند بیا خپله لومړنۍ سیالي ګټلې ده.

پرون شنبه د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ خورا په زړه پورې لوبه وشوه.

د استرالیا لوبډلې په حیرانوونکي ډول د انګلیستان لوبډلې ته په ۵ ویکټونو او ۱۵ اضافي توپونو ماته ورکړه.

انګلیستان د ۸ لوبغاړو د سوزېدو او ۵۰ اورونو په پای کې ۳۵۱ منډې وکړې. ګومان نه کېده چې استرالیا دې دا لوړ هدف پوره کړای شي.

په پیل کې د استرالیا لومړني دوه لوبغاړي په داسي حال کې وسوزېدل چې ۲۰ منډې یې لا نه وې کړي، دې شي د استرالیا د ماتې په اړه باور لا زیات کړ خو د استرالیا نور لوبغاړي وارخطا نه شول او په تدریج سره یې د لوبې نتیجه د ځان په ګټه واړوله.

په دې سیالۍ کې د انګلیستان پیلګر لوبغاړي بین دوکیټ خورا ښه بیټنګ وکړ. ده په ۱۴۳ توپونو ۱۶۵ منډې وکړې. خو د استرالیا لپاره بیا جوش لینګلس په ۸۶ توپونو ۱۲۰ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...