جمعه, مارچ 29, 2024
Home+همینګوې څه وایي؟| نورالله جلالزی

همینګوې څه وایي؟| نورالله جلالزی

همینګوې څه وایي (د ارنست همینګوې ۱۲ کیسې) دا کتاب په دا وروستیو کې سروش کتاب پلورنځي خپور کړی. ښاغلي عصمت څاروان ژباړلی، د همینګوې پر ژوند غږېدلی او د کیسو شننه یې کړې.

ارنست همینګوې (۱۸۹۹ – ۱۹۶۱) د داستاني ادبیاتو په برخه کې د نړۍ له مشهورو لیکوالو څخه دی. هغه په داستان لیکنه کې دومره شهرت موندلی چې اثار یې د پېړۍ په هغو کتابونو کې شامل دي چې تر مرګ مخکې باید یو ځل ولوستل شي.

همینګوې پر معاصرو ادبیاتو ډېر اغېز کړی. هغه د اوسنیو یا مدرنو ادبیاتو پلار ګڼل کېږي. په معاصرو ادبیاتو کې نوموړي تر دې حده شهرت موندلی چې وایي د اروپا د ادب تاریخ په دوو برخو وېشل شوی: یو تر همینګوې مخکې او بل وروسته.

د همینګوې د نثر لیکلو سبک دومره ساده او روان دی چې د هر لوستونکي د فهم وړ وي. هغه لنډې جملې او مناسبې کلمې کاروي. بېځایه نقطه تراشي نه کوي. هغه د کیسو د کرکټرونو شخصیتونه ډېر نه روښانه کوي، بې ځایه منظرکشي نه کوي، ډېرې پېچلې او سختې خبرې نه کوي، په داسې بڼه کیسه لیکي چې د لوستونکي ذهن را پاروي، هغه په هنر ور ګډوي او مجبوروي یې چې د خیال په مرسته د کیسې ټول اړخونه بشپړ کړي.

د ارنست همینګوي سبک ته لیکوالو د ایسبرګ (د یخي ټوټه) تیوري نوم ورکړی. “ایسبرګ” هغه سبک ته ویل کېږي چې لیکوال د یخې د هغې ټوټې په شان لیکل کوي چې له اتو برخو یې یوازې یوه برخه مالومېږي. یانې لیکوال یوه خبره روښانه کوي، خو تر هغې خبرې شاته خبرې لوستونکو او کره کتونکو ته پرېږدي چې را ویې پلټي. همینګوې خپله د ځان په اړه وایي: «زه تل هڅه کوم چې د ایسبرګ د اصولو پر اساس لیکنه وکړم، چې د هرې ښکارېدونکې برخې په اتو کې ۷ اووه برخې یې لاندې وي.»

همینګوې ډېر اثار لیکلي او خپاره کړي. د هغه تر ټولو مشهور اثر (بوډا او سمندر) دی، چې د ژوند په وروستیو کالونو کې یې لیکلی. وایي چې نوموړي خپل دغه اثر مخکې تر خپرېدو (۲۰۰) دوه سوه ځله ا‌یډیټ کړی دی. هغه د دې او نورو اثارو پر مټ د نوبل ادبي جایزه ګټلې. (فکر کوم دا کتاب پښتو ته هم ارواښاد شپون صاحب را ژباړلی.)

د همینګوې د ژوند په زمانه کې دوه نړیوالې جګړې وشوې او دی په دې وخت کې یو ژورنالست و. د هغه په کیسو کې ډېری وخت د جنګ او د هغه وخت د چاپېریال انځور وړاندې شوی. په دې کتاب کې د همینګوې ۱۲ دوولس هغه کیسې غوره شوې زموږ له نني ژوند او چاپېریال سره سمې دي. ژباړن هڅه کړې چې دا کیسې د نړیوالو کره کتونکو د نظرونو په رڼا کې وشني او په دې برخه کې بریالی هم دی. په کیسو یې ښې هر اړخیزې خبرې کړې، د کیسو سمبولونه یې را سپړلي او د کیسو په اهمیت غږېدلی.

په پښتو د داسې یو اثر خپرېدل چې لوستونکي له نړیوال ادب سره ونښلوي او د لوستونکو په ذوق لوړونه کې مرسته وکړي، یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په دې هیله چې لیکوال مو د نړیوالو ادبیاتو په تاثر د پښتو کیسو کلېشه‌یي بڼه بدله او ژباړونکي مو هغه کتابونه را وژباړي چې هم د لوستونکو ادبي او علمي تنده خړوبه کړي او هم یې د ذوق په روزنه کې مرسته وکړي.

1 COMMENT

  1. د همینګوی (بوډا او سمندر) د پنځوسمی لسیزی اوایلو کی امین افانپور پښتو کړی و او ژوندون مجلی قسطوار خپور کړی که وروسته شپون صاحب ژباړلی وی، چاته نده معلوم کاشکی د شپون ترجمه موجوده وای شاید په کتابی بڼه به و، نه قسطوار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب