Homeخبرونهم،م د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی معرفي کړی

م،م د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی معرفي کړی

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۸) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې فرانسوی ديپلومات او د ملګرو ملتونو د سولې په برخه کې تکړه مرکچي ژان آرنولټ یې د افغانستان او د دغه هېواد د سولې په مسئله کې د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

ژان آرنولټ تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د ګڼو هېوادونو د سولې په پروسو کې همکاري کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې ژان آرنولټ به په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مشرې دیبورا لاینز سره ګډ کار کوي.

ملګري ملتونه وایي چې د مسکو او ترکیې تر غونډو مخکې یې خپل نوی استازی مقرر کړی دی او دغه استازی به هڅه کوي چې افغان جګړې ته د سیاسي حل په پیدا کولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال دا خبره کوي چې نن په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي.

تر راتلونکو څو ساعتونو په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس پیلېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...