سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهمسوولان: د پولیو په اړه ناسمو تبلیغاتو مثبتې پېښې ډېرې کړي

مسوولان: د پولیو په اړه ناسمو تبلیغاتو مثبتې پېښې ډېرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۸) روغتیايي کارکوونکي وایي په ځينو سیمو کې د پولیو پر ضد منفي تبلیغات د دې لامل شوي، چې دغه ویروس یو ځل بیا ډېر شي.

په ځینو ولایتونو کې چې دمګړی د پولیو ضد واکسینو کمپاین روان دی.

روغتیايي کارکوونکي وایي پر وړاندې یې بې بنسټه او غیر واقعي تبلیغات ستر خنډ دي.

دوی وایي خلک باید د منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندې نه وي، ځکه د دغه واکسین نه کړل په ماشومانو کې د فلج یا ګوزڼ سبب ګرځي او نورو ماشومانو ته یې د لېږد امکان وي.

دوی پر دیني علماوو او ځايي مخورو غږ کوي چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

پولیو هغه ویروس دی چې د ماشومانو د فلج سبب ګرځي او اوس په ټوله نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا  هم د پولیو مثبتې پېښې پکې ثبت کېږي.

د یادونې ده چې د اکټوبر په ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې په افغانستان کې د پولیو د له‌ منځه وړلو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته تأیید کړې وه، چې افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي.

راسخ ویلي وو: «د روان میلادي کال له پیله تر تېر اکټوبر ۲۴ مه پورې د پولیو ۵۳ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي».

هغه مهال د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق هم ویلي وو، چې هر کال دوه نیم میلیونه ماشومان د نا امنیو په وجه د پولیو له واکسینه پاتې کېږي.

سرچینې زیاته کړې وه، چې د دغو ماشومانو ډېره برخه د افغانستان د نا امنو سیمو اوسېدونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب