سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهتر راتلونکو څو ساعتونو په مسکو کې د افغان سولې په اړه...

تر راتلونکو څو ساعتونو په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس پیلېږي

تاند ( پنجشنبه، د کب ۲۸)  ټاکل شوې نن د افغان سولې په تړاو په مسکو کې غونډه پیل شي چې د افغان حکومت له خوا دې کنفرانس ته د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا وایي، د دې شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د چهار شنبې په ورځ یو پلاوی روسیې ته ولاړ چې د افغان سولې په تړاو د ترویکا د غړو هېوادونو په نوښت په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

له دغې شورا څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه یو ورځني کنفرانس کې به افغانستان رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي.

خبرپاڼه وایي، دوی به د سولې خبرو په چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان بحث وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس مسکو ته تر سفر وړاندې د افغان سولې له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسکو ناسته او د افغان سولې د ټنګښت په برخه کې د روسیې او د سیمي هېوادونو رول مهم یاد کړی دی.

طالبانو هم منلې چې د ملا برادر په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی به په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب