دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرزی: که بله لارنه وي، د سولې لپاره د موقت حکومت طرحه...

کرزی: که بله لارنه وي، د سولې لپاره د موقت حکومت طرحه هم ښه ده

 تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۸) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي ټول اړخونه دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مسکو غونډې په درشل کې په خپله مرکه کې ویلي چې که بله لار نه وي د سولې او یووالي لپاره د موقت حکومت له طرحې هم ملاتړ کوي.

دده په خبره ددې جدي اړتیا ده چې افغان جګړه نوره ختمه کړل شي، نو که طالبان نه غواړي چې له دې حکومت سره یو ځای شي باید داسې یو حکومت جوړ شي چې دغه ډله هم پکې وي او ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي.

د ده په خبره له دې ملاتړ یې موخه د ولسواکۍ پر وړاندې درېدل نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو یووالی او د سولې راتګ دی.

هغه د ولسمشر غني په ګډون له ټولو اړخونو غوښتي چې د سولې لپاره نرمښت وښيي او نړیوالو هڅو ته په کتو دې د افغان سولې فرصت نه ضایع کوي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه نن ترسره شي.

په یاده غونډه کې د افغان حکومت او طالب لوري تر څنګ د امریکا، روسیې، چین او پاکستان آستازي هم ګډون کوي.

تر راتلونکو څو ساعتونو په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس پیلېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب