دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد نو (ناف) شات (عسل السرة) أبوخليل قدوسي

د نو (ناف) شات (عسل السرة) أبوخليل قدوسي

په نو(ناف) کې د شاتو څڅول يوه ډېره زړه او پخوانۍ د چينايي درملنه ده، د سعودي عربستان یو مشهور معالج ډاکټر ماهر صیدم چې د چینايي طرز تداوي متخصص دی او په سعودي یو ستر روغتون لري، وايي چې د پنځه دېرشو (۳۵) ناروغیو په درملنه کې يې اغېزمن او معجزانه رول لوبولی دی.

تاسي په یوټيوب باندي د تلوېزیونونو په پرده د هغه څرګندوني اورېدلای شئ، زیاتره مراجعین ورته ټېلفونونه کوي چي هغوی دا نسخه کارولي ده هم پخپله روغ شوي دي او هم يې په کور کلي او ګاونډ کې چي چا ته یې ورښودلي هغوی هم د الله تعالی په فضل په لنډ وخت کې له ډېرو اوږد مهاله ناروغيو روغ رمټ شوي دي.

يوه مېرمن دټېلفون په کرښه ورته وايي چي پنځه وېشت ناروغانو ته يې پخپل کلي کې دا نسخه ورښودلي او ورسره صحتمن شوي دي.

متخصص ډاکټر صيدم وايي چي که يې يو څوک په منظم ډول هره شپه تر دوو میاشتو پوري د شاتو څڅول وکاروي کومه ناروغي چي لري هغه به يې ختمه شي که وکولای شي د سهار له خوا يې هم وکاروي نور به يې هم اغېزې بېړنۍ شي(ان شاء الله) هغه د شاتو علمي اړخ او د نو فېزېکي موقعیت په مدلل شکل په تفصیل بيان کړي چي د ليکنې د اوږدېدلو په وجه ورڅخه صرف نظر کوم ما پخپله هم دا نسخه کارولي د شکر یا شوګر د کنټرول په موخه په لومړيو دریو ورځو کې يې په مثبتو اغېزو پوه شوی یم غواړم چي تاسو درانه لوستونکي هم دا نسخه وکاروئ او هم يې نورو ته وښایاست ځکه چي لګښت يې کم او ګټې یې زیاتي دي او په تاوان يې زه درسره په دنیا او اخرت کې درشریک یم.

کېدای شي د کارولو په پیل کې په خېټه کې ګربړ یا عکس العمل پیدا کړئ د مثال په توګه درد او یا اسهال چي دا يې داغېزې مثبت پیل دی. د لویانو لپاره يې د کارولو طریقه دا ده چي په ۲۵۰ ګرامه د بېري په اصلي شاتو کې دوه وړې چمچي د زنجبیل (ادرک / سونډ) پوډر واچوئ ښه يې سره ګډ کړئ او هرماخوستن تر وېده کېدلو دمخه یو څاڅکی په نو کې وڅڅوئ د دې لپاره چي کالي مو ورباندي ککړ نشي برسېره ورباندي سرېښ لرونکی توکی یا کاغذ ولګوئ. د ماشومانو لپاره يوازي د بېري شات په نو کې وڅڅوئ او سونډ مه ورسره ګډوئ هغه شېرخواره ماشومان چي د خېټي د پاړسوب بد هضمي او د ستونو شکایت لري او موراو پلار يې د شپې لخوا په ژړا او چیغو بېخوبه او ناکراره کړي وي او بیا بیا د ډاکټر کلېنک ته وړئ او راوړئ د شاتو له څڅولو سره يې ټول تکلیفونه ختمېږي او خوب به يې ډېر ارام وي په تېره بیا چي سورة الفاتحه ورباندي ۷ (اوه) ځلي وويلي شي او ورباندي چوف کړل شي بیا هم دم او هم دوا شوه. هغه ناروغۍ چي د نو شاتو يې په درملنه کې رول لوبولی ځېني يې په لاندي ډول دي:

زوړ او پخوانی سرخوږی، د سترګو خوږ، د سرګو داخلي التهاب او ناروغي، د څټ او اوږو دردونه، ساه لنډي، دغاړې او سینې تکلیف او خوږ، د نرۍ ملا دردونه، د معدې او ترېخي دردونه، د كولمو او قولنج دردونه، زوړ قبض او یا دستونه، د ویني د فشار لوړوالی او ټېټوالی، د زنګونونو / سترګیو/ ګونډو دردونه، د خوږې (شوګر) د ناروغۍ کنټرول.

(یادونه) کېدای شي ځېني کسان د بېري شات نه پېژني هغوی کولای شي د شاتو دوکان یا پلورنځي ته ورشي په عربی کې ورته عسل السدر وايي او په پښتو د بېري د ګل شات.

دا په ټولو شاتو کې د فوائدو او اغېزې له پلوه ښه شات دي او تر نورو يې بیه هم لوړه ده رنګ يې په پیل کې ژېړ وي او دا يې د نوي والي نښه ده چي وخت پرې واوړي سور بخون شی کله هم نه کرل کېږي د زیات وخت په تېرېدلو يې رنګ توروالي ته اوړي او خوند يې د کال په تېرېدلو سره ترخېږي په خلیجي هېوادونو کې ډېر مشهور دي عرب يې زیات خوښوي د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې په هر دوکان کې پیدا کېږي. د تودو اوبو د څښلو نسخه ورسره تل کاروئ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب