دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعمر داوودزی: ولسمشر غني ددې واک نه لري چې خپله کاري موده...

عمر داوودزی: ولسمشر غني ددې واک نه لري چې خپله کاري موده را لنډه کړي

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۷) د پاکستان په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی وايي، ولسمشر د قانون له مخې د دې واک نه لري چې خپله کاري موده را لنډه او یا یې پریږدي.

محمد عمر داودزي چې نن چهارشنبه یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، قانون او ملت ولسمشر ته دا مشروعیت نه دی ورکړی چې واک له منتخب ولسمشر نه غیر منتخب ته ولیږدول شي.

د ښاغلي داودزي په خبره، که ولسمشر غواړي له وخت مخکې ټاکنې ترسره شي نو په دې اړه باید لویه جرګه پریکړه وکړې.

نوموړي زیاته کړه، «که داسي وي چې له نیوکو او فشارونو ستړی شوی وی، لویه جرګه دې جوړه کړې له ملت څخه دې د له وخت مخکي ټاکنو په اړه اجازه واخلي، په هغه صورت کې موږ توافق ورسره لرو.اوس له هغې خبرې سره همغږي نه یو، ته د خلکو په رایه راغلی یي نو خپل وخت به پوره کوي.»

په ورته وخت کې د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي په دې ناستې کې وویل چې د مذاکرې پر مېز د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په هکله بحثونه روان دي او په دې اړه به خلک پریکړه کوي.

مېرمن کوفي وویل، «دې اړه چې راتلونکی حکومت به لنډمهاله، انتقالي یا به پر سیاسي هوکړې ولاړ وي ، البته که شامله وي. زه له دې مخالفه یم چې له وخت وړاندې خبرې وشي ځکه چې له وخت وړاندې د دواړه لورو خبرې دریځونه سختوي د دې مسلې په اړه به د افغانستان خلک د مذاکرې پر میز پریکړه کوي.»

د یادولو ده چې ولسمشر تازه یو ځل بیا ویلي چې له ټاکنو پرته به هیچاته هم واک پرېنږدي.

نوموړي پرون سه شنبه په بهرنیو چارو وزارت کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې که طالبان سبا هم ټاکنو ته حاضر شي، حکومت چمتو دی، خو په خبره یې له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي ته د واک لیږد ته حاضر نه دی.

ولسمشر غني څرګنده زیاته کړه چې افغانان د سیمې او نړۍ د بل هر هیواد په پرتله سولې ته د رسېدو لپاره سل چنده ډېره بېړه لري، خو د عادلانه سولې لپاره د احساساتو پرځای د واقعیتونو پر اساس ګام اخلي.

ښاغلي غني وویل، د اساسي قانون پر بنسټ، هېڅوک حق نه لري چې له یوه افغان څخه د هغه د تابعیت حق سلب کړي.

دا خبرې په داسي مهال کیږي چې، د ډیموکراسۍ او سولې کور د موندنو پر بنسټ چې، په ۳۴ ولایتونو کې یې څه د پاڅه ۳۷ زره کسانو سره خبرې کړي، ښیي چې ۹۲.۲ سلنه خلک د اوربند په شرط د سولې د مذاکراتو د دوام غوښتونکي دي.

همدا راز په دې نظر پوښتنه کې راغلي، چې ۸۳.۶ سلنه خلک جمهوري نظام او اساسي قانون خپله سره کرښه ګڼي خو ۷.۹ سلنه مخالف نظرونه لري.

په ورته وخت کې طالبان دا نظر پوښتنه بې بنسټه ګڼي، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا نظر پوښتنې تبلیغاتي ډول لري او د افغانستان د خلکو استازولۍ نشي کولی.

دا چې له دې وړاندې د یاد بنسټ لخوا دا ډول نظر پوښتنې شوې که نه تر اوسه روښانه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب