دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې ماین چاودنې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کابل کې ماین چاودنې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۸) د کابل پولیس وایي، چې نن سهار اووه بجې او شل دقیقې د اوولسمې ناحیې اړوند، خیرخانې کوتل سیمه کې پر یوه کاسټر ډوله موټر د ماین چاودنه شوې ده.

ځایي سرچینې وایي په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

ددغه چاودنې پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې کابل کې ورته پیښه رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې هم څو ځله د خلکو سهار په چاودنو پیل شوی دی.

په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې د تاوتریخوالی کچه زیاته شوې ده.

عام خلک امنیتي ځواکونه او چارواکي د خلکو په امنیت راوستلو کې په ناغیړۍ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب