سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد علي پور وسله والو په میدان وردګ کې د افغان پوځ...

د علي پور وسله والو په میدان وردګ کې د افغان پوځ یوه څرخکه ویشتې

تاند (پنجشبنه د حوت ۲۸) د علي پور وسله والو د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو بلک هاک څرخکه ویشتلې ده.

ځیني امنيتي سرچينو رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د عليپور وسله والو په ميدان وردګو ولايت کې دولتي څرخکه ويشتې، چې څلور پيلوټان او پنځه ځانګړي سرتيري په کې وژل شوي دي.

سرچينې وايي چې په وژل شويو پيلوټانو کې هغه پيلوټ هم شامل دى چې د کابل پر څلور بستريز روغتون ډله ييز بريد پر مهال يې لسګونه کسان ژغورلي وو.

بله خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ د افغان پوځ ام ۱۷ ډوله څرخکه لوېدلې چې په دې پېښه کې څلور عمله او پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د څرخکې د لوېدو په هکله به پلټنې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب