دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهدمسکو غونډه؛ عبدالله له ملا برادر سره ویني

دمسکو غونډه؛ عبدالله له ملا برادر سره ویني

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۸) د مسکو غونډه چې په څو ساعتونو کې به پیل شي ویل کېږي د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به په جلا توګه د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وګوري.

ټاکل شوې نن د روسیې په مسکو ښار کې د افغان سولې په تړاو غونډه راوبلل شي چې په څو ساعتونو کې به پیل شي، یادې غونډې ته د افغان حکومت په استازیتوب د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی.

دغه راز د طالبانو لخوا بیا د ملا برادر په مشري یو لس کسیز پلاوی یادې غونډې ته تللی دی.

بلخوا دې غونډې ته د پاکستان، چین او امریکا استازي هم ور غوښتل شوي دي.

د ځینو سرچینو په خبره، ټاکل شوې چې عبدالله عبدالله په جلا توګه له ملا عبدالغني برادر سره وګوري او د مذاکراتو اړوند پر یو لړ مسایلو بحث ورسره وکړي.

په ورته وخت کې تېره ورځ ولسمشرغني هم یادو کنفرانسونو او د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه وویل، اوس هم حاضر دی چې په هر وخت کې له طالبانو سره ټاکنې وکړي، هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته بل ځای ناستې ته واک نه پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورټر یوې خبري غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د مسکو د پنجشنبې د ورځې کنفرانس «په دوحه کې د نورو روانو خبرو متبادل کېدای نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د مسکو له کنفرانس وروسته د ترکیې په انقره کې د افغانانو ترمنځ یوه بله لا مهمه غونډه جوړه شي.

د انقرې غونډه د امریکا په غوښتنه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدو لپاره د غونډې کوربه توب وکړي خو طالبانو ویلي چې تجربو ښودلې چې لنډمهالي حکومتونه ناکام دي او ولسمشر غني ویلي چې یوازې د انتخاباتو له لارې واک پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب