چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو د بخش اباد بند د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ

طالبانو د بخش اباد بند د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۸) طالبانو په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی او وایي چې چاته به د بند د تخریبولو اجازه ورنکړي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ددې ډلې مسؤلینو تېره په فراه رود ولسوالۍ اړوند بخش اباد بند سیمه کې د بند د امنیت د ټینګښت په موخه له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو، خبریالانو، د بند انجینرانو او عامو خلکو سره وکتل.

د قاري یوسف احمدي په خبره، دوی به چاته اجازه نه ورنکړي چې د بخش آباد بند ویجاړ کړي او په وینا یې چې په ټول توان سره به له دې بند ساته کوي.

د اوبو د چارو د تظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د بخش آباد د اوبو لګولو او برېښنا بند به له رغونې وروسته د ٢٧ میګاواته بريښنا د تولید ارزښت ولري، ۱۳۶۴ میلیون متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۶۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.

طالبانو په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې دوه ورځې مخکې په هرات کې د پاشدان بند پر ساتونکو وسله وال برید کې ددې بند درې ساتونکي ووژل شول.

ناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند ۳ ساتونکي وژلي

2 COMMENTS

  1. طالبان دي زیات احتیاط کوي چي ټامیان کوم مین وربانندي پټاو نه کړي، هسي اوبو اخیستي بس بهانه غواړي چي امریکي والا څو میاشتي نور هم پاته شي.

  2. دا داسې مانا لري ، لکه د هندو له کوره چې د الله مبارک کلام قرآن عظیم الشان راووځي. ټالب او د ملي پروژو ساتنه ، د نه منلو خبره ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب