جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند ۳ ساتونکي وژلي

ناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند ۳ ساتونکي وژلي

تاند ( سه شنبه، د حوت ۲۶) ناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند پرامنیتي ساتونکو برید کړی او دری تنه یې وژلي دي  .

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند وایي، نن سهار ۳ بجې ناپېژاندو وسله والو په هرات کې د پاشدان بند پرساتونکو برید کړی، چې له امله یې د دې بند درې ساتونکي وژل شوي دي.

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وایي په دې برید کې یوکس ټپي دی او دری نور لادرکه دي.

نوموړی وایي دا بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې له سترو پروژو څخه ده او وخت ناوخته وسله وال کسان هڅه کوي د دې پروژې د مخته تګ مخنیوی وکړي.

هغه وایي د دې بند د رغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...