دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهارکانال شرکت د لومړي ځل لپار بازار ته سبزیجات وړاندې کوي

د ننګرهارکانال شرکت د لومړي ځل لپار بازار ته سبزیجات وړاندې کوي

تاند (سه شنبه، د حوت ۲۶)  د ننګرهار کانال شرکت مسوولان وایي دوی به ډېر ژر د دوی اړوند د شنو خونو سبزیجات بازار ته د پلور لپاره وړاندې کړي.

له لسیزو ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې یاد شرکت بازار ته سبزې وړاندې کوي.

د کانال سرپرست ذبیح الله فضلي وایي،د لومړي ځل لپاره دوی په شنو خونو کې بادرنګ، ټينډۍ، دولمه مرچ، رومیان او نور سبزیجات کرلي، چې له ډلې څخه یې بادرنګ او ټنډیو حاصلات رسیدلي او ژر به بازار ته وړاندې شي.

فضلي وایي، یاد حاصلات یې د کانال اړوند هډې فارم امریت دویم بلاک کې رسیدلي او بازار ته په وړاندې کولو سره به یې هېوادوال له خپلو محصولاتو څخه ګټه پورته کړي او دوی به له دې لارې خپل عواید لوړ کړي.

بل لورته ننګرهار میشتې هم خوښ دي، د خپلې سیمې تولید ترلاسه کوي.

دوی وایي په دې سره به په بازار کې د لوړو نرخونو مخنیوی هم وشي او هر څوک به وکولای شي د خپلې خوښې سبزي ترلاسه کړي.

په ورته مهال کرنیز پوهان هم دا د هېوادوالو لپاره ښه زېری بولي.

دوی وایي په دې سره به ګڼو کسانو ته کاري زمینه هم برابره شي او ترڅنګ به یې د ډېری خلکو کورنی اقتصاد هم ښه شي.

1 COMMENT

  1. وحید
    وروڼو دننګرهار کانال دیرش کاله مخکی پوری ټول کال مختلف زراعتی محصولات په ارزانه بیه عرضه کول له غوښې نیولی ، تر سبو، میوو، پنیر، شیدو او نورو. یو پلورنځی یی د پښتونستان چوک کی و چی بیا حاجی قدر غصب کړ او (هوټل حاجی قدیر) نوم یی ورباندی کیښود، منتها دا چی وروسته تر دیرشو کلو یی بیا یو څه تولید وکړ دا د خوشحالی خبره ده، خو د خبر عنوان کی د (لومړی ځل لپارهّ) ټکی غلط دی. په خپل وخت او زمان کی دا هغه پروژه وه چی ساری یی په سیمه کی نه و.

    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب