یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسیګار: د افغان حکومت د ښه منظم کېدو لپاره باید نړیوال دې...

سیګار: د افغان حکومت د ښه منظم کېدو لپاره باید نړیوال دې هېواد سره مرستې زیاتې کړي

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶ ) د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړی مفتش جان سوپکو وایي، نړیواله ټولنه او له افغانستان سره مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي، څو حکومت منظم شي.

هغه له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې د نړیوالو مرستې کولای شي افغان حکومت منظم شي او بیا ځلې دې هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو زمېنه برابره نه شي.

هغه دا هم ویلي چې له نړیوالو مرستو پرته افغانستان کې حکومت دوام نه شي کولی.

جان سوپکو دغه راز زیاته کړې چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، په جینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې او ځینو بیا د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره وتړلې چې دا مسئله د افغانستان په زیان ده.

سوپکو ویلي چې ان طالبان هم په دې باور دي چې تر سولې وروسته حکومت هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جینوا کنفرانس کې ځینو مرستندویه هېوادو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې او ځینو یې بیا د سولې د خبرو تر پرمختګ مشروطې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب