دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهګڼو اروپايي هېوادونو د استرازینکا واکسینو وېش درولی

ګڼو اروپايي هېوادونو د استرازینکا واکسینو وېش درولی

تاند ( سه شنبه، د حوت ۲۶) د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې تازه المان، فرانسې او ایټالیا هم د اکسفورډ له لوري د استرازینکا واکسینو وېش درولی دی.

د یادو واکسیو وېش وروسته له هغه ودرول شوو کله، چې په هالینډ او ځینو نورو هېوادونو کې یې د جانبي عوارضو راپورونه ورکړل شول.

دمګړی شاوخوا ۸ اروپايي هېوادونو ویلي چې د سترازینکا واکسین وېش یې په احتیاطي توګه درولی دی.

بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي چې دغه واکسین هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

یاد سازمان له هېوادونو غوښتي چې د دې واکسینو دو ېش لړۍ دې نه دروي او بېرته دې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۰ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۰۲ زره او ۴۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۷۹زره او ۲۸۶، په مکسیکو کې ۱۹۴زره او  ۹۴۴، په هند کې ۱۵۸زره او ۷۲۵، په بریټانیا کې ۱۲۵ زره او ۸۱۷، په ایران کې ۶۱ زره او  ۳۳۰ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۵۳۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب