جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامریکا: د مسکو غونډه ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله...

امریکا: د مسکو غونډه ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع موجوده

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶)  د امریکا متحده ایالات وایي، د مسکو غونډې ته هیله من دي او دا کنفرانس ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع موجوده ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکې وي.

یاد وزارت دغه راز زیاته کړې چې د افغان سولې لپاره به د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جو بايډن په لارښوونه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

امریکا ویلي د مسکو غونډې ته هیله من دي او دا کنفرانس دا ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع موجوده ده او ټول لوري په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.

ورته مهال رویټرز خبري اژانس بیا ویلي چې د مسکو په غونډه کې د خلیلزاد ګډون په دې مانا دی چې امریکا او روسیه دواړه د موقت همه شموله حکومت پر جوړېدو سره سلا دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه به مسکو کې د افغان سولې په اړه د بن په څېر کنفرانس جوړ او د افغان حکومت، طالب استازو، امریکا او ځینو نورو بهرنیو هېوادونو مشران به پکې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب