جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند ومان نیازي ظلم | استاد سعدالدین شپون

د ومان نیازي ظلم | استاد سعدالدین شپون

امریکايي شاعر، ټي اېس ایلیاټ د اپرېل میاشت ظالمه بللې. وايی چې تر دې نو به کوم ظلم زیات وي چې په دې میاشت په قبرونو باندې سور خاټول راټوکېږي؟

اوس ومان نیازی هم د ماشومتوب یادونه چې هغه وخت د انرژۍ له جوشه پړک چاودېدو راسپړي.

په جومات کې ملا ایجیګي (توري په توري، هجا په هجاه) را ښودل او بیا یې رواني کول: جیم لکه جانان دی، من الجول وجاجا، ح لکه حلوا ده من الحول و حاحا، چ لکه چور ګوړی من الچول و چاچا.

مور را ته په نثر او نظم د ښاپېریو او ورکوټو شیانو کیسې کولې: مرغۍ د سلطان باچا د کروندې ږدن خوړلي وو، پلټنیانو دربار ته بووه چې هلته یې جلا دان سرور پرې کړي. په لار کې د اوښانو کاروان راغی. کارواني پوښتنه وکړه چې دا مرغۍ چېرې بیايئ؟ مرغۍ په سوو ساندو نارې کړې« وا د ښو او ښو خاونده! ما ږدن خوړلي دینه، ما سلطان باچا ته وړینه، ما همالته حلالوینه»، پړینګ شو په ژړا شوه. کارواني وویل، « یه پلټنیانو، پرېږدﺉ دا بې آزاره مرغۍ، زه به خپل نیمی او ښان، د باره سره درکړم» خو پلټنیانو ونه منله. هه هه هه، بل ځلي د یوې لویې رمې سره شپون په مخه ورغی. مرغۍ بیا نارې کړې، اې د ښې رمې خاونده…. شپون بیا پلټنیانو ته زارۍ کولې چې نیمه رمه به ورکړي خو دوی دې مرغۍ خوشې کړي. کیسه همداسې پسې تر هغې اوږدېدله چې زه به خوب وېوړم.

یوه همداسې کېسه چې مې لا یاده ده، د هغې مرغۍ ده چې د سیند په غاړه د یوه دروي (نی) په څوکه کښېناستله، چې د اوبو څپې به را غلی، دروی به سیند کې ډوب شو، مرغۍ به ګرچاپېره ترې هواکې ګرځېده، په شرنګولي غږ به یې کومه بدله ویله. چې څپه لاړه، دروی بېرته رانېغ شو، نو مرغی بیا ورباندې کښېناسته، هماغه یو بله یې ګردانوله.یوه ورځ سلطان باچا په لار تېرېده او چې د مرغۍ بدلې یې واورېدې، په مانا یې پوه نه و خو ډېروخت ورته مدهوش ولاړ. شاهي ارګاهي ارګ ته په ستنېدو یې د اوغانستان له څلورو کونجونو حکیمان دربار ته وبلل چې د مرغۍ د بدلې مانا ورته ووايی. حکیمان عاجز راغلل، د هېچا د مارغانو لوظ نه و زده، خو بیربل را وړاندې شو چې سلطانه، تر تاج وتخته دې وارۍ شم، مرغۍ داسې ویل« ګل وطنه جان وطنه، له تا نه قربان وطنه» پا چا اریان او چرت کې شو، بیا یې ټولو درباریانو ته مخ واړاوه ،« د دې مرغې نه د وطن مینه یاده کړﺉ. هغه د یوه دروي پورې داسې ښکلې ترانه وايي، وطن یې بولي او تاسو خپل د ګل په شان وطن په قدر نه پوهېږﺉ» غیر له بیربله یې ټول درباریان له درباره ورټل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب