پښتو ژبه ما ځوروي. زړه کې مې ښکلی انځور کاږم، ښه خالونه او دړۍ پرې قطار کړم، خو چې فلم ورته دد کړم، بهر ته یې راوباسم، نو داسې شی ترې جوړ وي چې خادم صیب د هغې پورې ویلي: ښه ښایسته دنګ زلمی به وي، ښه کوړاخ برېتونه، ښه سیوټ، ښه نکټايي خو چې خوله پرا نیزي، بړوس … ترې را ووځي.
خو اوس یو څه ځان په دې سوکه کړم چې زه یواځې نه یم، دا رنځ د ټولو قلموالو د غاړې غور دی. په یوې تېرې ګڼې کې مې د یوې لبنانۍ لیکوالې شکایت بیان کړ چې د عربي ژبې له نیمګړتیا یې لري او وايي چې د ډېرو وړو بلکه لویو احساساتو او حالاتو د بیان د پاره په عربۍ کې توري نشته. یوه یار ورکې تبی کړی و چې، که د جنت ژبه د دې بیبي تنده نه ماتوي نو د دوزخي ژبو به څه حال وي!.
هغه ورځ مې د یوه بل لیکوال کتاب لوست چې د پیولټزر ادبي جایزه یې ګټلې دا انعام په اهمیت کې د نوبېل تر جایزې یو ځه کم دی خو اکٍثر لیکوالان اول دا بیا نوبېل ګټي. په هغې کې لیکوال/جفري یوجینا یډس/ هم له ژبې نه سر ټکوي، وایي چې زما په اند احساسات داسې نه دي چې په یوه لغت دې افاده شي، لکه غم، پښېماني، ښادي. ژبه نارینه و جوړه کړې او ځکه نو د نارینه و د انګېرنو پلو زور وهي، احساسات سم نه بیانوي بلکه د خپلې عملي استفادې د پاره یې ساده کوي. مثلاً هر ځای نا ځای د /کرکې/ توری کاروي او حتې ماڼیجنتوب ته هم کرکه وايي. ښځې چې تر پنځوسو کالو واوړي نو دوی وایي چې په آیینه کې د خپل مخ له لېدلو کرکه لري. زه غواړم چې دغه کرکه، له نورو کرکو بېل توری ولري. مینه همداسې در واخله، د جامو مینه، د پیسو مینه، د ښځې مینه، د لیکوالۍ مینه، د مړځ مینه، د سپي مینه، د خدای مینه.
د یو جینایډس حکم مې د خپلې مدعا د بیان د پاره دلته را لنډ کړ. نوموړی د یونان په ترکي ژبې برخه کې زو کړی، په دواړو ژبو او کلچرونو پوهېږي، بیا امریکا ته را لښلی، انګریزي یې زده کړې، ګویا په ډېرو ژبو او کلتورو نوکې د اول لاس تجربه لري.
دا بېدو زما د انګېرنو ترجماني کوي او ځکه یې د لوستونکو سره شریکوم. زه فکر نه کوم چې دا به یې چاره وي، خو له ناکامې ورځې خپله همېشګي غوښتنه تکراروم چې اول بایې د خپلو موجودو تورو جاج واخلو. اول د ټولو پښتو لهجو توري راټول کړو. ډکشنري ورنه سازه کړو، هر لیکوال او څېړونکی دې اضافه په کې راوړي، د اصلي ډکشنرۍ سره دې یو ځای کړي، چې د ټولو یا زیاترو لهجو توري راغونډ شول، بیا دې بله، تر پخوا مکمله ډکشنري خپره شي، دا عملیه به روا نه وي او پښتو توري به د وخت په تېرېدو لا پسې ډېرېږي. ګوندې مو د دې کلیشه یي حکونو نه رغېدن وشي چې: خوب خندا په بېغمۍ کیږي رحمانه+ چې یې غم وي څه به يې خوب څه به خندا وي. د لیکوال د پاره پوښتنه دا ده چې که سړی له ډېرې خوشالۍ خوب نشي کولی نو بیا؟
د خپل یار ډاکټر حمیدزي دا خبره مې نه هېرېږي چې ویل یې، عزیز کاکړ خلقیانو بندي کړی و. چې راخلاص شو نو ماشومانو یې شکرونه اېستل چې ښه شو پلاره چې را خلاص شوې. ده ورته وویل،«رښتیا ووایئ بچیانو چې ما ته خوشاله شوئ که زما معاش ته چې بېرته چالان شو؟» ما لېدلي چې ټول خلک د پلار په مرګ خپګان ښیي، خو آیا ځینې به خوشاله نه وي چې ښه دی چې د غمه یې خلاص شوو، اوس به یې (سه سره ) خورم، نور به مې ځوک نه دګی، د خپل سر پاچا شوم؟ خپګان هم په تش یوه توري نه شي افاده کېدلی. نو د نجلۍ پورې لنډۍ سمه ده چې: سترګو کې ژاړي زړه کې ګوړې ماتوینه. موږ ته، بس، چې اوښکې تویۍ شي ژړا ده. د رومي مولینا خبره په ځای بولم چې یو هغه شیر دی چې بنیادم یې خوري، یل هغه چې بنیادم خوري. ځینې وختونه ولسي سندرې، په تېره لنډۍ یا ټپې، دغسې وړې بخۍ ښکلې کوي، مخ دې سپین خو دی خو داسې نه لکه چا چې وړه ورپورې تپلې وي بلکه په عین حال کې سره هم لري: مخ دې په سپین کې سرخي وایي+ لکه خاصه (سپین ململ یا ګاچ) چې په ګلاب وغوړوینه. یا د قطغنۍ پاړسو: زلف تو که میګونست، میلش به سیاهي، دم خانه درآیي که مګم زود برایي. دا دومره د تشبیه او استعارې خبره نه ده لکه د سترګو لېدلي یا د زړه نه راوتلي حالت د بیان چې ده.
زما په نزد، او زما د ځپلې تجربې په رڼا کې، پښتو، لکه چې اغیار ورپورې وايي، دومره شډله ژبه نه ده. کسر دا دی چې اکثر لیکوالان په پاډو او ګیندو ځانونه بسیا کوي، دومره یې په نرۍ بخیو پسې سر نه خوږوي. البته دا هم ورکې شته چې تر اوسه لا زموږ د ژبې کان همداسې پټ پاتې دی، بس په شرقي او غربي لهجو کې مو ایسار ساتلی دی. دا ارمان به مې ونه رژېږي چې یو وار خو مې د وزیرو. مسودو، سلیمانخېلو، سوبریو، سواتیو، باجوړیو، ځاځیو، توریو، خوګیاڼو، ګوربزو او خټکو له ښکو لوکیو له مخ نه هم پلو لیرې کړی وای، خیر که نیمکښو وای.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی وار د ۲۰۰۹ د اکتوبر په ۲۵ په تاند کې خپره شوې وه.