استاد سعدالدین شپون
پښتون خو څه کوې، په درست افغان کې + عجب که بل هسې، فرهنګیالی راشي
د کور د شا، باغیچې نه مې د بانجڼو او مرچو ټول بوټي له بیخه راواېستل. د کور مخې ته لاړم، د موټر ښیښه مې په کاڼي ما ته کړه. د کمپیو ټر به خونه کې مې لېپ ټاپ په مخکه وواهه. لاړم پارک ته، په چمنو نو کې مې تر مازیګره، لکه په سر وهلی چرګ، دایرې جوړ ولې. او چې ستړی کور ته راستون شوم، د بېوسۍ پنډ مې لا بېغمه په سینه پروت و. عجیبه راته ښکاره شوه چې څنګه دنیا د هېچا په کیسه کې نه ده.
د یوناني خدایانو صحنه را یاده شوه چې /دیدالس/ خپل نازولي زوی/ایکارس/ ته د لوبو وزرونه جوړ کړل، په موم یې په تخرګو کې ورپورې ونښلول، خو ورته ویې ویل چې زویه، اوس نو الوزه، خو پام چې لمر ته ور نېژدې نشي چې ويلې کېږي. همداسې هم شو، /ایکارس/ لکه کجیر هوا ګیر شو او ټول آسمانو یې ووهل، خو د پلار د وصیت خلاف یې مخ پورته زور وواهه او یو وخت یې پام شو چې وزرونه یې له تخرګ نه بېل شوي، کوز را لوېږي. نو خواره کې /ایکارس/ لکه بې پاراشوټه پېلوټ سر ښکته پښې پورته، له آسمانونو کوز راشېوه و. په همدې وخت کې کوز سمندر کې چا له خپلې بېړۍ یو ځلانده شی لېده چې کوز د را پرېوتو په حال کې دی. یوه شېبه یې ننداره وکړه خو بیا ور په زړه شو چې هغه سامانونه یې چې د آتن په بازار کې اخیستي وو باید ژر کور ته ورسوي چې مېرمن یې په غوسه نشي، نو یې سترګې له نندارې نه کوزې واړولې او د خپلې بېړۍ به چلولو بوخت شو.
زما هم همدا حال و، زه ورتېدم خو د مازېګر لمر بېغمه خپلې غرغړې کولې او مارغانو بې غمه د پارک په هوا کې پاډې اچولې، سوکه سوکه په ځنګله
را کوزیدل چې د شپې د استراخت د پاره خپلو ځالګیو ته ورسېږي.
لال باچا آزمون امریکا غږ ته لګیا و چې جنازه په ډیر عزت سره د کونړ په وټه پور کې خاورو ته سپارله شوه. د ننګرهار مشرانو او لوړ پوړو چارواکو د پوهاند صیب په ژوند او کارنامو ویناوې وکړې. د لوړو چارواکو د خوا خوږۍ پیغامونه ولوستل شول چې په هغو کې د امین صیب شخصیت وستایل شو، هغوی ته د جنت الفردوس دعا او پاتې کسانو ته یې د جمیله صبر غوښتنه و شوه.
غواړي دې، فردوسونه غواړي که صبرونه. لیکی دې، چې څه یې په شناختې لیکي. زما د زړه تشه دې تشه پاتې وي.
که تر پسرلي پورې پاتې شوم، بیا به د حمزه بابا خبره منم، امین به په خاموشو مقبرو کې لټوم.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۰۹ د نوومبر په ۸ مه په تاند کې خپره شوې وه.