Homeخبرونهآر اېس اېف؛ خوست کې د ژمن راډیو بندول د مطبوعاتو پر...

آر اېس اېف؛ خوست کې د ژمن راډیو بندول د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۷مه) آر اېس اېف یا د بې پولې خبريالانو سازمان د افغانستان په خوست ولايت کې د طالبانو د حکومت له لوري د “ژمن” راډيو بندول غندلي دي.

یاد سازمان د ژمن سیمه ییزې راډیو بندول د مطبوعاتو پر ازادۍ بريد بللی دی.

دغه سازمان د عقرب په ۱۶مه خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ژمن راډیو د موسیقۍ د غږولو په تور تړل شوې ده.

یاد سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې یادې راډیو ته ژر د خپرونو د بیا پیل اجازه ورکړي.

پرون چهارشنبه د خبریالانو ټولنې ویلي وو، چې د ژمن راډیو د طالبانو د حکومت امر بالمعروف ادارې د خپرونو په بګراونډ کې د موسیقي خپرولو له امله وتړله.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی پر ازادو رسنیو سخت محدویتونه وضع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...