چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهسنګرحنیف اتمر، د نجیب الله د مهال د بهرنېیو چارو د وزیر...

حنیف اتمر، د نجیب الله د مهال د بهرنېیو چارو د وزیر عبدالوکیل په رول کې

استاد شهسوارسنګروال
دافغانستان له لرغوني تاریخ نه راواخله تراوسمهاله پورې یوشمېر تاریخي پېښې په لږوډیرتوپیرپه ورته بڼه راغبرګې شویدي اوددې سترلامل دادی ،چې دوخت مشرانوځپل ولسي ملاتړله لاسه ورکړی اود سیا سي پوهې منا سبه وړتیا یې نه درلوده .
دسرلیک پربنسټ که په ځانګړې توګه دنجیب الله دمهال وا کمنې ته سرور ښکا ره کړواو بیا یې داوسمهال سره پرتله کړو،نوپوه به شو،چې دهغه مهال تاریخي پېښې له اوس سره څومره پر تله کېدلی شي ؟
— نجیب الله اودهغه دبهرنېیوچارووزیر :
هغه مهال چې ګورباچوف په شوروي اتحاد کې واک ته ورسېد، نووېپتېیله،چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي .داهغه وخت دی ،چې امریکا ګڼشمېرسټنګر توغندي افغان مجاهدینو ته په واک کې ور کړي وواودشورویانودهوایي پوځ زړه ښوې ووېست …
دامریکا دفاع وزیر مرستیال «میشل پېلز بوري »اود مجاهدینوچارو سلا کار«فردایکل»۱۹۸۵کال پاکستان ته سفر وکړاوداې اس اې له رییس اختر عبد الرحمان سره یې ولیدل اوهغه وړاندیز وکړ،چې مجاهدین ستنګر توغندویوته ډیره اړتیا لري اوکه خپل رغنده رول ترسره کړۍ،نو بیا به د«مورتون ابراموویتز» په اند ګورباچوف دیته اړشي چې خبل پوځونه له افغانستانه وباسي…
دسکر۲۰،سکر۴۰،پلوپایپ اوسټنګر توغندېیوپه تړاو خبرې لا دژبې په سر وې،چې ببرک کارمل دېته اړ شو چې له دندې ګو ښه شي اوبر ځاې ډاکتر نجیب الله ټک وهل شي .
نجیب اله په ۱۹۸۷کال یوه لویه جرګه راوبلله،اساسي قانون یې تصویب کړ،دموکراتیک پرځاې «افغانسان جمهوریت» اعلان کړ…دملي روغې جوړې په رڼا کې لنډ مهاله حکومت ته لاره اواره کړه اومجاهدینوته یې دیوشمېروزارتونووړاند یز وکړ.
که څه هم شوروي اتحاد په ۱۹۸۵ کال دډسمبر په میاشت کې د«پراوډا »ورځپاڼې له لارې یوه مقاله خپره کړه اودملي روغې جوړې یادونه پکې شوې وه،چې خپلومتحدینوته وښېي،ګنې غواړي خپل پوځونه له افغانستانه وباسي .
نجیب الله دهمدې پالیسي له مخې په ۱۳۶۵کال دقوس په میاشت کې دبین الافغانی(خپل مینځي)خبرو په موخه دملي روغې جوړې تګلاره اعلان کړه .
لکه اوس چې په قطرکې دافغانانوتر مینځ دامریکا دسپارښتنې له مخې دهغه هوکړه لیک پربنسټ ،چې دطالب استازواوامریکا ترمینځ لاسلیک شو،خبرې اترې روانې دي…ّهغه مهال په ژنیوکې دمجاهدینوپه استازیتوب پاکستان دژنیوپه خبروکې برخه واخسته .
 اوس چې دافغانستان خلک اندېښمن دی،چې دامریکا یی ځواکونو له وتلو وروسته به څه پېښېږي؟دارنګه هغه مهال هم دافغانستان خلکواندېښنه ښوده چې دشوروي له وتلو وروسته به افغانان له کومې غمېزې سره مخ کېږي؟
له اوږدوخبرو اترووروسته هرحکومتي چار واکي دافکرکاوه،چې دا وړۍ نه شړۍ کېږي هرچا دځان دخوندي کولو فکر کا وه او په دې لړکې يوشمېر ستونزې یودبل پسې مینځ ته راغلې چې څوبېلګې داسې دي :
— دژنیوموافقه لیک چې دباکستان دبهرنیو چارووزیر«زین نوراني»لاسلیک کړی وه، هغه تر ډېر بریده دخپل هیواد ګټوته ژمن وواوغوښتل یې چې دافغانستان سیاسي،اقتصادي،پوځي اوکلتوري بنسټونه ړنګ کړي اوهمداسې هم وکړل .
—- اې اس اې دتنظیمونومشران دیته وهڅول،چې یو لنډمهاله حکومت جوړ کړي اوهم یې ټینګار وکړ،چې دافغانستان کوم موهم ولایت لکه ننګرهار لا ندې کړي…
— له بلې خوا دپاکستان په سپارښتنه،سعودي عربستان اویوشمېرنورو اسلامي هېوادونوداسلامي کنفرانس خا لي چوکۍ مجاهدینوته ورکړه اوحکمتیار،چې کنفرانس ته یې۴۰دقیقې وینا وکړه بیا په همغې خالي چوکۍ کینول شواوددوۍ موقتي حکومت څلورو هېوادونو په رسمېیت وپېزند .
— امریکا هم په دیرموهم وخت کې «پیترتامسن» په ۱۹۸۹کال داپریل په ۷مه دخبل سفیر په توګه مجا هدینوته واستوه .
— بل څه چې دنجیب اله واک یې وګواښه هغه دده په ګوند اوحکومت کې خبل مینځی ناخوالې اوبې باورۍ وې ،چې خپلوډېرونږدې ملګرو(پرچم ډلګۍ)دشا له خوا پرې ګوزار وکړاوان داچې دګوندله دویمې کنګرې وروسته دمحمودبریالي په مشرۍ پټ تشکیلات رامینځته شول .
—ډاکترنجیب الله له یوې خوپخپلوپخوانېیوخلقي سېالانوسېاسي باورنشوکولی له بلې خوا دده سکنی ملګرودده پر وړاندې یولړتوطېېې پیل کړې وې چې دخلقیانوپر وړاندې ولمسوي اوداچې دی یې نور هم په هغو بې باوره کړی وي،چې ډېر ښه مثال یې دتڼي کودتا ورته په ګوته کوله،سره دهغې ،چې دوطنجاراوانجېنرنظرمحمد په څېرخلقیان پرې سر ماتي ولاړ وو .
—- کشمند چې له شیعېه۸ګونې ډلې سره تودې اړیکې درلودې،کوښښ یې کا وه،چې دهغو په وسیله له احمدشاه مسعود سره هم اړیکې ونیسي…ددې په څنګ کې کوښښ کاوه چې نجیب پرې بېباوره نشي دده اوکارمل ترمینځ یې دمینځګړیتوب لباره داناهیتا په کور کې میلمستیا وکړه اونجیب یې راوغوښت اوبیایې دهغه اړیکه په مسکو کې له کار مل سره دتلفون په لیکه ټینګه کړه .
ــ–نجېب دخوش باورۍ له مخې ځان داډه وښوده…نوبیا همدغې ډلې له یوې خوا جنرال عظیمي ته دنده وسپارله،چې دهیواد شمال ته لاړشي ددوستم اوپه ټوله کې شمالي ټلواله دنجیب پرضد چې ګنې يوفاشست دی ولمسوي اوله بلې خوا دنجیب الله دبهرنیو چارووزیرعبد الوکیل یې دیته وهڅوه،چې له احمدشاه مسعوداړیکه ټینګه کړي .
دباندینېوچارودوزیرپه توګه یې څووارې له مسعودسره ولیدل اوډاکترنجیب الله ټولې سېاسي کمزوري یې هغه ته په مخکې کېښودې…
— دوکیل لومړۍ خبره داوه،چې ما یوشمېرشوروي دوستانوته سلا اومشوره ورکړه،چې دافغانستان دسیاسي پېښو دکابوکولولپاره یوازنی شخصیت احمدشاه مسعود د…دویمه خبره یې ورته داوه،چې دنجیب الله دریځ دومره کمزوری شوی چې پرته لما اوجنرال عظیمي نه بل چاسره دزړه خبره نشي کوی .
دا یوتریخ واقېعت وه چې نجیب رښتېا هم دغهمهال یې نه په دوست باور کولی شواونه هم په دښمن اوکله یې خپل دښمن ته ددوست په سترګه کتل .
— دنجیب دبا ندینېوچارو وزیرله پرلپسې کتنووروسته بریالی،کاویاني،مزدک،اصف دلاوراوپخپله وکیل په جبل سراج کې داساسي غونډې اجنډا با ندې اوږدط خبرې وکړې …وکیل دومره دمسعود په چوپړکې وه لکه دده دبهرنیوچارووزیر چې وي،که څه هم داسې ژمنه شوې وه،چې دی به پخپل موقف پا تې کیږي یانې یوه شل کسیزه شورا به جوړیږي،چې مسعوددشوراریس،نادري مرستېال،مزاري صدراعظم…اودبهرنیوچارووزیرعبد الوکیل وي .
—- وکیل دحمل په ۲۷مې خبرتیا ترلاسه کړه،چې نجیب الله غواړي له بنین سیوان سره اړیکه ونیسي نجیب یې تر هغې وڅاره چې سیوان دپنجشنبې ورځ کابل ته راځي…نوبیا ده لهبریالي،کا ویاني،مزدک،عظیمي اودوستم ته خبرورکړ،چې نجیب الله تښتي .
—- هغه و،چې ددوستم ملیشا دجنرال مجید روزی اویو شمېر نوروپه مشرۍ هوایی ډګرکلا بند کړاوډاکتر نجیب یې ایسارکړ …نجیب په دېرې ساده ګۍ عظیمي ته تلېفون وکړاوحال داچې داټول پلان هغه مدیرت کاوه…پّه جواب کې وویل،صاحب هوایی ډګردلوچکانوپلاس کې دی،نپوهیږم څه کوي؟ دادی زه اوجنرال دلاورهوایی ډګر ته ځواوسیوان به راولو…پایله داچې داټولې کانې په نجیب خپلو ملګرو په سرکې دده دنستوړي ماروکیل اوجنرال عظیمي پرې وکړل …اوس راځودببرک کارمل یوه بل شاګرد حنیف اتمر ته ،چې دډاکترنجیب د تربورډاکتر اشرف غني د با ند ینېوچا رو وزیر دي .
— اشرف غني اودده دباندينیوچارووزیراتمر :
حنیف اتمردلغمان اوسېدونکی اودټبرله مخې اتمر،چې په لویه پښه کې په مومندو ګډیږي…دی په سیاسي لحاظ په داسې چا پېریال کې را لوې شو،چې په ګاونډ کې دده دوستان اوخپلوان دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند(پرچم ډلګۍ) غړي ول ،نوځکه یې دده په سیاسي ژونداغیزه وکړه اوده هم په ۱۳۵۴ کال دګوندغړیتوب خپل کړ .
هغه مهال چې شوروي اتحاد (۱۳۵۸ل) په افغانستان وسله وال برید وکړ…لږه موده وروسته حنیف اتمر«خاد»کې په دنده وګمارل شواوکله چې خدایداد بشرمل دننګرهارولایتي کومېټې منشي شو،اتمرچې دده له نږدې خپلوانوڅخه وه ،هم ننګرهار کې دخاد دیوه ټولي قومندان وټاکل شو…
کله چې «مجا هدین» واک ته ورسېدل، اتمرهم لکه دنوروافغانانو په څېرانګلستان کې سیاسي پناه واخسته…دسپتمبرله ۱۱مې نېټې وروسته یې له بریتانوي چارواکو سره ګډه ژبه پیدا کړه اوهغه مهال چې حامدکرزی لندن ته راغي نوبیا اتمرورته معرفي کړی شواو دهمدې سیاسي باور له مخې ،نوموړی په لږ وخت کې دوزارت مقام ته ورسېد …
ولې حا مد کرزي اودحنیف ا تمرترمینځ هغه مهال بې باوري رامینځ ته شوه،چې اتمردکورنیوچارووزیر وه اودپولیتخنیک پر ودانۍ داسې مهال دتوغندویوبرید وشو،چې لویه جرګه پکې روانه وه اوکرزي دی او امرالله صالح دبې کفایتي په پلمه له دندې ګوښه کړل …که څه هم کرزی له دې هم خبر وو،چې هالبروک اوبایډن دهغه اختلاف له مخې چې کرزي سره درلودکوښښ کاوه ،چې حنیف اتمرداحتمالي کاندید په توګه دهغه پر وړاندې ودروي …
کله چې اشرف غني ولسمشرشو،حنیف اتمرورته دومره نږدې شو،چې دی یې دملي امنیت شورا سلا کار وټاکه ولې دومره واک اوځواک یې درلود،چې ترډیره بریده پوځي اوملکي ټاکنو کې دده رول ټاکونکی اورغنده ګڼل کېده .
داچې ولې دده اواشرف غني ترمینځ توره پشي تېره شوه اوان تر دې چې دده استعفا ته لاره اواره کړه،څولاملونه یې داسې دي :
— لومړی خبره خوداچې ولسمشراشرف غني هغه جنجا لي موضوع داتمرپه غاړه واچوله،چې له یوې خوادامریکا اوحامد کرزي ترمینځ سیاسي ناندرۍ او ستونزې رامینخ ته کړې وې اوله بلې خوولس اوچارواکی هم ددې موضوع په تړاو ویشلي ول…چې هغه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک وه،چې غني ترې ځان ګوښه کړاودی یې ډګر ته را وړاندې کړ .
همدارازد پاکستان له پوځي چا ر واکو سره «دباډرمنجمنټ »تړون لاسلیک یوه بله ستونزمنه موضوع وه،چې په ډلییزورسانېیواو خپرونو کې دده شخصیت وګواښه …چې ګنې دا په دې مانا دی لکه څوک چې دډیورنډ کرښهپه رسمېت وشمېري .!؟
— سره ددې چې اتمرپوهېده دادواړه موضوعات ورته پّه تاریخي لحاظ بوګنوونکي دي اوورته ګران تمامیږی ولې هغه پلان چې ده دراتلونکوټولټا کنوپّه تړاودرلود ،نو له هرچا زیات یې دپاکستان اوامریکا دوستي ته اړتیادرلوده .
ــــ ددې ټولوخبروسره سره ،چې کله دټولټا کنومهال را نږدې شو،نوپه ۲۰۱۸زکال داګست په ۲۵مې نېټې،چې د۱۳۹۷ل کال دوږی سنبلې له ۳مې سره برابره وه دملي امنیت شورا له سلا کارۍ استعفا وکړه اوپه پاې کې ددې وخت راورسېد،چې ولسمشریزوټولتا کنوته ودریږي …
ــــ همداسې وشول ټولتاکنوته ودریداوله یونس قانوني ،عطا محمد نور اوپخوانۍ شمالي ټلوالې چار واکوسره یې ګډه ژبه پیدا کړه …ولې ډیرژر عطا محمدنورورته خط وویست،چې دصدراعظم موقف ورته اعلان کړي اونتیجه داشوه،چې ددوې ټیم له ټولټاکنووولېد…خوتردغه دمه اتمرپخپلوکمپایني څرګندونوکې په اشرف غني تورپورې کا وه، ما ځکه له غني نه خپله لاره بېله کړه،چې هغه په ارګ کې ټوکمیزوناندرېیوته لمن وهله …
ــــ له دې پرته،اتمرپه۱۳۹۸ل کال دسرطان په ۲۲مې،چې د۲۰۱۹کال دجولاې له۱۳مې سره برابره وه په یوې اعلامیه کې په اشرف غني ِغږوکړ،چې په ارګ کې اخلاقي فساد اوپه ښځوجنسي تېری دیوې خپلواکې ادارې له خواوڅېړل شي…
— دا ډول ډېرې سپکې سپورې اوتورونه،اتمرپه خپل سیاسي سیال اشرف غني پورې کړل،ولې کله،چې دټولټاکنوپا یلې کړکېچ ته لاړې…اوغني پوه شوچې ښایې عبدالله دباندېنیوچارووزارت ته خپل کس په ګوته کړي نوغوره یې وګڼله چې اتمروټاکي اواتمر هم ډېرزر چې پوه شو غني بریالی کېږي ځا ن هغه ته ډېرزر نږدې کړ…
—- اوس حنیف اتمرپه دې پوهېږي ،چې غني داوسنېیوسېاسي شراېطوقربا ني دی ،نوځکه یې دپخوانېو اړیکو له مخې خلیلزاد سره اړیکې خوږې او ورغولې …
داچې نوموړي ولېدل، امریکا دروانې روغې جوړې له مخې د روسې هېواد رول ته هم دارزښت په سترګه ګوري ،نودفبروري په۲۴مه نېټّه اوله نن نه نږدې دوه اونۍ دمخه روسې ته سفر وکړاویو ځل بیا یې دشوروي دمهال زړې اړېکې راغبرګې کړې .
ـــ دپام وړخبره خوداده،چې دامریکادبهرنېو چارو وزېرانتوني بلینکن له ټولودېبلوماتیکواصولوسرغړونه وکړه ا ودیوه ګواښ په توګه یې دیوه لیک په ترڅ کې په اشرف غني غږ وکړ،چې هرومروروغې جوړې ته غاړه کېږدي … یوشمېر لوړپوړوافغان چارواکوددغه لیک پر وړاندې سخت غبرګون وښود،ولې ددې لپاره چې اتمرددیپلوماتېکو اړیکو په رڼاکې لیک ته ځواب ویلی وی،داسې وښوده که ایېتلافي حکومت راغی اوکه رانغی دی با ید په راتلونکي کې ځا نته دتښتې يوه لاره پریږدي .
ـــــ که څه ه داسې انګېرل کېږي،چې حنیف اتمرلکه دنجیب الله دمهال دبهرنېوچارووزیرعبدالوکیل په څېر،چې دجبل السراج پّه غونډه کې ده سره ژمنه شوېوه،چې دی به دمجاهدینوپه حکومت کې هم پخپل موقف پاتې وي…دارنګه ویل کېږي چې خلیلزاد هم نوموړی سره ژمنه کړې، چې دی به پّه راتلونکي ایتلافي حکومت کې دبهرنېوچارو وزیر وي …خودا به تاریخ وښېي،چې پخپل موقف په پاتې شي اوکنه؟
خو هغه څه چې څرګند دي، هغه داچې دڅرنګوالي اوڅومره والي له مخې دداکترنجیب الله اوډاکترغني دمهال سیاسي پېښې یو له بل سره څومره ورته دي؟کټ مټ یې نشو ګڼلی،ولې دا یوتریخ واقیعت دی،چې هغه وخت پخپل مینځی خبروکې بنین سیوان اودادی اوس زلمی خلیلزاد ښکیل دی…هغه مهال شوروی ځواکونودوتلوموضوع وه اودادی اوس د امریکایې ځواکونو…هغه وخت دبهرنیوچارووزیردپرچم دډلې یومخکښ غړی عبدالوکیل وه او دادی اوس دپرچم دډلې يوبل غړی دباندینېوچارووزیرمحترم حنیف اتمر دی!؟

1 COMMENT

  1. سلام
    استاد سنګروال صا حب ستا څېړنه ډیره جالبه ده واقعیت دی همدا مات کاسه او کپړی دبیمان ناتو بیر خوروته دافغانستان دزعامت لباره پاتې شول چې اوس بدل شوی خو له بده مرغه موږ افغانان خپله ملامته نه اخلو .پردی ته غلامی کوو خو خبل په توغندیو ،باروتو، اودرنو وسلو وژنو. دمسکو خبرو اتروته دالوتکی په زینه کی په مسکا واده ته روان یو . دسولې دشوروا مچ بغاوتګر مو خو خبلوډیرو ناپوهو خودخواهیو ورک کړی یو.همدغه کمونستان دی برچمی دی اوکه خلقی چې دارګ په کنج یی دشرایطو بر بنا کرزی او احمدزی دواړه وساتل خکه دواړو لورو خپلې ګټې لیدلی او خبله بقاء هغه هم دتریلیون دالرو خیرات په اخور. دواړه دبن دکرغېړنې معاهدې غړي.
    زه حیران دې ته یم چې دوکاره به یوه وخت کې څنګه امکان لری هغه هم په ګلوبال پېچلی حالت کې چې هم يې کره او هم رېبه!
    آفرین په اکثریت خاموش باندې دامظلوم ملت به کله خبل کورنی جنجال سمې ملی اواسلامی قلمرو ته برابر کړی؟ اساسی ستونزې له همدې مردارخورو بیل کیږی……

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب