جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د لیکوالۍ تقاعد / نعمت الله صدیقي

د لیکوالۍ تقاعد / نعمت الله صدیقي

د لیکوال او لیکوالۍ د تقاعد خبره تقریباً یوه ده؛ خو که په نري تار یې راسره بیا هم نیسئ؛ نو فرق یې دا دی، چې د لیکوال پر ځای یې د لیکوالۍ عمر یا وخت ته پکې غیر ملموسه غوندې اشاره ده؛ معمولاً موږ د مامورینو یا د حکومتي کارمندانو او صاحب منصبانو تقاعد اورو، چې په رسمي یا په دولت کې د یوه کارمند لپاره د ټاکلې مودې او د عمر په تعین په همغه وخت تقاعد یا د نور کار نه کولو او دایمي رخصتی ته یې وایي؛ خو دلته دا د لیکوالۍ په برخه کې ځکه هم د پام وړ ده، چې لیکوالي یو عمومي یا له داسې خاصو شرایطو او مطلقیت پابنده نه ده؛ نو ځکه یې د تقاعد خبره چندان خبره هم نه ده؛ البته له یوې مخې یې هم ځکه نشو ردولی، چې که یوه پدیده عمومي وي او څه داسې خاص قیدونه هم نلري؛ نو د دې مانا دا نه ده، چې په هر څه او هر ډول عمومیت دې یې سره ګډوډ کړای شي.

 

خبره دا ده، چې تېره یکشنبه په اردو ایکسپریس ورځپاڼه کې د جاویدچوهري کالم نه و چاپ او دا زما لپاره عجیبه ځکه وه، چې په تېرو ۱۷ کالونو کې دا اول ځل و، چې د ده د کالم غیر حاضرې مې ولېده، وروسته خبر شوم، چې له تلویزون سره یې د خپل ۱۸ کلن مزل ترڅنګ له ورځپاڼې سره هم څه کم شل کلن مزل پای ته رسولی. دا چې د لرې کېدا نوعیت یې څه و؟ ایا تقاعد شو او که خپله نه غواړي چې نور لیکوالي وکړي؟ دا زموږ لپاره مهمه نه ده؛ بلکې څو هغه شیان چې زما لپاره مهم دي او باید تاسې پرې خبر کړم، دا دي، چې که هغه هر څومره اول اول زما د فکر، سوچ او تقریباً د طرز او لیکوالۍ ايډیال و؛ خو په ورستیو کې یې د خپلې اوږدمهاله لیکوالۍ په وجه چې تکرار او تضاد سره پکې مخ و، موږ افغانان یې ښه ډېر وښکنځلو او حتی ښه سم د خپلو فکرونو او تګلارو برعکس راوخوت؛ اما تر وروستي کالم یې دا دی، تر ۱۷ کلونو ځان راباندې ولوست، په یوه حساب دای چې په ۲۰۰۶ م کال په همدې اخبار کې کالم لیکل پیل کړي وو ما یې په دا دویم کال دای موندلی او تقریبا هر کالم مې یې لوستی و.

 

له نورو دا توقع چې زما په اړه دې زما له سوچ او مزاج سره خبره وکړي، دا اصلاً فېوډاله چلن او نرګسي قضاوت دی؛ بلکې خپل سوچ او فکر د نورو په فکرونو کې راست او مثبت ساتل پکار دي. دای په همدې وجه هم ځانګړی و، چې خپلې ټولنې او خلکو ته په کتو یې نه د نورو تقلید ته ژمن و او نه یې خبره د نورو په طرف کوله، سیده او ساده ملي بیانیه یې د فکر او لیکوالۍ موخه وه، پر هیڅ ملي ګټو او طرفونو یې د وخت حاکمانو، حکومتونو او سیاستونو ته سر ټیټ نکړ او نه یې هم کوم ګوند، تنظیم او ایډیالوژۍ تر اغیز لاندې راوست او د یوه لیکوال په توګه دغسې ریاستي هوډ او بیانیه ژمن پاتې شو.

 

ده په خپل شل کلن کالمي مزل کې هر اوونۍ لومړی څلور او بیا درې کالمونه ولیکل، چې که تخمیني حساب یې هم وکړو ترې دمه یې څه کم و زیات درې زره کالمونه لیکلي دي، چې لسګونه کتابونه کېږي، عرفان جاوید یې په یوه «خاکه» کې د کالم د لیکلو وخت له ۷ تر ۸ ساعتونو یاد کړی، چې دا یې له لیکوالۍ سره د پخې ژمنتیا اصیل ثبوت دی. په عین وخت کې د تلویزون څلور پروګرامونه یې هم د «کل تک» په نامه ورسره کول. لیکوالي، چې د همداسې یوه مستقل مزاج او مشقت نوم دی، په همدومره کچه یې وخت ورکول او مسولیت اخیستل مهم دي.

 

له صحافت او لیکوالۍ سره سره یو بل شی چې له ده یې بنده انګیزه اخیستی شي، هغه له دغې دواړو برخو سره د کار یا کاروبار روحیه او هوډ دی، دای له همدې دومره بوختیاوو سره د شخصي کاروبار او شرکتونو د جوړولو فعالیتونه هم لري او په دې باور دی، چې لیکوالي او صحافت هغه وخت مثبت دي، چې هیڅ کوم مادي او اقتصادي احتیاج یا بل ته د لاس نېولو اړتیا ونلرې، زموږ خلک یا په خاصه توګه لیکوال او ژورنالیسټان طبقه چې لیکوالي او خبریالي هم کوي د کار پر ځای یې د نورو مرستې او اړتیا ته ډېرې سترګې وي، چې دا هیڅ کوم ښه فکر نه دی؛ باید هر څوک د هر ډول مسلک او تخصص سر د کار د زدکړو او کولو ظرفیت هم ولري، زموږ همدا طبقه قشر خلک په کار خو شرمېږي؛ ولې بل ته په لاس نېولو یې زړه نه خوږېږي، چې اصلاً دا د انسانیت او مسلک دواړو توهین دی.

 

جاوید هغه وخت کالم د کیسې بڼې ته واړوه، چې په نوره دنیا کې هم په داسې یوه ازاد فورم کې دومره د ازادو موضوعاتو، علومو او تجربو خبرې سختې وې؛ خو د ده کمال دا و، چې د خپلو خلکو لپاره یې له سیاستپوهنې او فکرپوهنې نېولې تر ټولنپوهنې او اروپوهنې او حتی خپلو ته د نورو پر وړاندې د ښکنځلو، مغالطو او د ناسم راویت تر جوړولو پورې دا هر څه یې ورته کیسه او روایت کړل.

 

د ده له کار، طرز، فکر او سوچ سره خو اختلاف کېدای شي؛ خو د هغه د ژوند، لیکوالۍ او صحافت په برخه کې یې خپلې ټولنې او خلکو ته د کړیو خدمتونو او خپل همت یې هغه څه دی، چې حتی زموږ لپاره هم د کار، زیار او د خپلې ټولنې او ځان لپاره د کار او همت یوه انګیزه ده. دای چې له پېنځویشت کلنۍ د شکر ناروغ هم دی، دا هر څه داسې منظم، عالي او پر انرژۍ کوي، چې دا دی د روغو خلکو لپاره هم چلنج کېدای شي.
زه یې ورستی فېصلې «د لیکوالۍ تقاعد» ته هم ځکه په مثبت نظر ګورم، چې د لیکوالۍ او صحافت ترڅنګ هره برخه او مسلک باید تر یو ټاکلي وخت پورې خپل محدود وخت او ظرف ولري؛ ځکه د ژوند مختلف پړاوونه دي، د ځوانۍ د کلونو لیکوالي طبعاً ځوانه وي، دا پاخه عمر لیکوالي بیا د تجربو په بنیاد لا پسې لوړه او عالي وي؛ خو که بنده سپین ږیرۍ یا زوړ شي؛ نو طبعي خبره ده، چې لیکوالي خو د حافظې، انرژۍ، وخت او د روغ صحت کار و زیار دی، بیا یې نو تقاعد لازم دی، هغه چې د خپل وخت ښه لیکوال او کاري سابقه لري، باید د ورستي عمر په ساحه کې لیکوالۍ ته شله او ضدي نشې؛ بلکې تقاعد او خپله هم یو څه عادي ژوند ته مخه کړي.

 

کالم / رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب